مولوي عبدالحمید ایران کې د ټولپوښتنې او افغانستان کې د نجونو د زده کړو غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، UGC
په ایران کې د سني مسلمانانو مخکښ مذهبي مشر مولوي عبدالحمید زهي وايي که غواړئ اسلامي نظام واکمن شي باید د خلکو په خوښه او رایه دې نظام رامنځ ته شي.
مولوی عبدالحمید اسماعیل زهی چې د ایران په زاهدان کې د سني مسلمانانو امام او خطیب دي.
د جمعې د لمانځه د خطبې پر مهال یې ویلی" له اوسنې کړکېچه د ایران د وتلو یوازینۍ لاره دا ده چې د اکثریت تابع واوسو او وګورو چې د وګړو ډېره برخه کوم ډول نظام او اډانه غواړي."
هغه له روان حالته د وتلو غوره او یوازینۍ لاره د ولس رایو او خوښې ته ارزښت ورکول یاد کړي.
نوموړي ویلي، ۴۴ کاله کیږی چې ایران کې اسلامي رژیم په واک کې دی او له اسلامه یوازې یو تعبیر لري.
ښاغلی اسمعیل زهی وايي له اسلامه د ده انګیرنه او پوهاوی توپیر لری. هغه وايي په اسلام کې اعدام نشته او وایي اجباري اعتراف د منلو وړ نه دی.
خلکو د هغه وینا د جمعې د خطبې پر مهال د الله اکبر په ویلو سره بدرګه کوله.
مولوي عبدالحمید ویلی د اسلام له دینه یې اخستنه دا ده چې ښځه او نارینه سره برابردي، یو قوم پر بل غوره نه دی .
نوموړي ټینګار لاره چې د هیواد له ارزښتونو سره مخالفت نه لري او دا چې ان په اساسي قانون کې چې لا د ځېنو خلکو د خوښې خلاف برخې شته دوی یې مخالف نه دی، خو نظام باید د خلکو له خوښې پرته نه وي او په دې تړاو باید له خلکو پوښتنه وشي.
"موږ اساسي قانون ته رایه ورکړې. که څه هم ځېنې برخې پکې شته چې موږ ورسره جوړ نه یو خو ټولیز او جمهور ډول رایه ورکړل شوې باید ویې منو. نو بیا به څله په دې قانون نیوکه ولرو. خو اسلامي او دیني انګیرنه داده چې واکمن باید د خپلو خلکو په خوښه وټاکل شي."
مولوي عبدالحمید د وینا او رسنیو ازادي د مسلمانانو حق وباله او ویې ویل " اسلام کې د وینا ازادي شته او پر واکمنو نیوکه هم ازاده ده."

د عکس سرچینه، unicef
هغه په ننۍ خطبه کې د ایران په ګاونډ کې د افغانستان له واکمنو طالبانو په ټینګه غوښتنه وکړه چې د ښځو د زده کړو لپاره ژر تر ژره لار هواره کړي.
" یوه ورځ هم د نجونو د زد کړو مخه مه نیسئ، اجازه ورکړئ ښځې د اسلامي ارزښتونو په ساتلو سره زده کړې وکړي."
دغه ایرانی عالم چې پخوا د طالبانو په ملګرتیا تورنېده خپلې وینا کې یې وویل طالبان باید بیلا بیلو قومونو او مذهبونو ته په خپله واکمنۍ کې ځای ورکړي.
دا کمسارې ده چې ایران کې دننه دې مذهبي مشران د ایران پر حکومت دا وړ ټینګې نیوکې کوي. مولوي عبدالحمید پخوا هم په ایران کې د سني مذهبه وګړولپاره د حق غوښتنې او ورسره یې د ایران حکومت له لوري له اعدامونو سره د مخالفت غږ پورته کړی.











