د افغان ماشوم د ځورونې وېډیو؛ ښوونیزو مرکزونو کې د ماشومانو خوندیتوب په اړه اندېښنې څه دي؟

- Author, مامون درانی
- دنده, بيبيسي
د یوه افغان ماشوم د ځورونې ویډیو په ښوونیزو مرکزونو کې د ماشومانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې رامنځ ته کړي. په وروستیو کې پر خواله رسنیو یوه مدرسه کې د یوه ښوونکي له لوري د خپل زدکوونکي د کړولو ویډیو په پراخ ډول خپره او غندل شوې ده.
په ښوونیزو مرکزونو کې د ماشومانو وهل په ځانګړې توګه مدرسو کې نه یوازې د افغانستان ستونزه ده، ډېرو نورو هېوادونو او ټولنو کې هم دا چاره شته او په ناوړه دود بدله شوې ده.
ددغه ډول پېښو وروستۍ یوه بېلګه یې د هغه کندهاري کوچني ده، چې په یوه مدرسه کې د خپل ښوونکي له خوا کړول کېږي او ویډیو یې پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه لرل.
په دې ویډیو کې د عبدالوارث په نوم یوه اوه کلن ماشوم نه د هغه ښوونکی غواړي، چې د ۱۳ شمېره ولیکي خو له تېروتنې وروسته هغه په پرله پسې ډول پر مخ څپېړې خوري.
دغه زدکوونکی غواړي په موسکا او ټوکو سره د خپل ښوونکي چلن بدل کړي خو دغه یوه دقیقه ویډیو کې ماشوم په دوامدار ډول زهیرول کېږي.
د وارث پلار نور احمد، چې په کندهار ښار کې ژرندګړی دی، وايي د خپل زوی له وهل کېدو هغه وخت خبر شو چې ویډیو یې پر خواله رسنۍ خپره او یو ګاونډي یې ور ښکاره کړه.
"د ویډیو په لیدلو مې فکر ډېر خراب شو او غوښتل مې له ښوونکي سره وګورم، خو ښوونکی خپله راغی او ماته یې ویل، له هغه نه مو ځکه ویډیو ثبت او بیا په څپېړه وواهه، چې زما ورسره ډېره مینه او محبت و."

نور احمد وايي، د دې ویډیو له خپرېدو سره د یوه شخصي ښوونځی مشر ورسره اړیکه نیولې او تر ۱۲ ټولګي پورې یې عبدالوارث ته د وړیا زدکړو فرصت برابر کړی.
خو دا یوازېنۍ او کمسارې کیسه نه ده، ډېری دا ګڼي، چې پر کوچنیانو د زدکړو پر وخت زور زیاتی یو دود پاتې دی.
تازه د خواله رسنۍ یو بل کاروونکي په کندهار کې د خپل زوی د وهلو تصویر خپور او ور سره لیکلي یې دي، چې نور به زوی مدرسې ته و نه لېږي.
په کندهار کې د اسلامي زدکړو امر مولوي احمد الله احمدي تازه پېښو ته په غبرګون کې وايي، چې نه یوازې هغه ښوونکي ته یې د دې کار د نه تکرار سپارښتنه کړې بلکې په ټولیزه توګه یې په ښوونیزو مرکزونو کې د فزیکي سزاګانو د نه ورکولو امر کړی دی.
"د شریعت له مخې ماشوم باید دومره و نه وهل شي، چې له درس او مدرسې نه زړه توری شي او که بیا هم یو څه وهل وي هغه باید پر مخ او یا سر نه وي، چې ورته زیان ورسوي."
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مشر ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په ښوونیز مرکزونو کې د کوچنیانو وهل او کړول په چورلټ توګه منع یادوي او وروستیو کې رامنځ ته شوې پېښې خپلسري کارونه بولي، چې د ده په خبره په کلکه توګه به یې مخنیوي کېږي.
"د پوهنې وزارت له خوا په ښوونځیو او مدارسو کې په مطلق ډول وهل منع دي او د تادیب لپاره نوري لارې شته."
خو مدرسه، چې خلک یې د روزنې او دیني ښوونو ځای بولي بیا ولې په کې د کوچني کړولو او سپکونوکو سزاګانو پېښې شته، دیني عالم قاري فضل ربي شاکر یې لامل عاطفي محرومیتونه یادوي.
"د مدرسې دوره د عاطفې او اقتصاد له اړخه د محرومیت ده او هغه د حقارت نسبتونه، چې د مدرسې زدکوونکو ته کېږي په عقده بدل او کله، چې هغه ښوونکي شي بیا د هغه عقدې له مخې رویه او غچ اخلي."
پر ماشومانو یې اغېز څه دی؟

د عکس سرچینه، EPA
جسمي سزاوې د افغانستان په ښوونیزو مرکزونو کې اوږدې ريښې لري، ان واک ته د طالبانو له بېرته راګرځېدو وړاندې د ښوونکو لپاره دا عادي خبره او له فزیکي مجازاتو څخه یې کار اخیست.
څېړونکی او په جرمني کې د پوهنتون استاد مجیب الرحمن اتل وايي، فزیکي او کلامي تاوتریخوالی پر کوچنيانو او زدکوونکو د پام وړ اوږدمهالې منفي اغېزې پرېږدي او د ده په ټکو ډېری وختونه د رواني ستونزو لامل کېږي لکه اضطراب، خپګان او د ځان ټیټ احساسول.
ښاغلی اتل وايي په ښوونیزو مرکزونو کې دا ډول سزاګاني د دې لامل کېږي، چې د زدکوونکي لېوالتیا له زدکړو سره لږ، په ټولګي کې فعالیت کمزوری او ناسوبتیا یې زیاته شي.
"د تېروتنو په صورت کې باید له زدکوونکي یا هم د هغه له کورنۍ سره د ستونزې حللاره ولټول شي، که بیا هم ستونزه حل نه شي باید له ارواپوهانو سره خبري او د حللاره ورته پیدا کړي."

ښاغلی اتل وايي په لوېدیځو هېوادونو کې د زدکوونکو د تنبیه او اصلاح لپاره کتبي خبرداری ورکول کېږي، څو زدکوونکي ځان کې اصلاح راولي.
د افغانستان د پوهنې د قانون ۳۹ ماده کې په واضح ډول په ښوونیزو مرکزونو کې هر ډول مجازات منع بلل شوي او په دغه ماده کې راغلي "د زدکوونکو هر ډول جسمي او روحي مجازات، آن د هغوی د اصلاح او سزا لپاره هم منع دي." او سرغړونکي به له قانوني چلند سره مخامخ شي.
خو په افغانستان کې د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۰۸ کال یوې څېړنې موندلې وه، چې د کوچنیانو پر وړاندې له پراخه کچه له تاوتریخوالي ګټه اخیستل کېږي او په ټولیز ډول په افغاني ټولنه، کورنۍ او ښوونیزو مرکزونو کې منل شوې ده.
په خط کش، لښته، څپېړه او قمچینه وهل د زدکوونکو لپاره د انضباطي سزا ګانو په توګه کارول کېږي.
د عبدالوارث په څېر کوچنیان، چې په ښوونیزو مرکزونو کې د وهلو له ترخو تجربو سره مخ شوي، کله چې دوی لوی شي له دوی څه تمه کېدای شي؟











