تهران کې د تخار د پولیسو پخوانی قومندان اکرامالدین سریع په ډزو وژل شوی

د عکس سرچینه، Social Media
د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت پر مهال د بغلان او تخار ولایتونو د پولیسو قومندان اکرامالدین سریع د ایران پلازمېنه تهران کې په ډزو وژل شوی دی.
سرچینو بيبيسي ته ویلي چې ښاغلی سریع د چهارشنبې په ماښام (د ایران پر وخت) شاوخوا اوه نیمې بجې د جدې/مرغومي درېیمه، هغه مهال په نښه شو چې د تهران د ولیعصر پر سړک له خپل کاري دفتره ووت. له نوموړي سره پر "دوو نورو کسانو" هم ډزې شوې دي او روغتون ته له لېږدولو وروسته یې "پر سر د ټپ له امله" سا ورکړه.
د همدې سرچینو په وینا، په دې پېښه کې د هغه یو ملګری هم وژل شوی او بل کس ټپي شوی دی.
تر اوسه د ایران پولیسو د دې پېښې په اړه کوم رسمي نظر نه دی ورکړی او هېڅ ډلې هم د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
د "افغانستان د ملي مقاومت جبهې" په نامه ډلې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري چې ځان د طالبانو مخالفه پوځي ډله بولي، پر اېکس لیکلي د ښاغلي سریع وژل کېدل تایید کړي او د دې پېښې پړه یې پر "طالبانو" اچولې ده.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې له افغانستانه بهر د هر ډول امنیتي او پوځي فعالیتونو شتون رد کړی دی.
جنرال اکرامالدین سریع د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت پر مهال له ۲۰۱۷ تر ۲۰۱۹ پورې د بغلان د پولیسو قومندان و او وروسته د تخار د پولیسو د قومندان په توګه وټاکل شو.
نوموړی په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ایران ته ولاړ او په وروستیو کلونو کې په تهران کې اوسېده.
یوه سرچینه بيبيسي ته وايي چې ښاغلی سریع "له پخوانیو نظامیانو سره د همکارۍ په برخه کې فعال و چې د ایران له حکومته د اوسېدو اجازه ترلاسه کړي. دا د استوګنې جواز د دې مخه نیسي چې پخواني نظامیان له ایرانه افغانستان ته وایستل شي."
د همدې سرچینې د روایت له مخې، له پېښې وړاندې ښاغلي سریع ته ټیلیفون کې زنګ راغی او زنګ وهونکي ترې غوښتي وو چې د خپلې ستونزې د حل لپاره ورسره مرسته وکړي.

د عکس سرچینه، Ismail Khan
د افغانستان د جمهوري نظام تر سقوط وروسته، د پخواني پوځ او پولیسو زرګونه غړي ایران ته کډه شول او لا هم په دغه هېواد کې ژوند کوي.
په وروستیو میاشتو کې له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو له زیاتېدو سره دا اندېښنې راپورته شوې چې ښايي په ایستل شویو کسانو کې پخواني نظامیان هم وي، چې افغانستان ته په ستنېدو سره یې ژوند له خطر سره مخ کېدای شي.
خو د طالبانو حکومت ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د عمومي بښنې له اعلان وروسته، د پخواني حکومت هېڅ غړی په رسمي ډول د دوی له لوري د تعقیب له خطر سره نه دی مخ.
یوه بله سرچینه بيبيسي ته وايي چې ښاغلی سریع په ایران کې د پخوانیو افغان نظامیانو د پښو ټینګولو او د هغوی د ایستلو د مخنیوي په برخه کې هم "فعال" و.
څلور میاشتې وړاندې، معروف غلامي چې په ایران کې مېشت یو افغان جهادي قومندان و، په مشهد ښار کې د وسلهوالو کسانو په ډزو ووژل شو.
نوموړی د افغانستان د پخواني جهادي مشر اسماعیل خان له نژدې کسانو و. اسماعیل خان چې خپله هم په مشهد کې ژوند کوي، په یوه پیغام کې د ایران له حکومته وغوښتل چې د دې پخواني قومندان د قتل عاملان وپېژني او محاکمه کړي.








