سعودیانو د امریکایۍ سندرغاړې سندرو ته شپه سبا کړه

ماریا

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، ماریا ته ناست کسان چکچکې کوي.

د سعودي عربستان پاچا عبدالله اقتصادي سیلاني ښار کې د لومړي ځل لپاره امریکایۍ سندرغاړې ماریا کاري تر ګهیځه سندرې وویلې، چې پر خواله رسنیو عربانو له هرکلي ډکه د سندرو مېله بللې ده.

د سندرو دا مېله د فبرورۍ پر دویمه د سعودي عربستان لوېدیځ جدې ښار د پاچا عبدالله اقتصادي ښارګوټي کې ترسره شوې ده.

د ماريا کاري د سندرو ته ګڼ مینه وال ورغلي وو.

ماریا کاري په دې جشن کې ځلېدونکی تور کمیس اغوستی و، چې د کتونکو په وینا، بدن یې ترې نه ښکارېده او یو څه "حیاناکه" ښکارېده.

دغه سندرغاړې په دوه رنګه کالیو کې د سندرو مېز ته ختلې ده، په دویم ځل یې لنډ کمیس اغوستی خو لستوڼي یې اوږده وو.

ځینو فعالانو او خواله رسنیو کارنو د دې مېلې وېډیوګانې پر خواله لاس په لاس کړې دي. په یوه وېډیو کې ماریا د سندرو ویلو سټیج ته خېژي او پرته له دې چې له مینه والو سره د زړه خواله وکړي، سم لاسي سندرې پیلوي.

ماریا ته ناست کسان چکچکې کوي.

جده ښار کې د پاچا عبدالله اقتصادي ښار یوه اونۍ وړاندې پر ټویټر اعلان وکړ، چې د ماریا کاري دا محفل به د جنورۍ میاشتې په پای کې ترسره کېږي.

په یاد ټویټ کې راغلي: "په سعودي کې د لومړي ځل لپاره، د ساتېرۍ ځای په یوه هنري شپه کې نړیواله هنرمنده ماریا کاري د ګولف نړیوالو سیالیو پرمهال سندرې وویلې."

د ماریا کاري ویاند په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "په سعودي عربستان کې د لومړنۍ نړیوالې هنرمندې په توګه، ماریا ددې مراسمو پر کلتوري اهمیت ښه پوهېده. دې غوښتل سعودیانو ته ته الهام ورکړي او ویې هڅوي."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د برتانیا "ډیلي مېل" ورځپانې ویلي، ماریا چې د سندرو سټیج ته وختله، ناستو خلکو ته یې وویل: "نن شپه ستاسې په لیدو ډېره خوشاله یم."

تېر کال هم سعودي عربستان کې سعودي سندرغاړي محمد عبده ډېرې سندرې وویلې، همدارنګه سعودي هنرمند رابح صقر او عراقي سندرغاړي ماجد المهندس هم د سندرو کانسرټونه جوړ کړل.