هغه وسله والې ډلې چې نړۍ د واکمنو په توګه ومنلې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, جیرمي هویل
- دنده, بي بي سي
د بریتانیا، امریکا او ترکیې په ګډون یو شمېر هېوادونو د سوریې له واکمن احمد الشرع سره دیپلوماتیک اړیکي ټینګ کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د هیئت تحریر الشام په نوم ډله، چې دی یې مشري کوي، په تېر کې له القاعده سره د اړیکو پالنې له کبله ګڼ شمېر هېوادونو یوه ترهګره ډله بللې وه.
امریکا متحدو ایالتونو په دا وروستیو کې هغه ۱۰ میلیونه ډالره انعام هم لغو کړی، چې د الشرع نیولو لپاره یې اعلان کړی و.
الشرع چې مخکې د ابو محمد الجولاني په نامه هم یادېده، اوس د هغو کسانو په کتار کې دی، چې مخکې یې نوم د ترهګرو په لیسټ کې شامل و، خو اوس د یوه مشروع سیاستوال په حیث پېژندل کېږي.
دلته د نړۍ له لر او بره د څلورو نورو ورته کسانو په هکله معلومات وړاندې کېږي.
مناخیم بګین - د ایرګون له مشرتابه د سولې نوبل تر جایزې پورې

د عکس سرچینه، Getty Images
مناخیم بګین د اسرائیل لومړی وزیر و، چې په ۱۹۷۸ کې یې د مصر له ولسمشر انور السادات سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه او د دواړو هېوادونو تر منځ ۳۰ کلن تاوتریخوالی پای ته ورسېد.
د سولې هغه توافق له مخې چې د کمپ ډېوډ هوکړې په نامه هم یادېږي، له کبله دواړو مشرانو ته د سولې نوبل جايزه ورکړل شوه. د یادونې ده، چې بګین له دې مخکې په ۱۹۴۰ کلونو کې د یهودانو ایرګون نومې وسله والې ډلې مشري کوله، چې د اسرائیلو هېواد رامنځته کولو په پار یې پر بریتانوي ځواکونو او فلسطینیانو وسله وال بریدونه کول.
بګین په ۱۹۱۳ کال کې په مخکینۍ روسۍ امپراتورۍ کې زېږېدلی و، په پولنډ کې یې زدکړې وکړې او د سخت دریځو ځوانو یهودانو صیهونیست تحریک سره ملګری شو، چې زیېوف جابوتنڅکي یې مشري کوله.
په دویمه نړیواله جګړه کې شوري ځواکونو ونیو او د پولنډ په پوځ کې یې له جرمنیانو سره د جګړې لپاره واستاوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پوځ له پرېښوولو وروسته دی بیت المقدس ته لاړ او د ایرګون زیوای لیومي نومې وسله وال ځواک مشر شو، چې په فلسطین کې یې د بریتانوي واکمنۍ پر ضد جګړه کوله.
ایرګون وسله والو په ۱۹۴۶ کال کې په بیت المقدس کې پاچا ډېوډ هوټل په بمونو والوځاوه، چې پایله کې یې ۹۱ کسان ووژل شول.
دې ډلې په ۱۹۴۸ کال کې بیت المقدس ته نژدې د دير الیاسین کلي فلسطینیانو په وژنو کې برخه واخیسته.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې سره د اسرائیل له رامنځته کېدو مخکې له فلسطینه د عربانو کډوالۍ بهیر چټک کړ.
د اسرائیل له رامنځته کېدو وروسته بیا بګین د ښي اړخه هیروت ګوند مشر شو او په ۱۹۷۷ کال کې د لیکود اتحاد مشر په توګه د اسرائیل لومړی وزیر وټاکل شو. د همدې کال په ترڅ کې بګین د مصر له ولسمشر انور السادات سره د سولې خبرې پیل کړې.
د دې خبرو پایله کې په ۱۹۷۸ کال کې د کمپ ډېوډ هوکړه وشوه او مصر لومړنی عربي هېواد شو، چې اسرائیل یې په رسمیت وپېژندل.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۱۹۷۸ کال کې په منځني ختیځ کې د سولې راوستو لپاره د ګډو هڅو لپاره سادات او بګین ته په شریکه د سولې نوبل جایزه ورکړل شوه. خو کله چې بګین د جایزې اخیستو لپاره د ناروې پلازمېنې اوسلو ته ورسېد، پر ضد یې داسې سختې مظاهرې وشوې، چې منتظمین اړ شول، مراسم د اکیرشوس په نامه کلا ته ولېږدوي.
بګین ته د سولې نوبل جایزې له ورکړې درې لسیزې مخکې په فلسطین کې واکمنو بریتانوي چارواکو بګین د ترهګرۍ په تور د بګین نیولو بدل کې د ۵۰ زره ډالرو انعام ورکولو اعلان کړی و.
یاسر عرفات د ازادۍ لپاره له جګړې بیا له اسرائیل سره تر سولې پورې

د عکس سرچینه، Getty Images
مخکیني فلسطیني مشر یاسر عرفات له اسرائیل سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه، چې له مخې یې فلسطیني اداره (پي اې) رامنځته شوه، چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په ځینو برخو او غزه کې فلسطینیانو ته د خپلې حکومتولۍ واک ورکوي.
دا هوکړه د اوسلو هوکړې په نامه یادېږي، چې په ۱۹۹۳ کال کې وشوه. عرفات په ۱۹۹۴ کال کې لومړنی فلسطینی ولسمشر شو. دی په ۲۰۰۴ کال کې د مړینې تر مهاله پر همدې رول پاتې شو، ده هم د سولې نوبل جایزه وګټله.
عرفات په ۱۹۲۹ کال کې د مصر پلازمېنه قاهره کې زېږېدلی و. پلار یې یو فلسطینی سوداګر و. نوموړي په مصر کې د لوړو زدکړو پر مهال پرېکړه وکړه، چې د اسرائیل پر ضد به وسله واله جګړه کوي، چې د هغه څه غچ واخلي، چې فلسطینیان یې النکبه یا د ۱۹۴۸ کال غمیزه بولي.
دا هغه مهال و، چې د اسرائیل په نامه هېواد رامنځته شو او نژدې ۷۵۰ زره فلسطینیان له خپل کور، کلي وتلو ته اړ شول.
عرفات په ۱۹۵۰ مو کلونو کې له یو شمېر نورو بهر مېشتو ملګرو سره د فلسطین ازادۍ تحریک الفتح رامنځته کړ او دی یې د پوځي څانګې مشر شو. له ۱۹۶۴ وروسته دوی د اسرائیل پر ضد له ګاونډیو هېوادونو چریکي جګړه پیل کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۱۹۶۹ کې بیا په منځني ختیځ او شمالي افریقا د عربي هېوادونو ټولنې عرب لیګ عرفات ته د فلسطین خپلواکۍ سازمان (پي ایل او) د مشر په توګه رایه ورکړه. د ۷۰مو او ۸۰ کلونو په اوږدو کې بیا د دې بېلابېلو ډلو د هدفي وژنو، بمي چاودنو او الوتکو تښتولو لړۍ ته دوام ورکړ.
عرفات هېڅکله د دې په هکله څه نه دي ویلي، خو د ترهګرۍ ردولو خبره یې کوله. ده به خپل ځان "د خپلواکۍ جنګیالی" باله. نوموړي په ۱۹۷۴ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا کې وویل، "زما په یوه لاس کې د زیتون ښاخ او په بل کې د ازادۍ جنګیالي وسله ده، مه پرېږدئ چې زما له لاسه د زیتون ښاخ ولوېږي. "
امریکا متحدو ایالتونو په ۱۹۸۷ کې پي ایل او ترهګره ډله وبلله او پر عرفات یې د امریکا سفر بندیز ولګاوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۱۹۸۸ کال کې بیا عرفات د پي ایل او په استازولۍ په عام محضر کې ترهګري وغندله. په ۱۹۹۳ کال کې ده له اسرائیل سره په اوسلو هوکړه کې روغه جوړه وکړه او د اسرائیل شتون یې ومانه.
په بدل کې فلسطینیانو ته په غزه او د لوېدیځې غاړې په ځینو برخو کې د پي اې له لارې د خپلې حکومتولۍ اجازه ورکړل شوه. له همدې کبله ده ته په ۱۹۹۴ کال کې د سولې نوبل جایزه ورکړل شوه.
عرفات چې مړ شو، د امریکا په ګډون د ۵۰ هېوادونو استازو یې په قاهره کې د جنازې په مراسمو کې برخه درلوده.
د ای ار اې مشر مارټین مک ګینیس چې د بریتانیا ملکې ته یې لاس ورکړ

د عکس سرچینه، Getty Images
مارټین مک ګینیس د لنډمهاله ای ار اې (ایرلنډ جمهوریت پوځ) یو لوړپوړی مشر و، چې په شمالي ایرلنډ کې یې د ترهګرۍ پېښو کې لاس درلود. دې ډلې له ۱۹۶۰ مو کلونو نیولې بیا ۱۹۹۰مو کلونو پورې د دې لپاره جګړه کوله، چې په شمالي ایرلنډ کې د بریتانیا واکمني پای ته ورسوي او د ايرلنډ دواړه برخې سره یو ځای کړي.
خو په ۱۹۸۸ کال کې د ګډفرایډې هوکړه کې د نوموړي رول له کبله چې درې لسیزې اوږد تاوتریخوالی ورسره پای ته ورسېد نوموړی د شمالي ایرلنډ د لومړي وزیر مرستیال په توګه وټاکل شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
دی په ۱۹۵۰ کال کې د شمالي ایرلنډ په وروسته پاتې لنډنرې کې زېږېدلی و او په ۱۹۶۰ مو کلونو کې له ای ار اې سره ملګری شو.
کله چې بریتانوي ځواکونو د ۱۹۷۲ کال په ترڅ کې (خونړۍ یکشنبې) پر ورځ په لنډنرې کې ۱۳ کسان ووژل، دی په اې ار اې کې دویم لوړپوړی مشر و.
وروسته په یوه پلټنه کې معلومه شوه، چې له وژل شویو کسانو یو هم د پوځیانو لپاره هېڅ ګواښ نه و رامنځته کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
مک ګینیس په ۱۹۷۳ کال کې د یوه داسې ګاډي تر څنګ ونیول شو، چې باروت او نژدې ۵۰۰۰ مرمۍ پکې بار وو او له همدې کبله زندان ته ولېږل شو. دی د یو شمېر مخبرانو، یرغمل کسانو په وژنه تورن شو او دغه راز پرې تور ولګېد چې ۱۹۸۷ کال کې د یوه بمي برید په هکله یې له مخکې معلومات درلودل، چې د یادګاري ورځې پر مارش شوی و. په هغه چاودنه کې ۱۱ کسان وژل شوي وو او نژدې ۶۰ کسان ټپیان شوي وو، ده په دې پېښه کې لاس درلودل رد کړي وو.
دی له بریتانوي استازو سره مذاکراتو کې هم شامل و، چې پایله کې یې ای ار اې اوربند وکړ او د ګډفرایډې په نامه د سولې هوکړه وشوه. په شمال ایرلنډ کې د لومړي وزیر مرستیال په توګه له ګومارل کېدو وروسته ده هغه کسان وغندل چې تاوتریخوالي ته یې دوام ورکاوه او دغه کسان یې د ایرلنډ ټاپو سره د "خیانت کوونکو" په نامه یادول.
نوموړي له دوه ځله زیات له ملکې الیزابیت ۲ سره ولیدل او هغې ته یې د روغبړ لپاره لاس ورکړ. دې ثابته کړه، چې وضعیت څنګه بدل شوی. په ۱۹۷۹ کال کې ای ار اې د ملکې خپلوان لارډ لوئس ماونټ باټن په داسې حال کې وواژه، چې نوموړي د ایرلنډ سمندرغاړې ته نژدې خپله کښتۍ چلوله.
ګوستاوو پیترو – د چریکانو ډلې غړی، چې د کولمبیا ولسمشر شو

د عکس سرچینه، Getty Images
ګوستاوو پیترو په ۲۰۲۲ کال کې د ۶۲ کالو په عمر د کولمبیا ولسمشر شو. دی د خپل هېواد په تاریخ کې لومړنی کیڼ اړخی ولسمشر و. دی له دې مخکې د (ایم – ۱۹) یا د اپریل ۱۹مې غورځنګ غړی و، چې د کولبمیا له خورا خونړیو وسله والو ډلو یوه وه او د وسلې ساتلو په تور په زندان سزا هم محکوم شوی و.
ګوستاوو پیترو د پلازمېنې بګوټا په ګاونډ کې د مالګې کانونو یوه سیمه زیپاقیورا کې لوی شوی و، چې د خورا بیوزلو خلکو سیمه ده. دی په ۱۷ کلنۍ کې له ایم – ۱۹ ډلې سره په داسې حال کې یو ځای شو، چې د اقتصاد په برخه کې یې زدکړې کولې.
دغې ډلې ته دا نوم د ۱۹۷۰ کال د هغې ورځې په مناسبت ورکړل شوی و، چې په کولمبیا کې ټاکنې وشوې او ډېری کیڼ اړخو داسې فکر کاوه، چې ټګي برګي پکې شوې وه. یادې ډلې په ۱۹۷۹ کې د بګوټا یوه پوځي مرکز ته د تونل کېندلو له لارې لاسرسی وموند او پرېمانه وسله یې غلا کړه.
دغې ډلې په ۱۹۸۰ کال کې د ډومنیک جمهوریت پر سفارت چاپه ووهله او هغه ۵۰ کسان یې یرغمل کړل، چې هلته د یوې مېلمستیا لپاره یو ځای شوي وو. پیترو بیا په هر ډول تاوتریخوالي کې لاس لرل، ردول. خو په ۱۹۸۵ کال کې بیا دی د وسلې ساتلو په تور ونیول شو.
ده ادعا کوله، چې دا هر څه پلان شوي وو او له نیول کېدو وروسته ورسره زور زیاتی شوی دی. نوموړي ته تر ۱۸ میاشتو پورې د پوځ په یوه توقیف ځای او زندان کې د بند سزا ورکړل شوې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه مهال چې پیترو په زندان کې و، ایم – ۱۹ ډلې په بګوټا کې (د عدالت پر مرکز) برید وکړ او سلګونه کسان یې یرغمل کړل. کولمبیا ځواکونو د ودانۍ بېرته نیولو لپاره تر ۲۷ ساعتونو پورې وسله واله نښته وکړه او په همدې ترڅ کې نژدې ۱۰۰ کسان ووژل شول.
په ۱۹۹۰ کال کې بیا ایم – ۱۹ غیر فعاله شوه او په یوه سیاسي ګوند بدله شوه، چې د ایم – ۱۹ دیموکراتیکې ټلوالې په نامه رسماً وپېژندل شوه. پیترو د کانګرېس غړي په توګه وټاکل شو، سناتور او د بګوټا ښاروال وټاکل شو. په ۲۰۲۲ کال کې بیا دی د ولسمشر په توګه وټاکل شو.







