فېسبوک او انسټاګرام له موقتي ستونزې وروسته بېرته فعال شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
خواله رسنۍ فېسبوک او انسټاګرام په پراخه کچه د څه مودې لپاره نن غیر فعالې شوې وې. د دې دواړو رسنیو څښتنې ادارې میټا دا اړوند خواله رسنیو ته په ظاهره په خورا پراخه کچه ننوتل ناشوني شوي وو، چې وروسته دا ستونزه حل شوه.
د فېسبوک او انسټاګرام کاروونکو هڅه کوله، چې خپلو حسابونو ته ننوځي، خو دا اپلېکشنونه د ستونزې پیغام ورکاوه، کارن دننه کېدو ته نه پرېږدي او نه شي کولای د دې خواله رسنیو پاڼې د عادي حالت په څېر وویني.
د وېبپاڼو څارونکې ډاونډيټکټر په وینا د فېسبوک پرچاوۍ په هکله ۳۰۰ زره او دغه راز د انسټاګرام د پرچاو کېدو په هکله ۲۰ زره شکایتونه ترلاسه شوي دي.
دغه دواړه پاڼې د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې نه پرانیستل کېږي. د فېسبوک او انسټاګرام څښتن شرکت میټا ته د غبرګون لپاره مراجع شوې.
د دې شرکت د سټېټس پر خپله پاڼه هم ویل شوي، چې تولیدات یې له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي.
په دې پیغام کې ویل شوي: ''موږ فېسبوک ته د ننوتو ستونزې په هکله معلومات لرو. زموږ د انجینرانو ډله په فعال ډول هر څومره ژر چې شونې وي، د ستونزې حل کولو هڅې کوي.''







