د نړۍ تر ټولو ستر او ۱۱۰ کلن تمساح په بند کې مړ شوی

د عکس سرچینه، Reuters
د نړۍ تر ټولو ستر تمساح چې د استرالیا د یوې ځنګلي سیمې په یوه خوندي ځای کې ساتل کېده مړ شوی دی.
د مالګينو اوبو دغه نر تمساح په ۱۹۸۰یمو کلونو کې د استرالیا په شمالي سیمه کې ونیول شو او بیا د کوینزلېنډ په یوه ټاپو کې خوندي ځای کې ساتل کېده.
کاسیوس په دغه سیمه کې په یوه ځنګله کې ژوند کاوه چې پر څارویو او د بېړیو پر څرخو یا پروپیلرونو د بریدونو له امله مشهور شوی و.
کاسیوس پنځه نیم متره اوږدوالی، شاوخوا یو ټن وزن او ۱۱۰ کاله عمر لاره خو د عمر په تړاو یې څوک کره معلومات نه لري.
په ۲۰۱۱ کال کې د کاسیوس نوم د تر ټولو سترې ساتل کېدونکي تمساح په توګه د ګینیز ریکارډونو په کتاب کې ثبت شو.
د دغه تمساح ساتونکي بنسټ مرین لېنډ میلانیسیا پر خواله رسنیو یوه پوسټ کې لیکلي، کاسیوس "زموږ ګران ملګری" او "زموږ د کورنۍ یو ویاړلی غړی" و.
د ای بي سي د راپور له مخې، د دغه بنسټ مشر جورج کرېګ کاسیوس په ۱۹۸۷ کال کې پېرلی و او کابو ۳۷ کاله یې وساته.
یاد بنسټ ویلي، کاسیوس ډېر زوړ شوی و او داسې انګېرل کېده چې تر نورو تمساح کانو یې ډېر ژوند کړی دی.
د مرین لېنډ میلانیسیا بنسټ ویلي، هغه به په ژوره توګه د خلکو یاد کې پاتې شي او له ټولو هغو کسانو یې مننه کړې چې د کاسیوس لیدو ته ور رغلي او هغه ته یې مینه ور کړې ده.

د عکس سرچینه، EPA








