برېښنايي موټر چې کورونه هم رڼا کوي
د پاکې او لمریزې برېښنا د ترلاسه کولو او کارولو له پاره نن سبا بېلابېلې لارې چارې ازمویل کېږي. د پورتو سانتو وړوکي ټاپو کې هم یو ازمايښتي پروګرام پېل شوی. کله چې لمر وي د برېښنايي موټرو بطرۍ برېښتا زېرمه کوي او د شپې یې بیرته د برېښنا سیستم ته ورکوي چې د خلکو کورونه پرې رڼا شي. کارپوهان تمه لري چې د برېښنا د زېرمه کولو دغه بڼه به ډېر ژر نړېواله شي. نور جزییات په دې رپوټ کې.