مولوي عبدالحمید: ایران کې تر انقلاب وروسته ښځې دویمه او سنيان درېمه درجه وګړي شول

ایران زاهدان

د عکس سرچینه، ABDOLHAMID.NET

د ایران په زاهدان کې سني دیني عالم او د جمعې لمانځه امام مولوي عبدالحمید اسماعیل زهي نن د جمعې لمانځه په خطبې کې ویلي: خلکو د ۱۳۵۷ کال انقلاب د بریا هرکلی په لېوالتیا سره وکړ، خو هرڅومره چې له انقلابه وخت تېر شو ورسره سختۍ زیاتې شوې. "ډیری کسان چې د انقلاب په پیل کې له موږ سره وو یا یې جلا کړل یا موږ له ځانه جلا کړل، ځکه دوی په عمل کې د ځان لپاره څه نه لیدل."

هغه زیاته کړې، "د وخت په تېریدو موږ د انقلاب دایره محدوده کړه. موږ باید دا دایره پراخه کړو، اجازه ورکړئ چې ټول دلته ځان وویني، ملتیا یې وکړو او ټولو ته هیلې ورکړو."

د زاهدان د جامع جومات د امام په وینا "توپیري چلند او نابرابري ډېره پراخه ده. په دې موده کې له ښځو سره توپیري چلند کېده او دویمه درجه وګړې وې."

"سنیان دویمه درجه وګړي نه دي، دوی ان دریمه درجه وګړي بلل کیږي. دوی موږ ته وویل چې تاسو لومړۍ درجه وګړي یاست، خو موږ نه وو. موږ نه وزیر درلود او نه والي. په سني مېشتو ولایاتو کې د امنیت په شورا کې ان یو سني وګړی هم نشته."

د ښاغلي عبدالحمید په وینا: "په ادارو او سازمانونو کې توپیري چلند بغارې وهي او ډېر هم زیات شوی. د سنیانو په ګمارنه او له دوی د کار اخیستلو په برخه کې چې د پرمختګ اساس جوړوي، تل د تبعیض اندېښنې شته، د وخت په تېرېدو سره حالت لا خراب شوی دی. په دې تړاو په ځلونو شکایتونه شوي، خو د حل لپاره یې هیڅ نه دي شوي. په هغو سیمو کې چې ۸۰ سلنه وګړي یې سنیان دي، هلته هیڅ سني چارواکی نشته."

هغه تصویرونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي پکې ښکاري نن (جمعه) هم په زاهدان کې لمونځ کوونکو لاریون کړی وو او "مرګ پر خامنه یي" شعارونه یې ورکول. دوی د سیاسي بندیانو د خلاصون غوښتنه هم کوله.

ایران زاهدان

د عکس سرچینه، SocialMedia

مولوي عبدالحمید اسماعیل زهي د جمعې لمانځه کې ویلي د ایران واک د سیاستوالو پر ځای د پوځ په لاس کې دی. "اوس هېواد د پوځ په لاس کې دی. ډیری چارواکي پوځي دي. موږ له پوځ سره مینه لرو، خو د هغوی کار بل څه دی، هېواد باید د سیاستوالو په لاس کې وي، مسؤلیتونه باید له هغو کسانو سره وي چې مهرباني او تخصص لري."

شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې په ایران کې پراخ لاریونونه وشول چې په ترڅ کې یې د يوې جمعې په لمانځه پر مهال زاهدان کې تر سلو ډېر کسان وژل شول. له هغې پېښې وروسته دغلته پېژندل شوي سني دیني عالم ملا عبدلحمید په پرله پسې توګه خپل غږ اوچت کړی چې اوس یې ډېر کله خبرې د رسنیو او یو شمېر نړیوالو څېرو لخوا څارل کیږي.