۷۰ کاله وروسته لومړی ځل سعودي د الکولي څښاک لومړنی پلورنځی پرانیزي

GETTY IMAGES

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، یو کارګر په ریاض کې په یوه بار کې غیر الکولي مشروبات ګډوي، خو ښايي ډېر ژر د سعودي په پلازمېنه کې الکولي مشروبات وپلورل شي

سعودي عربستان ویلي، ۷۰ کلونه وروسته په لومړي ځل په ریاض کې د نامسلمانو بهرنیانو لپاره د الکولي څښاک یو پلورنځی پرانیستل کېږي.

په دې څښاک‌ځای کې به هغه دیپلوماتان څښاک کولی شي، چې څو کاله یې پخپلو بندو دیپلوماتیکو بکسونو کې شراب راوړل.

سعودي چارواکي وايي دا پلورنځی به د "الکولو د ناقانونه سوداګرۍ" سره مبارزه وکړي.

په سعودي کې له ۱۹۵۲ کال راهیسې وروسته له هغه د شرابو پر پلور قانوني بندیز ولګېد چې د پاچا عبدالعزیز یوه زوی پر یوه نشه بریتانوي دیپلومات ډزې وکړې.

فرانس پرېس او رویټرز خبري اژانسونو ویلي، دا نوی پلورنځی د ریاض په یوه دیپلوماتیکه سیمه کې پرانیستل کېږي.

یوې باخبره سرچینې ویلي، په پام کې ده چې دا پلورنځی به څو اونیو کې پرانیستل شي، خو لاندې بندیزونه به پکې وي:

  • هغه دیپلوماتان چې غواړي هلته الکولي څښاک وکړي، باید له وړاندې ځانونه ثبت کړي او د حکومت اجازه ولري.
  • له ۲۱ کلونو د ټیټ عمر کسانو ته اجازه نه شته چې دې پلورنځي ته ورشي.
  • د پخوا په شان الکول څښونکی هلته د خپل ځان پر ځای د شرابو پېرلو لپاره بل څوک نه شي استولی.

د سعودي په اوسني قانون کې د هغو بهرنیانو لپاره چې اجازه ونه لري د شرابو ساتلو یا څښلو سزا زنداني کېدل، په عام محضر کې په دُرو وهل یا له هېواده شړل شامل دي.

دا د سعودي د ۲۰۳۰ لید په نامه نوښت یوه برخه ده، چې اوسني ولیعهد محمد بن سلمان یې څه کاله مخکې نوی پلان اعلان کړ.

د خلیج نور هېوادونه هم د الکولو څښلو په تړاو ورته اجرآت لري.

خو متحده عربي امارت او قطر په هوټلونو، کلبونو او له ۲۱ کلونو د لوړ عمر نامسلمانو بهرنیانو په شرابخونو کې د الکولي څښاک د پېرلو اجازه ورکړې ده.

سعودي تر ۱۹۵۲ کال پورې د الکولي څښاک اجازه ورکړې وه، خو دا چاره وروسته له هغه بدله شوه چې شهزاده مشاري بن عبدالعزیز آل سعود په جده کې پر بریتانوي مرستیال کونسل سیریل عثمان وروسته له هغه ډزې وکړې چې په یوه محفل کې یې له شرابو پرته له نور څښاک ډډه وکړه.

له پېښې یو کال وروسته پاچا عبدالعزیز پر الکولي څښاک بشپړ بندیز ولګاوه او مشاري یې په قتل محکوم کړ.