فېسبوک، انسټاګرام او وټس اپ له تخنیکي ستونزې سره مخامخ شوي

انسټاګرام

د عکس سرچینه، Getty Images

وټس اپ، فېسبوک او انسټاګرام خواله رسنۍ د دې اپلیکشنونو څښتن ادارې میټا کې د یوې تخنیکي ستونزې له کبله د لنډ مهال لپاره غیر فعال شوي وو.

د دې اپلیکشنونو زرګونو کاروونکو د چهارشنبې پر ورځ خپلو پاڼو ته د نه لاسرسي له کبله شکایت کاوه او پر نورو خواله رسنیو یې په دې هکله شکایت وکړی.

په داسې حال کې چې د میټا پر وېبپاڼه ویل شوي، چې اوس تر ډېره بریده دا ستونزه حل شوې ده، خو د دې پیغامونو استولو په تړاو د یاد شرکت ځینې اپلیکشنونه اوس هم له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي. د بریتانیا له وخت سره سم ماښام اووه بجې دا ستونزه پیل شوه.

پر بریتانیا کې د انټرنېټي وېبپاڼو د فعالیت څارونکي اداره ډاوڼ ډیډیکټر ښيي چې له ځايي وخت سره سم ماښام اووه بجې پنځه ویشت دقیقو پورې د وټس اپ په هکله ۸۲ زره شکایتونه شوي وو، خو یو ساعت وروسته بیا داسې ښکاریدل چې تر ډېره بریده دا مسائل حل شوي وو.

د انسټاګرام کاروونکو بیا تر اووه بجو او ۲۰ دقیقو پورې درې زره ۷ سوه شکایتونه کړي وو، چې تر څو ساعتونو پورې دې ستونزې دوام کاوه. په ورته مهال بیا د فېسبوک کاروونکو د پرچاوۍ ۱۸۴۰ شکایتونه مخې ته راغلي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، دا تخنیکي ستونزه یوازې تر بریتانیا پورې محدوده نه وه، بلکې د رویټرز رپوټ له مخې ۵۰۰۰ کسان پر انسټاګرام له ستونزو سره مخامخ وو.

دغه راز ۲۴ زره کسان پر وټس اپ پیغام استونکي اپلیکشن له ستونزو سره مخامخ وو. وټس اپ مسوولینو پر خواله رسنۍ ایکس یوه پیغام کې ویلي: ''موږ پوهېږو چې همدا اوس ځینې کسان له ستونزو سره مخامخ دي، موږ هڅه کوو، چې ژر تر ژره هر څه بېرته سم شي.''

د ډاون ډیډیکټر په وینا په هند کې ۳۵۰۰ کسانو او دغه راز په برازیل کې ۷۰۰۰۰ کسانو په دې اپلیکشنونو کې د ستونزو شکایت کړی دی. میټا تر اوسه د دې موضوع په هکله تر اوسه د غبرګون څرګندولو غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

له دې مخکې په مارچ میاشت کې د نړۍ ډېرو برخو کې د میټا شرکت اړوند فېسبوک او انسټاګرام خواله رسنیو سلګونه زره کاروونکو تر نژدې دوو ساعتونو پورې د یوې تخنیکي ستونزې له کبله یادو اپلیکشنونو ته تر دوو ساعتونو پورې د لاسرسي نه لرلو شکایت کړی و.

په ټوله نړۍ کې هره ورځ درې اعشاریه ۱۹ میلیارده فعال کاروونکي د تریډز په ګډون د میټا شرکت ملکیت خواله رسنۍ او پیغام استونکو اپلیکشنونه کاروي.