تېرو شپږو میاشتو کې افغانستان له پاکستان او ایران سره څومره سوداګري کړې ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بيبيسي
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان له ایران او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت له دوه نیمو میلیاردو ډالرو اوښتی دی.
د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په یوه وېډیويي کلیپ کې ویلي، "د روان ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت یو میلیارد او ۶۲۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی".
نوموړی وايي په دې کې د ۱۳ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او د یو میلیارد او ۶۱۳ میلیون ډالرو په ارزښت واردات شوي دي، چې په وینا یې ایران ته په صادارتو کې تر ډېره مالوچ، ممیز، غیر الکولي څښاکونه، د سبزیو تخمونه، کنجد، بادام، معدني ډبرې، پروسس شوې تالک ډبرې او وچ زردالو دي.
د ښاغلي جواد په وینا، په وارداتو توکو کې ډیزل، پیټرول، طبیعي ګاز، د لېږدوونکو وسایطو پرزې، سیمنټ (سیمټ)، اهنچادر، د کتان منسوجات او د چرګو هګۍ دي.
د طالبانو د حکومت صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي تازه له بيبيسي سره په یوه مرکه کې ویلي، تر وروستیو پورې له هندوستان سره د افغانستان صادرات ۶۵۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي وو.
ښاغلي عزیزي وايي، تر ډېره د افغانستان له سوېلي ولایتونو هند ته د وچې او لمدې مېوې ډېر صادرات لري.
نوموړی وايي، د پاکستان او هند ترمنځ وروستیو لانجو افغانانو ته هم زیان واړاوه او د شېر شاه سوري له پېره راهیسې د هند-افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ لاره بنده شوه، خو په وروستیو هڅو کې بندرونو کې د افغانستان د سوداګرۍ شاوخوا سل کانتیره مالونه هند ته ورسېدل، خو واګه بندر لا هم د افغانانو پر مخ بند پاتې دی.
نورالدین عزیزي وايي، چابهار بندر د واګه بندر ښه ځایناستی کېدای شوای، خو ښکاري چې پر دې بندر لګول شوي بندیزونه یوازې د افغانستان د سوداګرۍ لپاره زیان رسوونکي تمامېږي، نه د ایران لپاره، ځکه چې ایران د اوبو له لارې نورو هېوادونو ته خپل صادرات په کوچنیو کښیتو کې هم لېږلی شي.
بله خوا، د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت وايي تېره اونۍ د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او د خواف-هرات بندرونو له لارې ۱۰۴ زره او ۱۷۹ مټریک ټنه توکي هېواد ته وارد او صادر شوي دي. وايي، دې موده کې ۱۹۳ ټنه صادرات هم شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
له پاکستان سره سوداګري

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه وزارت همدارنګه ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان له پاکستان سره د یو میلیارد او ۱۰۸ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګري کړې ده.
د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، "د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت یو میلیارد اعشاریه ۱۰۸ میلیون ډالره وه، چې له دې څخه ۳۰۴ میلیون ډالره صادرات او د ۸۰۴ میلیون ډالرو په ارزښت واردات شوي دي."
نوموړي په یوه کلیپ کې ویلي، پاکستان ته ډېری صادرات د ډبرو سکاره، مالوچ (پنبه)، بادرنګ، لوبیا، تنباکو او عدس وو، خو په وارداتو کې وریجې، سیمنټ (سیمټ)، طبي درمل، د کتان منسوجات، رنګارنګ جامې او کچالو دي.
وړاندې، د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ له وزیر سید محمد اتابک سره د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د کچې لوړولو په یوه ناسته کې ویلي وو، چې د مخکېنۍ ژمنې پر بنسټ به دواړه هېوادونه تر خپله وسه تر لسو میلیاردو ډالرو د سوداګرۍ د کچې لوړلو ته ژمن پاتې شي.
د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت وايي، په دې ناسته کې دواړو خواوو د سوداګریزو، ترانزیټي، پانګونې او ترجیحي تعرفو (هغه مالیه یا ګمرکي محصول چې د ځانګړو هېوادونو یا ځانګړو شرایطو لپاره د عادي تعرفې پرتله لږه لګول کېږي، چې سوداګري ته وده ورکړي او د وارداتو لګښت کم کړي) تړونونو د لاسلیک، موجودو ستونزو د رفع کولو، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو غیرتعرفوي محدودیتونو د رفع کولو، د میلک، دوغارون، چابهار او بندر عباس په بندرونو کې موجودو ستونزو او د افغانستان د ترانزیټي توکو د ستونزو د رفع کولو په اړه خبرې او له یو بل سره خپل نظرونه شریک کړل.
په دې ناسته کې ایران ته د افغانستان د مالوچو رسول هم وړاندیز شول، چې بالاخره په تېرو شپږو میاشتو کې یې ایران ته لېږد ډېر شو.

د عکس سرچینه، EPA
له ایران او پاکستان سره د افغانستان سوداګري، خلکو ته یې ګټې څه دي؟
اقتصادي کارپوهان وایي، کله چې د افغانستان او ایران او همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري زیاته شي، د دې هېوادونو د خلکو پر ورځني ژوند او اقتصاد پراخ اغېز لرلی شي.
۱. اقتصادي وده او د کار زمینه:
د اقتصاد برخې ځینې کارپوهان وایي، د سوداګرۍ زیاتوالی د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا سبب ګرځي. کله چې افغان سوداګر د ایران او پاکستان بازارونو ته خپل توکي صادروي او واردات هم ترلاسه کوي، نو دا کار د تولیدوونکو، کروندګرو، سوداګرو او نورو مسلکي کسانو لپاره د کار زمینه برابروي. خلک د خپلو مهارتونو او تولیداتو له لارې عاید ترلاسه کولی شي، چې په پایله کې د کورنیو د ژوند معیار ښه کېږي.
۲. د توکو لاسرسی او بیې:
د سوداګرۍ زیاتوالی د خلکو لپاره د اړتیا وړ توکو د لاسرسي اسانتیا رامنځته کوي. په بازار کې د توکو زیاتوالی نرخونه او بیې مناسبې ساتلی او خلک په ښه کیفیت او مناسب نرخ اړین توکي ترلاسه کولی شي. دا په ځانګړې توګه د خوراکي توکو، کرنیزو محصولاتو، درملو او صنعتي تولیداتو لپاره مهم دی.
۳. کرنیز او صنعتي سکتورونه:
افغان کروندګر او تولیدوونکي له دې فرصته ګټه اخلي چې خپل محصولات لویو بازارونو ته صادر کړي. د بېلګې په توګه، د افغانستان مالوچ (پنبه)، مېوې او نور کرنیز توکي د ایران او پاکستان بازارونو ته رسېږي. دا کار نه یوازې د بزګرانو عواید زیاتوي، بلکې د کرنیزو محصولاتو کیفیت او تولید ته هم وده ورکوي. په صنعتي سکتور کې هم د سوداګرۍ زیاتوالی د کارخونو فعالیت، د تولید زیاتوالی او د نویو تولیدي ټکنالوژیو د راوړلو سبب کېږي.
۴. سیمهییزه همکاري او سیاسي اړیکې:
د سوداګرۍ پراخوالی د هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې ټینګوي. کله چې سوداګریز تړونونه او تجارتي همکارۍ پراخې شي، نو د سیاسي او امنیتي همکارۍ زمینه هم برابرېږي. په سیمه کې د ثبات او ګډو پروژو د تطبیق امکانات لوړېږي، چې د خلکو لپاره د ژوند شرایط نور هم ښه کوي.
۵. د سوداګرۍ په زیاتوالي د ژوند کیفیت ښه کېدل:
د سوداګرۍ زیاتوالی په مستقیم ډول د خلکو ژوند ته ګټه رسوي. د عوایدو زیاتوالی، د خوراکي توکو د لاسرسي اسانتیا، د نوو کاري فرصتونو رامنځته کېدل او د اقتصادي امنیت لوړوالی ټول د دې پایلې برخه دي چې خلک خپل ژوند په ښه توګه پرمخ بېوی شي.
په پایله کې، د اقتصادي کارپوهانو په خبره د افغانستان او ایران او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالی نه یوازې اقتصادي ګټه لري، بلکې د خلکو د ژوند کچه لوړه کوي، د کرنې او تولید سکتورونو وده هڅوي او سیمهییز ثبات ته وده ورکوي. دا یوه داسې پراخه اغېزه ده چې د څو اړخیزو فرصتونو او ګټو سبب ګرځي.









