ناسا وايي فضايي بېړۍ وویجر۱ د بې مفهومه معلوماتو لېږل پیل کړي

د عکس سرچینه، SCIENCE PHOTO LIBRARY
د ناسا فضايي بېړۍ وویجر۱، چې ۴۶ کاله مخکې یې فضا ته استولې وه، ځمکې ته یې د نه پوهېدو وړ مالوماتو استول پیل کړي دي.
دې موضوع د یادې فضايي بېړۍ د له منځه تلو په اړه اندیښنې رامنځته کړې دي.
له ځمکې څخه د کنټرول خونې مسوولینو هڅه کړې، چې د تکنالوژي فرمانونو په استولو سره یاده ستونزه حل کړي، خو تر اوسه نه دي بریالي شوي.
یاده فضايي بېړۍ په ۱۹۷۷ کال کې له وویجر۲ سره فضا ته واستول شوې وه او له ساینس پوهانو سره یې د مشتري او زحل سیارو په اړه څېړنه کې ډېره مرسته کړې.
ساینس پوه بیل کرټ، چې د دې پروژې یو له څېړونکو څخه دی. هیله لري، د بې مفهومه معلوماتو استول په دې معنی نه وي چې ګواکې د وویجر۱ فضايي بېړۍ کار پای ته رسیدلی دی.
هغه بي بي سي ته وویل:
"موږ په تیرو وختونو کې د دې دوو څېړونکو فضايي بېړیو سره یو لړ ستونزې درلودې او زه باید ووایم چې د ناسا په لابراتوار کې مسولینو د یوې معجزې په توګه دا ستونزې حل کړې ترڅو دا دواړه خپل کار ته دوام ورکړي. نو زه هیله لرم، چې دوی به بیا یوه معجزه وکړي او د وویجر۱سره به بیا وصل شي."
نوموړی وايي، که څه هم یاده بېړۍ لاهم د لمریز نظام د جاذبې تر اغیزې لاندې ده خو د لمر د وړانکو له اغیز یا هلیوپاز ساحې څخه وتلې او د ستورو ترمنځ فضا کې ده.

د عکس سرچینه، ESA/EUCLID/EUCLID CONSORTIUM/NASA
په ۲۰۱۳ کال کې د ناسا چارواکو دا منلې وه، چې وویجر۱ بېړۍ په بشپړه توګه له لمریز نظام څخه وتلې او د وویجر۲ د وتلو اعلان بیا په ۲۰۱۸ کال کې وشو.
بیل کرټ وايي:
" حیراوونکې وه کله چې موږ دې ته متوجې شو، له هلیوپاز څخه بهر د ستورو ترمنځ فضا کې د موادو ګڼه ګوڼه زیاته ده. له وویجر۱ څخه را استول شوي وروستي معلومات ښيي، چې دا ګڼه ګوڼه نسبتاْ تثبیت شوې ده."
نوموړی وايي، چې د ستورو ترمنځ فضا دومره هم خالي نه ده لکه څنګه چې فکر کوو. دې ساحه کې ډېر زیات ذرات او الکترومقناطیسي اجسام شته دي.
په هرحال، بیل کرټ په یوه وروستۍ مقاله کې لیکلي، اوس کېدای شي وویجر۱ له لمر څخه ډیره لیرې تللې وي چې ان وړانګې یې ورته نه رسېږي خو وویجر۲ لا هم کولی شي چې هغه پیدا کړي.
نوموړی وايي:
"زه غواړم دا وویجرونه هغې نیا او نیکه ته تشبیه کړم چې له ډېرو روغتیايي ستونزو سره لاس او ګریوان وي."











