بریتانوي شرکت افغانستان ته د سیلانیانو استولو اسانتیاوې برابروي

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو حکومت وایي یو بریتانوي شرکت افغانستان ته د سیلانیانو استولو اسانتیاوې برابري. د افغان تول دولتي شرکت مشر وایي د یاد شرکت مسئولانو ته یې ډاډ ورکړی چې سیلانیانو سره د امنیت ساتنې او نورو برخو کې هر ډول همکاري کوي.

څو ورځې وړاندې ځينو بریتانوي رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړل چې د ګرځندوی او سیاحت په برخه کې فعال یو د بریتانوي وګړو یو شرکت افغانستان ته سیلانیانو استولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کوي.

د مالوماتو له مخې له وړاندې یاد شرکت ځينې سیلانیان افغانستان ته بېولي هم دي.

خو د دې شرکت دوه بریتانوي مسئولان چې دا مهال په افغانستان کې دي له طالب چارواکو سره په خبرو بوخت دي چې خپل دې فعالیت په برخه کې د هغوی ملاتړ او ډاډ تر لاسه کړي.

دغه دوه بریتانوي وګړو چې د افغانستان ګڼو ولایتونو ته تللي، وایي افغانستان له هر پلوه د سیل ځانګړي ځایونه لري چې په ډېرو نورو هیوادونه کې یې ساری نشته.

د جوزیف سکلفر په نامه یو له دغو بریتانوي وګړو یاد څرګندونې د افغان تور دولتي شرکت له مشر سره په لیدنه کې کړې.

نوموړی زیاتوي: "له پخوا ځينې ستونزې شته، ځکه ځينو سیمو ته د بهرنیانو ورتګ ناورین راوړی او خلک اوس هم ویره لري، خو موږ سیلانیان دا ذهنیت بدلولی شو، چې موږ د افغانستان د خلکو لپاره ښه څه راوړو. بهرنیان به دلته له راتګه خوند واخلي او د افغانستان خلک به ګټه وکړي. ابل دا چې کله بهرنیان او امریکایان دلته وو، فساد وو هغوي پریمانه پيسې ویشلې، نو ځکه د افغانستان ګرځندوی صنعت پایښت او ټیکاو ته اړتیا لري".

بامیان

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړی وایې دوی به خپل ملګري او نور وهڅوي چې افغانستان ته راشي، خو زیاتوي چې په رسنیو کې لاهم منفي خبرې دي چې ګواکي په افغانستان کې امنیت نشته او په ځانګړي ډول هغو خلکو ته ګواښ دی چې له مخکني نظام سره یې اړیکي درلودل ، خو تمه څرګندوي چې وضعیت به بدلون وکړي.

په همدې حال کې د طالبانو په حکومت کې د افغان تور دولتي شرکت مشر محمد نبي بها وایي چې د امنیت او نورو برخو کې بهرنیو سیلانیانو ته اسانتیاوې برابروي.

له دې وړاندې هم د طالبانو حکومت ویلي چې په تیرو نږدې دوو کلونو کې ډير شمیر بهرني سیلانیان ورغلي دي خو کره شمېر یې مالوم نه دی.

د تېر ۲۰۲۲ کال په ډيسمبر میاشت کې د طالبانو حکومت دا اعلان هم وکړ چې له بهرنیو سیلانیانو سره یې د۴۲ میلیونو ډالرو په ارزښت د قانوني ښکار کولو تړونونه لاسلیک کړي دي.