"ویده شهزاده" له دې نړۍ وکوچېد، دی څوک و؟

شهزاده خالد بن طلال خپل زوی شهزاده الولید د بې‌هوشۍ په ټولو کلونو کې تر پاملرنې لاندې نیولی و.

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، شهزاده خالد بن طلال خپل زوی شهزاده الولید د بې‌هوښۍ په ټولو کلونو کې تر پاملرنې لاندې نیولی و.

د سعودي عربستان شاهي دېوان د شنبې په ورځ د شهزاده الولید بن خالد بن طلال د مړینې اعلان وکړ. هغه د "ویده شهزاده" په نوم رسنیو کې پېژندل کېده او د ۳۵ کلونو په عمر وروسته له هغه ومړ چې شل کاله یې په کوما (بې‌هوښۍ) کې تېر کړل.

د هغه پلار، شهزاده خالد بن طلال د خپل زوی و مړینې ویر پر اېکس څرګند کړی او له دې ایت شریف سره یې لیکلي "يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ، ارْجِعِي إِلَىٰ رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً، فَادْخُلِي فِي عِبَادِي، وَادْخُلِي جَنَّتِي". د الله د قضاوت او تقدیر له مخې په پوره ایمان او ژورې خواشینۍ سره خپل ګران زوی، شهزاده الولید بن خالد بن طلال بن عبدالعزیز آل سعود، چې نن د خدای لور ته ستون شو، یادوو او دعاء ورته وایو. الله دې وبښي."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

 شهزاده خالد بن طلال سره یې انځور چې پکې هغه له خپل مرحوم زوی شهزاده الولید سره د ماشوموالي پر مهال ښکاري.

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، شهزاده خالد بن طلال سره یې انځور چې پکې هغه له خپل مرحوم زوی شهزاده الولید سره د ماشوموالي پر مهال ښکاري.

شهزاده مرحوم الولید بن خالد د ۱۹۹۰ کال زیږېدلی و او په ۲۰۰۵ کال کې هغه مهال د ترافیکي پېښې ښکار شو، چې د پوځي کالج زد‌کوونکی و. دغه پېښه د سر دننه د وینې بهېدو لامل شوه، چې له امله یې هغه په کوما (بې‌هوښۍ) کې پاتې شو او دې حالت یې له شلو کلونو زیات دوام وکړ.

هغه په ټوله دغه موده کې تر روغتیايي پاملرنې لاندې و او په سعودي عربستان کې د یوه بشري او نادرې طبي پېښې په توګه یې د خلکو پام ور اړولی و.

په بې‌هوښۍ کې د هغه مازې کوچنی خوځښت هم خلکو څاره.

د هغه کورنۍ په ۲۰۱۹ کال کې اعلان وکړ چې نوموړي خپل سر او کېڼ لاس خوځولی، خو نوموړی هېڅکله په بشپړه توګه په هوښ کې رانغی.

سږ کال له رسمي اعلان مخکې ځینې دروغ خبرونه خپاره شول، چې ګواکي شهزاده بیدار شوی، خو د سعودي سلطنتي کورنۍ دا خبرونه رد کړل، ان دا چې پلار یې رسماً مړینه اعلان کړه.‌

په تېرو شلو کلونو کې د "ویده شهزاده" په اړه خبرونه نه یوازې په سعودي عربستان، بلکې په ټوله عربي نړۍ کې د خلکو د پام وړ ګرځېدلي وو.

د هغه دا اوږده بې‌هوښي یوه کمیابه قضیه ګڼل کېږي او کورنۍ او پلار یې تر وروستۍ شېبې پورې د درملنې لپاره ژمن و او ټینګار یې کاوه چې باید درملنه یې وشي.