د غزې اوربند تاريخي تړون څنګه له ټاکلې نېټې لس دقيقې مخکې بشپړ شو؟

د اوربند تړون

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسرائيلو او حماس مرکچيانو ترمنځ هېڅکله مخامخ ناسته نه ده شوې. خو د غزې اوربند تړون لپاره يې خبرو کې ترمنځ بېلتون يوازې د ودانۍ يو پوړ و.

د اوربند په اړه خبرې چې د قطر، مصر او امريکا منځګړو له لارې کېدې، له میاشتو په غځېدو وې، ځينې وختونه په کې داسې هم وو، چې د پرمختګ هېڅ څرک هم په کې نه لګېده. دا ځل بيا مهم لوبغاړي ټول دوحه کې د يوې ودانۍ دننه وو، او د خبرو بهير کې بيړه او وارخطايي وه.

يوه تړون ته رسېدا نژدې شوې وه، خو چارې د يوې سرچينې په وينا له وروستۍ شېبې مخکې په ناسمه لاړې، داسې حال کې چې د يوه سټېج يا دريځ پر چمتوالي کار روان و، چې د قطر لومړي وزير به اعلانولی.

دا سرچینه چې د اوربند له دغو خبرو سره اشنا وه ويل "په کره ډول، مرکچيان له خبري کنفرانس ۱۰ دقيقې مخکې هم په خبرو لګيا وو. په دې ډول چارې تر وروستۍ شېبې غځېدلې وې".

بي بي سي د خبرو ټولو اړخونو يو شمېر چارواکو سره خبرې کړې، چې وګوري د دغه پټ بهير وروستۍ سختې ورځې څنګه تېرې شوې.

بدلېدونکی دريځ

د هوکړې عام چوکاټ چې د جنورۍ پر ۱۵ پرې سلا وشوه، تر ډېره هماغه وړانديز و، چې ولسمشر بايډن تېره مې د سپينې ماڼۍ يوې وينا کې په ډاګه کړی و. دې اوسنۍ هوکړه کې هماغه درې پړاويز دريځ کارېدلی، چې اوربند به په کې و، د فلسطينيو بنديانو بدل کې به يرغمل شوي اسرائيليان خوشي کېدل، او د اسرائيلو پوځ به په تدريجي ډول له غزې واته.

خو داسې سرچينې چې له دغو بحثونو خبرې دي، مني چې د خبرو خوځنده ځواک په پرېکنده ډول د ډېسمبر منځ کې واوښت، او د خوځښت بهير یې بدل شو.

حماس چې له وړاندې يې ترې دوې مياشتې مخکې غزه کې د خپل مشر يحيی سنوار له وژل کېدو ګوزار خوړلی و، په زياتېدونکي ډول ګوښی شوی و. لبنان مېشتې ملګرې ډله یې حزب الله هم، په کلکو ګوزارونو ځپل شوې وه، او له اسرائيلو سره یې پر يوه اوربند هوکړه کړې وه. سوريه کې د بشار الاسد حکومت هم چې ايران یې ملاتړ کاوه، وپرځول شو.

واشنګټن کې سوچ دا دی، لکه يوه امريکايي چارواکي چې په ډاګه کوله، حماس د دې نظريې پرېښودو ته اړ شوی، چې "د ژغورولو لپاره يې د سپرو مرسته رارونه ده".

د بايډن ادارې يو جګپوړی چارواکی، چې د اوربند خبرو سره اشنا دی، وايي "په دې اړه چې په بنسټيز ډول معادله څنګه بدله شوه، مبالغه سخته ده، او دا چې د حماس حسابونو سره یې څه وکړل".

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

يوه اسرائيلي چارواکي، چې غوښتل یې نوم يې ياد نه شي، ويل حماس "بيړه کې نه و" چې يو تړون وکړي او د خبرو پر ځای یې "امرونه کول". دوی وايي دا حالت د سنوار له مرګ او سيمه کې د حماس ملګرو پر وړاندې د اسرائيلو له عملياتو وروسته بدل شو.

د دې ټولو سر کې، دغه چارواکي ويل، داسې "خوځنده ځواک هم و، چې د امريکا دواړو ادارو لوري رامنځته شوی و"، چې د بايډن سپينه ماڼۍ او هم د ټرمپ راتلونکې کاري ډله ده.

دغه چارواکي زياته کړه "تر هغه چې دغه حالت نه وی بدل شوی، داسې يوه تړون ته رسېدا نه شوی کېدی".

د ډېسمبر پر ۱۲ مه، د بايډن مرکچۍ ډله د اسرائيلو لومړي وزير بينیامين نتنياهو لیدو ته ورغله. د سپينې ماڼۍ ملي امنيت سلا کار جېک سوليوان، د منځني ختيځ استازی برېټ مکګورک او د سي ای اې مشر بېل برنز ټول د دغه پلاوي ګډونوال وو.

يوه امريکايي چارواکي چې د نامه نه يادولو په شرط یې خبرې کولې، ويل دا لیده کاته "څو ساعته" روان وو، او پام په کې پر "نوې سيمه ييزې معادلې" راغونډ و او دا چې "څنګه د لبنان له اوربنده" د غزې پر سر "د پراخو بحثونو يو بل پړاو" ته لېږدېدنه وشي.

بايډن

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، بايډن يې له دندې پرېښودو مخکې دغه تړون ته پر رسېدو ټينګار کاوه

دې پړاو کې بيا د شطرنج پر دړې يو بل لوبغاړی هم راغلی و: ډونلډ ټرمپ.

د ډېسبر پر ۱۶ مه، د ټرمپ له بري څو اوونۍ وروسته، بي بي سي د حماس يوه چارواکي سره خبرې وکړې، چې په ناعادي ډول د اوربند هڅو په اړه هيلمن و، او ويل يې دا هڅې لا ډېرې جدي ښکاري.

دغه چارواکي چې د ۲۰۲۳ کال له نومبر راهیسې یې د خبرو هره ټولګه کې ګډون کړی و، د دې واقعيت له مخې ډاډمن ښکارېده، چې د امريکا راتلونکي ولسمشر يوه سلاکار د خبرو منځګړو ته يو پيغام استولی و، دې ته یې په کې اشاره کوله، چې ټرمپ یې له لوړې مخکې د يوې هوکړې غوښتونکی دی.

ټرمپ د دې خبرداری هم ورکاوه، چې که حماس د يرغملو پر خوشي کولو سلا ونه کړه، "د دوزخ په څېر بيه به پرې کوي" خو فلسطينی چارواکی هيلمن و.

دغه چارواکي ويل "دا ځل به فشار يوازې پر حماس نه وي، لکه د بايډن تر ادارې لاندې چې ورسره عادت شوي وو". ده ويل "پر نتنياهو به هم فشار وي. دی داسې څوک دی چې د تړون مخه نیسي، او ټرمپ داسې ښکاري پر دې ډېر ښه پوهېږي."

ناريښتيني سهارونه

خو د همدغه چارواکي وړاندوينه چې يو تړون ښايي له کرېسمېس مخکې وشي، زیات هيلمن ثابت شو.

د ډېسمبر اوږدو کې دا بهير له ستونزو ډک و. اسرائيلو په ښکاره دا خبره ردوله چې د لوړې کچې ټاکلي بندیان دې خوشي کړي، داسې حال کې چې سپينې ماڼۍ حماس تورناوه چې د يرغملو خوشي کولو پر لار خنډونه جوړوي.

د بايډن ادارې يوه چارواکي ويل "حماس پر دې هوکړه ردوله، او همدا هاغه وخت د هغو يرغملو نوملړ خپرولو پر لار يو خنډ و، چې د تړون لومړي پړاو کې به خوشي کېدل."

"دا خورا بنسټیزه خبره ده. دا د يرغملو خوشي کولو تړون دی. که د هغو يرغملو خوشي کولو نوملړ په اړه سلا ونه کړې چې خوشي کېږي به، نو کوم تړون نه شي کېدی."

همدغه چارواکي ويل حماس په دې اړه چې د يرغملو ځايونه ورته معلوم نه دي، "په بشپړ ډول ناسمې" ادعاوې کولې. دغه چارواکي زیاتوله "موږ همدا ليکه نيولې وه، او له سره مو د خبرو مېز تر هغه پرېښود چې حماس د يرغملو پر نوملړ هوکړه نه وه کړې."

اسرائيل

د عکس سرچینه، EPA

يوه اسرائيلي چارواکي چې نوم یې نه دی ياد شوی، ويلي، حماس غوښتل د ژونديو يرغملو شمېر پټ کړي او "هڅه یې کوله دا خبره وتپي چې دوی به يوازې مړي راستوي".

له خپله اړخه بيا حماس ویل اسرائيلو د تمې خلاف د يرغملو نوملړ ته ۱۱ نومونه وزيات کړل، چې غوښتل یې لومړي پړاو کې دې ازاد شي. حماس دوی د احتیاط سرتېري بلل او ځکه یې نو د ښځو، ټپيانو او په عمر مشرانو ترمنځ د خوشي کېدو وړتيا نه لرله، چې ټاکل شوې وه لومړي پړاو کې خوشي شي.

دروازه د قطريو او مصريو منځګړو پر وړاندې پرانيستې پرېښودل شوه، چې خپلې هڅې روانې وساتي او بيا د جنورۍ پر ۳ مه هغه مهال د پرمختګ څرک ولګېد، چې حماس یې بدل کې د اسرائيلو له زندانونو د ۱۱۰ فلسطينيو بنديانو خوشي کولو وړانديز وکړ، چې د عمر بند سزاوې تېروي.

دلته نو بيا د يوې سودا لپاره کوټلي شرطونه په ګوته شوي وو. د هر يرغمل بدل کې چې حماس یې بايد خوشي کړي، اسرائيلو بايد داسې څه برابرولی چې د تړون مسودې دوديزې وینا کې په "معادلې" يادېږي، ياد داسې شمېر چې سلا پرې شوې وي، او يا هم د فلسطينيو بنديانو ځانګړې پېژندګلوۍ دي.

يوه امريکايي چارواکي ويل "دا چې څومره فلسطيني بندیان به (له زندانه) ووځي يوه معادله شته. د بېلګې په ډول د ښځينه سرتېرې بدل کې يوه معادله شته. او په عمر مشرانو لپاره يوه معادله شته. او د ښځينه ملکیانو لپاره معادله شته. او پر دې ټولو کار شوی و، او د بنديانو نومونه، نوملړ کې سلګونه او سلګونه بنديان ياد شوي وو."

خبرو کې د تبادلې دوسيه، د هغو يرغملو بدل کې چې حماس سره دي، فلسطیني بنديان، په "معادلو" پېژندل کېدل.

اسرائيل

د عکس سرچینه، Reuters

د خبرو دې پړاو کې حماس هم له خپلو دوو هغو غوښتنو تېر شو، چې له اوږدو یې پرې ټينګار کاوه: لومړي پړاو کې له غزې د اسرائيليو ځواکونو بشپړه وتنه او يوه بشپړ اوربند ته د اسرائيلو رسمي ژمنتيا.

د يوه پرمختګ په احساسولو، د مصر منځګړي په بيړني ډول تورن جنرال احمد عبد الخالق، چې د مصر استخباراتو کې د فلسطينانو دوسيه څاري، دوحې ته واستاوه. د حماس له استازو سره يې له کتنې وروسته، د دې خبرې پخلی خوندی کړ، چې دا ډله به داسې څه کوي چې د حماس يوه جګپوړي چارواکي دردناکې په شاکېدنې بللې دي.

خو د جنورۍ پر ۶ مه، د يوه فلسطيني چارواکي په وينا، اسرائيلو هغه وړانديز چې حماس د ۱۱ يرغملو په اړه مخکې کړی و، رد کړ. حماس یې ځواب کې بي بي سي او نورو رسنيو ته يو نوملړ واستاوه، چې د ۳۴ اسرائيليو يرغملو نومونه په کې یاد شوي وو. دوې ورځې وروسته، نوملړ کې د يادو شوو يوه تن يوسف الزيادنه مړی، د غزې دننه وموندل شو.

نوملړ کې احتياط سرتېري هم وو، چې دا يې روښانوله، حماس غوښتل لومړي پړاو کې یې خوشي کړي.

دا د يوې داسې هڅې په څېر ښکارېده، چې له مخې یې نتنياهو ستونزې سره مخامخاوه، او د اسرائيلو دننه او د نړۍ لروبر يې د يرغملو کورنۍ پر ده فشار راوړلو ته غونډولې چې د تړون منلو ته یې اړ کړي.

دا يوه داسې اشاره هم وه، چې ښيي حماس تړون ته شا نه ده کړې.

څو متره لرې

ليدنې کتنې چې د دوحې لنډو شېبو ماښامنو ته غځېدلې وې، د خبرو وروستيو پړاونو کې عادي شوې وې.

د هغو چارواکو له خوا د ګڼو څرګندونو له مخې چې د خبرو له جزئياتو سره اشنا وو، دا لیده کاته تېره مياشت، په داسې څه بدل شوي وو، چې په هماغې يوې دوې پوړيزې ودانۍ کې له دواړو خواوو سره د "نژدېوالي خبرې" بلل کېدې.

يوه جګپوړي امريکايي چارواکي ويل، د حماس پلاوی لومړي پوړ کې و، داسې حال کې چې د اسرائيلو استازي برني پوړ کې وو. منځګړو يې ترمنځ پاڼې لېږدولې. د اسرائيلو ځواکونو وتلو وړانديزونو نخچې او د يرغملو او بنديانو په اړه جزئيات چې خوشي کولو لپاره ليکل شوي ښکته پورته کېدل.

دغه چارواکي ويل "دې کار خورا ډېر وخت نیوه، او بايد ووایم، دا ټول په ريښتيا هم تر وروستیو شېبو په بشپړه نه وو ثابت شوي".

د ودانۍ دننه دغو پلاويو د قطر او مصر له جګپوړو څېرو سره کتل. د هغوی ترمنځ چې له نژدې يې جزئياتو کې ښکېل وو، د قطر لومړی وزير محمد بن عبد الرحمان آل ثاني هم و.

نتنياهو

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د نتنياهو دفتر د لومړی وزير انځور خپور کړی، چې تړون ته له رسېدو وروسته يې ټرمپ سره پر ټليفانه خبرې کولې

پر دوو مهم برخو د خبرو وروستيو پړاوونو کې کار وشو: له حماس سره د يرغملو او له اسرائيلو سره د فلسطينيو بنديانو نوملړونه چې خوشي کېږي به، او لومړي پړاو کې غزه کې د استوګنې له سيمو د اسرائيلو ځواکونو د وتلو ځايونه.

د جنورۍ پر ۹ مه، فشار زيات شو. د ټرمپ استازی، د بايډن استازی او د مصر استخباراتو مشر د اتو ساعتونو جدي خبرو ناسته کې سره غونډ شول.

يوه جګپوړي مصري چارواکي بي بي سي ته ويل: "موږ يوې هوکړې ته د رسېدو تر ټولو نژدې ځای کې یوو."

د ۹۰٪ سلنه ځوړندو مسئلو پر سر هوکړې ته رسېدنه شوې وه، خو نورو خبرو ته هم اړتيا وه.

سټيو وېټکوف چې تازه د ټرمپ له لوري د منځني ختيځ استازی ټاکل شوی، تل ابيب ته واستول شو، چې نتنياهم سره وګوري. که څه هم لا په رسمي ډول یې دنده نه وه پيل کړې، د نيويارک ملکيتونو دغه لوی کاروباری لا ډېر دغو خبرو کې ښکېل شوی و، چې ټرمپ په کې ډېره لېوالتیا ښووله.

دی پر يوه داسې ماموريت لېږل کېده، چې بنسټيز ثابت شوی دی.

د لوبې پای

کله چې د ټرمپ کس د جنورۍ پر ۱۱ مه منځني ختيځ ته ورسېد، سبات، يا شنبه وه، چې د يهودانو اوونيزه ديني رخصتي ده.

له وېټکافه وغوښتل شول، مخکې له دې چې له نتنياهو سره وګوري د سبات تر تېرېدو دې انتظار شي، خو د دود خلاف استازي ونه منله، او ويې غوښتل چې د اسرائيلو له لومړي وزير سره سملاسي وګوري.

نتنياهو داسې ښکارېده، د کتنې پر مهال تر سختو نيوکو لاندې راغلی و او د ټرمپ ډلې له لوري دا مداخله چې د اسرائيلو حکومت اړ کړي خپل وروستي ملاحظات او يادښتونه څنګ ته کړي، داسې برېښېده مهم رول یې په کې لاره.

د راپورونو له مخې دا کتنه ترينګلې وه، او د امريکا راتلونکي ولسمشر له لوري نتنياهو ته پيغام روښانه و: ټرمپ يو تړون غواړي – نو اوس يې بشپړ کړئ.

پر دغو خبرو تبصره کې يوه اسرائيلي چارواکي چې د نامه نه يادولو غوښتنه یې کوله، ويل دا يوه "خورا مهمه کتنه" وه.

ټرمپ-وېټکاف

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سټيو وېټکاف چې د ملکيتونو يو کاروباری دی او له ټرمپ سره ګولف لوبه کوي، د منځني ختيخ لپاره د ده استازي په توګه غوره شوی

کله چې وېټکاف دوحې ته ستون شو، دی د خبرو خونه کې پاتې شو، د بايډن استازي مکګرک سره يې وخت تېر کړ، داسې څه کې چې دوو امريکاييو چارواکو د امريکا ډيپلوماسۍ کې "نژدې يو بې مخينې" لېږد وباله.

د حماس يو چارواکي باسم نعيم، العربيه ټلویزيون ته ويل، "ګومان يې نه کاوه چې کوم تړون دې شونی وي پرته له دې چې د ولسمشر ترمپ په مشرۍ راتلونکې ادارې فشار نه وی راوړی" – په ځانګړي ډول يې خبرو کې د وېټکاف شتون ياد کړ.

خو اوس دا واقعيت چې يو تړون نژدې شوی و، روښانه شوی و، او د خلکو هيلې په زياتېدو وې، په تېره بيا د يرغمل شوو کسانو کورنيو او د غزې دننه د بې ځايه شوو فلسطینانو ترمنځ.

د يوې سرچينې څرکندونو له مخې د خبرو وروستيو ۷۲ ساعتونو کې د لا کره ټکيو پر سر پرله پسې تګ راتګ کېده، دا چې تړون به څنګه پلی کېږي.

يوه سرچینه چې خبرو سره نژدې بلل کېږي، "د ترتيب او لوجسټيکي لارو چارو" په اړه هوکړې ته د رسېدو يادونه کړې چې څنګه به غزه کې يرغمل شوي کسان خوشي کېږي، او د اسرائيليو ځواکونو وتلو خوځښت به څنګه وي.

د جنورۍ پر ۱۲ مه يوه جګپوړي فلسطيني چارواکي چې د خبرو له بهير سره اشنا و، ويل "ټول چارواکي دلته يوه ودانۍ کې دي"، زياتوله يې "نن شپه به پرېکنده وي. موږ له يوې هوکړې يوازې څو ګامه لرې يوو".

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، لارۍ چې په مرستندويه توکو بار دي غزې ته د رفح بندر پر لارې، د اوربند له پيل کېدو مخکې په انتظار ولاړ دي

دا غونډه شپږ ساعته روانه وه – خو، لکه څو ځله چې پخوا هم شوي وو، لاره مخکې بنده شوه.

دا ځل راپورته شوی توپير، د غزې له جنوبه شمال ته د بې ځايه شوو کسانو د ستنېدو د مېکانېزم او جوړښت پر سر و.

اسرائيلو غوښتل ستنېدونکي او د دوی ګاډي وپلټي، چې ډاډه شي کوم وسله وال يا پوځي وسيلې په کې نه لېږدول کېږي، داسې خبره چې حماس رد کړه.

منځګړو وړانديز دا وکړ، چې پر ځای یې دې د قطر او مصر تخنيکي ډلې دا پلټنه وکړي. دواړې خواوې سره سلا شوې، او يو وروستی پاتې خنډ هم له مخې لرې شو.

د جنورۍ پر ۱۵ مه، د ماښام له شپږو بجو لږ وروسته، د حماس يوه مرکچي بي بي سي ته يوه پيغام کې وليکل: "هر څه پای ته ورسېدل."

د سټېج يا دريځ چمتوالی وشو.

يو تړون چې يو وخت ناشونی برېښېده، پای کې د شتون بڼه خپله کړه.