متقي د پاکستان بهرنیو چاور وزیر، د پوځ مشر او یو شمېر سیاسي مشرانو سره کتلي

Pakistan

د عکس سرچینه، BBhuttoZardari

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي چې د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی، د دغه هېواد د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر او یو شمیر سیاسي ګوندونو له مشرانو وروسته نن یکشنبه (د مې ۷مه) په اسلام اباد کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره کتلي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل د ټویټر یوه پیغام کې لیکلي چې په دې ناسته کې "د افغانستان-پاکستان پر اړوندو سياسي-اقتصادي، تجارتي، ټرانزيټي اړیکو او په یادو برخو کې د لازمو تسهیلاتو د رامنځته کولو په باب هر اړخيزې خبرې وشوې."

د هغه په وینا په دې لیدنه کې پاکستان ته د افغان کډوالو او سوداګرو د اسانه تګ راتګ په تړاو هم "اغېزمن بحثونه" ترسره شول.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د دې لیدنې په اړه اعلامیه کې ویلي چې "دواړو خواوو د سولې او امنیت او همدارنګه د سوداګرۍ او اتصال په ګډون د دوه اړخیزو اندېښنو پر مهمو مسلو باندې صادقانه او ژورې تبادلې وکړې. د بهرنیو چارو وزیرانو دوامداره او عملي ښکېلتیا تعقیبولو لپاره خپله هیله یو ځل بیا تایید کړه."

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي، چې بهرنیو چارو وزیرانو د سولې او امنیت برخه کې، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د دوه اړخیزو همکاریو پر ژورولو ټینګار وکړ."

په دې اعلامیه کې د سیمه ییز اقتصادي ادغام او اتصال لپاره د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو د لېرې کېدو د اهمیت یادونه هم شوې.

امیر خان متقي تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره کتلي وو.

ښاغلي تکل د دې لیدنې په اړه کاږلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سيمه‌ييز امنيت، د خلکو تګ راتګ کې په اسانتياوو او د افغان کډوالو په اړوندو مسايلو په اړه هر اړخيزې خبرې اترې پکې شوې دي.

پاکستان

د عکس سرچینه، HafizZia

د پاکستان پوځ بیا یوه اعلامیه کې لیکلي چې ښاغلي منیر په دې لیدنه کې "د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ او سختدریځۍ د ګډو ننګونو په اړه د رغنده مقابلې" او په دې برخه کې د طالبانو حکومت پر بشپړې ژمنتیا ټینګار کړی دی.

پاکستان وايي د پاکستاني طالبانو ډله "ټي ټي پي" له افغانستانه پاکستان کې بریدونه تنظیموي، خو افغان طالبان وايي چا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو سرپرست او ورسره مل پلاوي تېره شپه اسلام اباد کې د یو شمېر ملتپاله او مذهبي سیاسي ګوندونو له مشرانو سره هم کتلي وو.

په دوی کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی، د عوامي ملي ګوند د پښتونخوا مشر ایمل ولي خان، د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن او د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر مولانا سراج الحق هم شامل و.

پاکستان

د عکس سرچینه، HafizZia

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر له دغو دوه اړخیزو کتنو وړاندې تېره ورځ پاکستان کې د کوربه هېواد او چین له بهرنیو چارو وزیرانو سره درې اړخیزه ناسته کې برخه اخیستې وه.

په هغې ناسته کې د چین د بهرنیو چارو وزیر چېن ګانګ ویلي و، چې هېواد یې چمتو دی د افغانستان اقتصاد بیارغاونه کې همکاري او د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه وکړي.

خو هغه پر دې هم ټینګار کړی و، چې طالبانو ته په کار ده چې منځلارې کړنلارې غوره کړي او ټول ګډونه حکومت ته غاړه کېږدي.

دا دوی پنځمه درې اړخیزه ناسته وه.

د چین بهرنیو چار وزیر په ځانګړې توګه د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ وسله والو ته اشاره درلوده، چې چین وايي د غړي یې افغانستان کې فعال دي.