د یوه مسلمان زدکوونکي په څپېړې وهلو له کبله هند کې ښوونځی وتړل شو

د عکس سرچینه، ANI
د هند اتر پردیش ایالت چارواکو د هغه خصوصي ښوونځي دروازې ته قلف اچولی چې یوې ښوونکې یې زدکوونکو ته د دوی د یوه مسلمان همټولګیوال په څپېړو وهلو امر کړی و.
چارواکو ویلي د (نها) په نامه دا ښوونځی یې ځکه تړلی چې "د پوهنې معیارونه یې په پام کې نه دي نیولي".
د چارواکو په خبره، د دغه ښوونځي زدکوونکي به یوه بل حکومتي ښوونځي یا نورو نژدې ښوونځیو ته ولېږدول شي.
په ورته وخت کې، ښوونکې تریپتا تیاجي اېن ډي ټي وي خبري اژانس ته ویلي دا له خپلو کړو "خجالت نه" ده.
د ماشوم کورنۍ ویلي، زوی یې وهل شوی ځکه چې د ضرب جدول کې تېروتی دی.
پر خواله رسنیو یوه وېډیو ډېره لاس په لاس شوې چې تیاجي په یوه کوچني خصوصي ښوونځي کې له خپلو زدکوونکو غواړي چې خپل اوه کلن مسلمان همټولګیوال په څپېړو ووهي.
دا پېښه د اتر پردیش ایالت په مظفرنګر سیمه کې شوې ده.
په وېډیو کې د ښوونکې غږ هم راغلی، ماشوم ولاړ دی او ژاړي او ښوونکې نورو زدکوونکو ته وايي: "ولې یې دومره ورو وهئ؟ په زوره یې ووهئ".
دا زیاتوي: "پر ملا یې ووهئ... مخ یې سور اوښتی، اوس یې په ملا ووهئ".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
NDTV په یوه رپوټ کې ویليو چې تیپتا تیاجي په یوه وېډیويي پیغام کې ویلي، چې د دغه مسلمان زدکوونکي د وهلو تر شا هېڅ کومه انګیزه نه وه. دا وايي "تېروتنه مې کړې" او د بښلو غوښتنه کوي.
دغه ۶۰ کلنه ښوونکې او د ښوونځي مدیره وايي: "تېروتنه مې وکړه، خو انګیزه یې د هندو-مسلمان ترمنځ توپیر نه و، ماشومانو خپلې کورنۍ دندې نه وې ترسره کړې او زما نیت دا و چې ډاډمنه شم دوی خپل درس زدکړی دی".
دا وايي: "زه له ځایه نه شوای پورته کېدلی، نو ځکه مې له ځینو ماشومانو وغوښتل چې له سبق پیلولو مخکې هغه یو څو څپېړې ووهي."
د قرباني شوي ماشوم پلار پولیس په دې پېښه خبر کړي او ماشوم یې له ښوونځي ایستلی دی، خو کوم تور یې نه دی لګولی.
پر خواله رسنیو دې وېډیو د خلکو غوسه راپارولې ده او ګڼو خواله سنیو کاروونکو د ښوونکې پر ضد د ګام اخیستو غوښتنه کړې ده.
وړاندې، قاضي په جلا وېډیويي بیان کې ویلي وو، د قرباني شوي هلک پلار د مظفرنګر سیمې (هلته چې پېښه رامنځ ته شوې) پولیسو ته خپل شکایت کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
مخالف مشر راهول ګاندي پر واکمن بهارتیا جنتا هندو ګوند د هند په لر و بر کې د مذهبي تعصب تور لګولی دی.
ګاندي پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي:"د بېګنا ماشومانو په عقلونو کې یې د تعصب زهر پیچکاري کړي او د ښوونځي په شان سپېڅلی ځای یې د کرکې پر بازار اړولی دی".
دی زیاتوي: "تر دې ناوړه به بل څه وي چې یو ښوونکی یې خپل هېواد ته وکړي. دا د بهارتیا جنتا ګوند هغه کرکه ده چې د اور تاو یې د هېواد هرې برخې ته رسېدلی دی".
حقوقي ډلو ویلي، په هند کې د مسلمانو لږکیو پرضد کرکه او تاوتریخوالی په ۲۰۱۴ کال واک ته د نریندرا مودي له رسېدو وروسته په ډېرېدو دی.
دغه ګوند له ۲۰۱۷ کال راهیسې په اتر پردیش ایالت کې واکمن دی، دې ګوند هلته یو هندو مذهبي مشر یوګي ادیتیانات د مودي د احتمالي استازي په توګه ټاکلی دی.
د هغه په واکمنۍ کې هندو ډلو د غوا ساتنې د ملاتړ په پلمه یو لړ بریدونه کړي او له کرکې ډکې داسې کړې یې کړې چې په ایالت کې د مسلمانو وګړو زړونو کې یې وېره ډېره کړې ده.
هندوان غوا یو سپېڅلی حیوان ګڼي. د هند په هاریانا ایالت کې د غوا حلالول او یا یې غوښه خرڅول ناقانونه کار دی، خو په نورو ایالتونو کې بیا ناقانون نه دی.











