پر ځمکه تر ټولو توده سپتمبر میاشت؛ ۲۰۲۳ کال به "ریکارډ جوړ کړي"

gold

د عکس سرچینه، EPA

د اروپایي ټولنې د اقلیمي چارو ادارې د پنجشنبې پر ورځ (۰۵/۱۰/۲۰۲۳) اعلان وکړ، چې له هغه راهیسې چې د ریکارډ ثبتول پیل شوي دي، تېره میاشت(سپتمبر) تر ټولو توده میاشت ښودل شوې او پخواني ریکارډونه یې مات کړي دي.

د سږ کال سپتمبر میاشت د ۱۹۹۱ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ میاشتو پرتله صفر اعشاریه ۹۳ درجې ګرمه وه او د ۲۰۲۰ کال پرتله بیا د سانتي ګراد په حساب نیمه درجه لوړه وه.

کارپوهان وايي چې د دې وضعیت لامل د نړۍ د تودوخې او په پرلپسې توګه د ګازونو اخراج دی. ځینو ساینسپوهانو بیا ویلي، چې دوی د دې زیاتوالي له امله حیران شوي دي.

د دوی په وینا، ۲۰۲۳ کال لا ختم نه دی، خو وار له مخه په ریکارډ کچه ډېر ګرم کال بلل کېږي. سږ کال د سپتمبر د تودوخې تر ټولو لوړه درجه په شمالي نیمه کره کې ثبت شوې ده او لا یې هم تودوخه همغسې لوړه پاتې ده.

د کوپرنیکس په نوم د اقلیمي څار ادارې معلومات ښيي چې له ۱۹۴۰ کال راهیسې د سپتمبر تودوخه په بې سارې توګه زیاته شوې چې له کبله یې د اقلیم د چارو کار پوهه زیک هاسفادر پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي، چې په ناڅاپي توګه د سپتمبر تودوخې زیاتوالي حیران کړی دی.

د اوږدې مودې له منځنۍ تودوخې یوه درجه زیاتېدل بد خبر دی دا په داسې حال کې ده چې په ځینو سیمو کې له دې هم زیاته شوې ده.

gold

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د بېلګې په توګه اروپا کې سږکال د تودوخې درجه له منځنۍ درجې ۲،۵۱ درجې لوړه شوې وه.

دې لوړوالي د تېرو کلونو د همدې مودې د تودوخې ټول ریکارډونه مات کړي دي.

د اقلیمي چارو کارپوهانو د خپلو پلټنو په ترڅ کې د نړۍ د تودوخې اوسنی حالت له هغه سره چې پکې له فوسیلي (جامد سونتوکي) موادو کار نه اخیستل کېده پرتله کړی دی.

د بېلګې په توګه د تېرې میاشتې تودوخه شاوخوا ۱.۷۵ درجې د صنعتي پېر وړاندې مهال پر تله زیاته وه.

دې حالت څېړونکو سره لویه اندیښنه رامنځته کړې.

د سپتمبر میاشتې تودوخه د پاریس د اقلیم له اصولو سره په مغایرت کې نه ده، ځکه د پاریس د اقلیم هوکړه د لسیزو په پام کې نیول شوې، نه د میاشتو لپاره.

د ۲۰۱۵ کال د پاریس په سرمشریزه کې د نړۍ سیاسي مشرانو موافقه وکړه چې د تودوخې لوړوالی تر ۱.۵ درجو پورې محدود کړي.

په لویه کې د ۲۰۲۳ کال د کوپرنیکس د ریکارډ له مخې تر ټولو ګرم کال ګڼل شوی او لا هم اکتوبر کې تودوخه په خپل حال پاتې ده.