بې ډرایوره موټر؛ ښايي بریتانیا کې د ۲۰۲۶ کال تر پایه پر لویو لارو وچلېږي

د عکس سرچینه، ALAMY
د بریتانیا ترانسپورت وزارت وايي، بې ډرایوره موټرې ښايي بریتانیا کې د ۲۰۲۶ کال تر پایه لویو لارو کې وچلېږي.
د دغه هېواد ترانسپورت وزیر مارک هارپر بي بي سي ته ویلي، د دې موټرو لرونکي به پرته له دې چې پخپله موټر وچلوي، له یوه ځایه بل ځای ته سفر پکې کولی شي.
تېره میاشت بریتانیا لویو لارو ته د بې ډرایوره (اتومات) موټرو د را ایستلو لپاره د نویو قوانینو جوړولو یو لړ پلانونه اعلان کړل.
خو منتقدین د حکومت د دې پرېکړې په ځواب کې وايي، که دا ټکنالوژي لا هم کارونې ته چمتو نه وي ښايي را ایستل یې د ترافیکي پېښو زیاتېدو لامل شي.
ښاغلي هارپر نن چارشنبه د بي بي سي راډيو ۴ خپرونې ته ویلي"ما شخصا په کلفورنیا کې دا تکنالوژې وکاروله، خلک باید د خوندیتوب پر مناسبې تګلارې باور ولري."
نوموړي زیاته کړې: "پارلمان کې د دې قانون پر تصویب کار روان دی، نو تمه لرو چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه یې د بریتانیا له پارلمانه ترلاسه کړو."
ښاغلي هارپر دا هم ویلي، چې ښايي د ۲۰۲۶ کال په پیل کې خلک د دې بې ډرایوره موټرو ځینې عناصر او پرزې هم ولیدلی شي چې د داسې موټر چلولو ظرفیت لري.

د عکس سرچینه، REUTERS
هغې ټینګار وکړ، چې دا موټرې به ورو ورو بازار ته راووځي، دا په فرد پورې اړه لري چې غواړي ویې کاروي که نه.
نوموړي ترافیکي پېښو ته اشارې وکړه، چې لامل یې په ترافیکي قوانینو کې د موټر چلوونکو بې غوري یاده شوې.
هغه وايي: "د دې موټرو په کارولو سره به د سړکونو خوندیتوب زیات شي، دا نه یوازې مساپر او موټر چلوونکو لپاره ګټور دی بلکه پلي کسانو، بایسکل چلوونکو او د نورو زیانمنو کسانو د خوندیتوب لپاره هم ښه دی."
د امریکا او چین پر سړکونو بې ډرایوره موټرې میلیونونه مایله مزل کوي خو بریتانیا لا هم پکې له احتیاطه کار اخلي.
سره له دې چې دا موټر بې ډرایوره چلېږي خو تر پر سیټ باید کس ناست وي چې لاسونه یې پر شترېنګ او لارې ته وګوري.
یوازې Ford's Mustang Mach موټرې بریتانیا کې خلکو ته اجازه ورکوي چې د انګلستان، وېلز او سکاټلنډ د لویو لارو په ځینو برخو کې خپل لاسونه له شټرېنګ لیري کړي، سړک ته یې باید پام وي.










