د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند هوکړه: پلان څه دی او دوام به وکړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, جیرمي هویل
- دنده, د بي بي سي نړیواله څانګه - د تشریحاتو برخه
اسرائیل او حماس په غزه کې د ۱۵ میاشتنۍ جګړې پای ته رسولو لپاره د اوربند یوې هوکړې ته رسېدلي دي. د اوربند له اعلان مخکې قطري منځګړو حماس او اسرائیل ته د اوربند هوکړې لپاره وړاندیز شوي شرايط وړاندې کړل.
د هوکړې له مخې به حماس د فلسطیني بندیانو خوشي کېدو بدل کې هغه کسان اسرائیل ته سپاري، چې دوی برمته کړي وو. پرون چهارشنبه سرچینو بي بي سي ته ویلي و، چې دواړه لوري د قطر پلازمېنه دوحه کې د ۶۰ ورځني اوربند په هکله یوې هوکړې ته نژدې شوي دي. خو اوس هم داسې یو شمېر مسائل شته، چې له کبله یې د دواړو لوریو تر منځ د دائمي اوربند پر وړاندې احتمالي خنډونه بلل کېږي.

د عکس سرچینه، Abir Sultan / EPA
د سولې پلان شرایط څه دي؟
امریکا متحدو ایالتونو مخکې داسې پراخه طرح وړاندې کړې وه، چې له مخې یې په غزه کې له ۱۵ میاشتو راهیسې جګړه پای ته ورسېږي. له هغه راهیسې د حماس او اسرائیلي استازو تر منځ په دوحه کې د امریکايي، مصري او قطري منځګړو له لارې پر جزیاتو خبرې روانې وې. قطري منځګړو اوس یوه مسوده وړاندې کړې، چې درې پړاونه لري او بالاخره به دائمي اوربند ته لاره هواره کړي.

د عکس سرچینه، Mohammed Saber / EPA
په لومړي پړاو کې د ۴۲ ورځو لپاره یو اوربند وړاندیز شوی، چې د فلسطینیانو یوې سرچینې یې بیا له رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې موده ۶۰ ورځې یاده کړې ده. د فلسطینیانو یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، حماس به د اوربند پر لومړۍ ورځ درې اسرائیلي یرغمل شوي کسان خوشي کړي
او په راتلونکو اونیو کې به د نورو یرغمل کسانو خوشي کېدو چاره ترسره شي. د رویټرز په رپوټ کې ویل شوي، چې د هوکړې په لومړي پړاو کې به ټولټال ۳۳ یرغمل اسرائیلیان خوشي شي. په دې کې به ښځې، ماشومان، چې ښځینه سرتېرې هم پکې شامل دي او له ۵۰ کلنۍ د زیات عمر کسان چې ټپیان یا ناروغان دي، شامل وي.

د عکس سرچینه، EPA
لومړی پړاو ۴۲ ورځې اوربند
اسرائیل کې تر ډېره باور دا دی، چې دا ډېری کسان تر اوسه ژوندي دي، خو حماس یې رسماً په هکله څه نه دي ویلي. اسرائیل وايي، د دوی په اند ۹۴ یرغمل کسان په غزه کې وو، چې د دوی په خبره فکر کېږي، چې ۳۴ مړه شوي دي. دې کې هغه څلور اسرائیلیان هم شامل دي، چې له جګړې مخکې تښتول شوي وو او دوه یې مړه شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
په مسوده کې ویل شوي، چې د اوربند پر ۱۶مه ورځ به اسرائیل او حماس د سولې پلان د دویم او درېیم پړاونو په هکله خبرې پیل کړي. په دې کې به د فلسطیني زندانیانو خوشي کېدو بدل کې د ټولو ژوندي پاتې یرغمل اسرائیلیانو خوشي کېدو پر موضوع خبرې وشي.
اسرائیل به بې ځایه شویو فلسطینیانو ته اجازه ورکړي، چې د غزې له سویله په شمال کې خپلو مېنو ته ستانه شي، خو د وسلې نه لېږدولو تالاشۍ شرط به پکې شامل وي. پلي کسان به د ساحلي سړک له لارې ځي. په موټرو کې تلونکي کسان به بیا د غزې په منځ د صلاح الدین لویې لارې تر څنګ د موازي لارې په واسطه شمالي غزې ته ستنېږي. د غزې دوه اعشاریه درې میلیونه نفوس نژدې ټولټال وګړو د اسرائیل هوايي بریدونو، وتلو امر یا ځمکنیو عملیاتو او جګړې له کبله کورونه پرې ایښي.
د اوربند له پيل څو ورځې وروسته به اسرائیلي ځواکونه د غزې په مرکز کې له نتزاریم دهلیز سیمې ووځي، چې له غزې تړانګې په تدریجي ډول د وتلو پروګرام یوه برخه ده. خو یو شمېر اسرائیلي ځواکونه به په فلاډلفیا نومي دهلیز کې پاتې شي، چې له مصر سره د غزې سویلي پولې ته نژدې سیمه کې دی.
د مصر او غزې تر منځ رفحا بندر به په تدریجي ډول د ناروغو او ټپیانو لپاره پرانیستل شي، چې د درملنې لپاره له غزې ووځي او نورو بشري مرستو ته به اجازه ورکړل شي، چې غزې ته ولېږدول شي.

د عکس سرچینه، Reuters
دویم پړاو؛ د پاتې یرغمل کسانو اسرائیل ته ستنېدل
په دویم پړاو کې به نور ژوندي پاتې یرغمل کسان خوشي شي، چې ځوان سرتېري، ځوان ملکي کسان پکې شامل دي او د مړو شویو یرغمل کسانو جسدونه به هم بېرته اسرائیل ته وسپارل شي. په بدل کې به اسرائیل هغه فلسطیني زندانیان خوشي کړي، چې ځینې یې د خونړیو بریدونو له کبله په اوږده موده زندان سزا محکوم شوي دي. یوې فلسطینۍ سرچینې له بي بي سي سره خبرو کې د دې زندانیانو شمېر ۱۰۰۰ کسانو پورې یاد کړی، خو د اسرائیل یوه حکومتي چارواکي بیا دا شمېر (سلګونه کسان) یاد کړی دی. د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د یوه فلسطیني مسوول کس له قوله ویل شوي، چې له زرو ډېر زندانیان به خوشي کېږي.
د رویټرز رپوټ کې ویل شوي، هغه فلسطینیان به نه خوشي کېږي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مې بریدونو په تړاو نیول شوي دي. اسرائیل ویلي، دوی به خپل ټول پوځیان یوازې په هغه صورت کې باسي، چې ټول یرغمل کسان خوشي شي.
د رپوټونو له مخې له هغه وروسته به دوی له اسرائیل سره پر پوله د غزې په ختیځو او شمالي برخو کې ۸۰۰ متره پراخه حائله سیمه یا بفرزون وساتي، چې له همدې ځایه د غزې امنیت څارنه وکړي.

د عکس سرچینه، Bashar Taleb / AFP / Getty Images
درېیم پړاو؛ د غزې بیارغاونه
تمه کېږي، چې د اوربند درېیم پړاو به د غزې بیا رغاونه او د پاتې مړو شویو یرغمل کسانو د جسدونو سپارنه وي. د یادونې ده، چې د غزې خورا پراخه برخه په کنډوالو بدله شوې او کېدای شي دا پړاو کلونه وخت ونیسي.

د عکس سرچینه، Bashar Taleb / AFP / Getty Images
هغه څه دي، چې تر اوسه یې پرېکړه نه ده شوې؟
د اوربند هوکړې پر دویم او درېیم پړاونو تر اوسه پورې د اسرائیل او حماس تر منځ هېڅ توافق نه دی شوی. د دې پړاونو په هکله به مذاکرات د اوربند پلي کېدو پر ۱۶مه ورځ پیل شي. خو ځینې پوښتنې لا هم پر ځای پاتې دي، چې یوه یې هم پر غزې د کنټرول په هکله ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
اسرائیل ردوي چې حماس ته پر غزې د واکمنۍ دوام اجازه ورکړل شي. اسرائیل په غزه کې د فلسطیني ادارې (پي اې) اداره هم نه مني، چې اوسمهال په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیل له لوري اشغال شوې سیمې هم اداره کوي. اسرائیل دغه راز د کړکېچ له پای ته رسېدو وروسته هم پر غزه د امنیتي څار غوښتنه کوي.
خو اسرائیل له متحدو عربي اماراتو او امریکا سره په شریکه د غزې حکومتولۍ لپاره د یوې موقتې ادارې پر پلان کار کوي، چې په پي اې کې د اصلاحاتو رامنځته کېدو تر مهال د چارو واګې سمبال کړي. له هغه وروسته به نوې اداره د دائمي حکومت په توګه چارې سمبالوي.

د عکس سرچینه، Amir Cohen / Getty Images
که د اسرائیل لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو له حماس سره د سولې بهیر په هکله هوکړې ته هم ورسېږی، ښايي و نه توانېږي، د خپلې کابینې ټولو غړو ته قناعت ورکړي. د اسرائیل ملي امنیت وزیر ایتمار بین ګویر او د اقتصاد وزیر بیزالیل سموتریچ له دې سره مخالفت کوي. سموتریچ پر خواله رسنیو لیکلي، چې دا هوکړه به د اسرائیل امنیت لپاره (غمیزه) وي او دی به یې ملاتړ و نه کړي.
د رپوټونو له مخې له حماس سره داسې اندېښنه هم شته، چې ښايي اسرائیل د یرغمل کسانو له ترلاسه کولو وروسته بېرته زور-زیاتی پیل کړي، چې د سولې پلان یوه پړاو په ترڅ کې به ورته سپارل کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
اسرائیل غواړي ټول یرغمل شوي کسان بېرته وروسپارل شي، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې څومره یرغمل شوي کسان مړه دي او څومره ژوندي پاتې دي او دا هم کېدای شي، چې د ځینو په هکله حماس هېڅ معلومات و نه لري.
اسرائیل د هغو زندانیانو له خوشي کولو هم انکار کوي، چې حماس غواړي خوشي شي. د رپوټونو له مخې په دې کې ځینې هغه کسان هم شامل دي، چې د اکتوبر ۷مې بریدونو په تړاو نیول شوي وو.
دا هم معلومه نه ده، چې اسرائیل به کله د غزې پر پوله له وړاندیز شوې حائلې سیمې خپل پوځیان باسي او که به یې د تل لپاره هلته ساتي.

د عکس سرچینه، Reuters
دا جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه د اسرائیل پر سویلي سیمو د حماس له بریدونو وروسته پیل شوې وه. په هغو بریدونو کې نژدې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور حماس وسله والو یرغمل کړل.
اسرائیل له هغه وروسته د حماس ځپلو لپاره په غزه کې بریدونه پیل کړل. د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت وايي، د اسرائیل په بریدونو کې د روان کال جنورۍ تر ۱۴مې پورې ۴۶ زره ۶۴۰ کسان وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters








