افغانستان کې پر کانونو پانګونې ته د ایراني شرکتونو لیوالتیا

د عکس سرچینه، @MoMPMinistryAFG
په کابل کې د ایران سرپرست سفیر علي رضا بېکدلي ویلي، چې د هېواد پانګوال یې په افغانستان کې د اوسپنې او نفتو د کانونو برخه کې پانګونې ته لیوال دي.
هغه دا څرګندونې د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزیر ملا هدایتالله بدري سره په کتنه کې کړې.
دوی دواړو شنبه (د ډسمبر ۲۷مه) کابل کې کتلي دي.
د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په دې لیدنه کې، دواړو لورو د خپلمنځي اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او افغانستان د کاني زېرمو برخه کې پر پانګونې بحث وکړ.
په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي بېکدلي په دې لیدنه کې د افغانستان "د اوسپنې او نفتو کانونو په برخه کې د ایراني شرکتونو د پانګونې د لېوالتیا" په اړه خبرې وکړې.
په کابل کې د ایران سفارت هم پر خپله اېکس پاڼه د دې لیدنې یادونه کړې ده.
د ایران سفارت لیکلي ښاغلي بېکدلي له هدایتالله بدري سره "د نفتو او کانونو برخه کې د دواړو هېوادونو د همکارۍ په تړاو" نظرونه شریک کړل.
افغانستان د تېلو، ګازو او اوسپنې په ګډون له پراخو نا راسپړل شویو کاني زېرمو برخمن دی او د طالبانو حکومت هڅه کوي چې استخراج لپاره یې کورنۍ او بهرنۍ پانګونه جلب کړي.
ایران بیا د نړۍ په کچه د نفتي توکو یو ستر تولیدونکی هېواد دی، خو تر اوسه یې په افغانستان کې نفتو په ګډون پر کومه لویه کاني پروژه پانګونه نه ده کړې.
ایران په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له لومړنیو هېوادونو و چې په ۲۰۲۱ کال واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته یې په کابل کې سفارت بېرته فعالیت پیل کړ.
که څه هم د کابل او تهران ترمنځ اړیکې په تېرو څلورو کلونو کې له لوړو ژورو ډکې وې، خو په دې وروستیو کې یې راشه درشه او سوداګري پاموړ پراخه شوې ده.
تازه د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ویلي، چې هېواد یې تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ننګونو مدیریت لپاره له کابله سره دوه اړخیزو خبرو اترو ته دوام ورکوي.
هغه د روسیې میګیمو پوهنتون کې د وینا پر مهال "د پولو امنیت، د اوبو سرچېنې، کډوالي او د نشهيي توکو قاچاق" د افغانستان او ایران ترمنځ سترې ننګونې بللې.
غوړېدونکې سوداګري

د عکس سرچینه، Getty Images
د رپوټونو له مخې ایران دمګړۍ د افغانستان تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی.
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له یو اعشاریه شپږ میلیارد ډالرو اوښتې وه.
له افغانستانه ایران ته په صادرېدونکو توکو کې پر سبزیجاتو، وچې او تازه مېوې سربېره سرب، کاني ډبرې او پروسس شوي شوکاڼي شاملېږي او په بدل کې تر ډېره تېل، ګاز او بېلابېل خوراکي توکي واردوي.
د یادونې ده چې له پاکستان سره د طالبانو حکومت د اړیکو ترینګلتیا او پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لارو تړل کېدو هم په دې برخه کې رول لرلی چې افغان سوداګر یې اړ کړي دي د بدیل په توګه ایران او د سیمې نورو هېوادونو ته مخه کړي.
ایران چې له کلونو راهیسې د امریکا او لوېدیځ له ملا ماتوونکو اقتصادي بندیزونو سره مخامخ دی، هڅه کوي خپلو نفتي توکو ته سیمهییز بازارونه ومومي او په دې لړ کې له تېرو څو کلونو راهیسې خپل زیاته اندازه تېل پر چین پلوري.
یو شمېر ایراني رسنیو په دې وروستیو کې د دغه هېواد د اورګاډي لیکې د یوه چارواکي جبار علي ذاکري له خولې راخیستي وو چې تهران د افغانستان له لارې د اورګاډي په وسیله له چین سره پر اتصال او په دې لړ کې د هرات او حیرتان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ پر غځولو غور کوي.
که څه هم دا پروژه تر اوسه یوازې د پلان او بحث تر کچې ده، خو شنونکي وايي، که عملي کېږي نو د ټولې سیمې، په ځانګړې توګه د افغانستان، ایران او چین ترمنځ سوداګريزې او اقتصادي اړیکې ورسره پام وړ غوړېدای شي.
د یادونې ده چې د افغانستان او ایران ترمنځ د 'خواف-هرات' اورګاډي لومړنۍ پټلۍ په ۲۰۲۰ کال کې پرانیستل شوې چې اوس هم فعالیت کوي.










