"هندۍ ښوونکې زدکوونکو ته د مسلمان شاګرد وهلو امر کړی"

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
هندي پولیس د هغې وېډیو په اړه څېړنه کوي چې پر انټرنېټ خپره شوې او د لومړني ښوونځي یوه ښوونکې پکې له خپلو زدکوونکو غواړي چې خپل یو مسلمان ملګری/همټولګیوال په څپېړو ووهي.
د زدکوونکي په داسې حالت کې وېډیو اخیستل شوې چې د وهل کېدو پر مهال ژاړي، خو ظاهرا ویل شوي چې ګنې د ضرب په جدول کې تېروتی دی.
پېښه د پنجشنبې په ورځ د هند شمال اوتر پردیش ایالت اوتار یوه خصوصي ښوونځي کې شوې ده.
په وېډیو کې د ښوونکې غږ هم راغلی، ماشوم ولاړ دی او ژاړي او ښوونکې ماشومانو ته وايي "ولې یې ورو وهئ؟ په زوره یې ووهئ".
دا زیاتوي: "پر ملا یې ووهئ... مخ یې سور اوښتی، په ملا یې ووهئ".
د ساتیانارایان د پولیسو مفتش ویلي، دا وېډیو د همدې پېښې ده.
پر خواله رسنیو هغه یوه وېډیو کې ویلي: "د ښوونکې پر ضد به اداري اجرات وشي".
قاضي په جلا وېډیويي بیان کې ویلي، د قرباني شوي هلک پلار د مظفرنګر سیمې (هلته چې پېښه رامنځ ته شوې) پولیسو ته خپل شکایت کړی.
پر خواله رسنیو دې پېښې ډېره غوغا او تود بحث رامنځ ته کړی.
مخالف مشر راهول ګاندي پر واکمن بهارتیا جنتا هندو ګوند د هند په لر و بر کې د مذهبي تعصب تور لګولی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ګاندي پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي:"د بېګنا ماشومانو په عقلونو کې یې د تعصب زهر پیچکاري کړي او د ښوونځي په شان سپېڅلی ځای یې د کرکې پر بازار اړولی دی".
دی زیاتوي: "تر دې ناوړه به بل څه وي چې یو ښوونکی یې خپل هېواد ته وکړي. دا د بهارتیا جنتا ګوند هغه کرکه ده چې د اور تاو یې د هېواد هرې برخې ته رسېدلی دی".
حقوقي ډلو ویلي، په هند کې د مسلمانو لږکیو پرضد کرکه او تاوتریخوالی په ۲۰۱۴ کال واک ته د نریندرا مودي له رسېدو وروسته په ډېرېدو دی.
دغه ګوند له ۲۰۱۷ کال راهیسې په اتر پردیش ایالت کې واکمن دی، دې ګوند هلته یو هندو مذهبي مشر یوګي ادیتیانات د مودي د احتمالي استازي په توګه ټاکلی دی.
د هغه په واکمنۍ کې هندو ډلو د غوا ساتنې د ملاتړ په پلمه یو لړ بریدونه کړي او له کرکې ډکې داسې کړې یې کړې چې په ایالت کې د مسلمانو وګړو زړونو کې یې وېره ډېره کړې ده.
هندوان غوا یو سپېڅلی حیوان ګڼي. د هند په هاریانا ایالت کې د غوا حلالول او یا یې غوښه خرڅول ناقانونه کار دی، خو په نورو ایالتونو کې بیا ناقانون نه دی.











