د اروپا د تودوخې څپې: مدیترانه کې د اور مرګونې لمبې خورې دي

د عکس سرچینه، SDIS33/French fire service
زرګونه اور وژونکي د تودوخې څپو ځپلو لپاره په پورتګال، اسپانیا او د فرانسې سویل لوېدیز کې لاس په کار شوي دي خو د ځنګلونو په اور کې د کمېدو نښه نه ښکاري.
د پورتګال شمال کې یو پیلوټ هغه مهال مړ شو چې د اوبو شېندلو الوتکه یې د اسپانیا پولې ته نږدې د فوز کوا سیمه کې ولوېده.
اور د فرانسې د ګیروند سیمې ویجاړې کړې، هلته له ۱۲،۰۰۰ ډېر خلک د اور لمبو له کبله بې ځایه شوي دي.
د اسپانیا په سویل کې شاوخوا ۲،۳۰۰ کسان د اور له کبله له خپلو سیمو تښتېدلي دي.
د اور د وژنې لپاره الوتکې له هوا ځانکړي مواد د اور پر لمبو ور اچوي او چورلکې سمندر اوبه راوړي چې اور پرې ووژني.
د اسپانیا یو تن اوسېدونکی وايي:"اوس هم د غرونو په سرونو کې اورونه بل دي، خو له دې ځایه د اور لمبې تللې دي، زه ډېر آرام یم."
نوموړی وايي، "که تاسو په غرونو کې ژوند کوئ، دا خورا ډارونکی دی. د سړک ټولې نښې تاسو ته هر وخت د اور وژنې د خطرونو په اړه تازه معلومات درکوي."

د عکس سرچینه، Civil protection Spain
اسپانیا کې اور نږدې لس زره هکتاره (۲۵۰۰۰ جریبه) ځمکه سوځولې ده.یاد هېواد کې څه باندې ۳۰۰۰ اور وژونکي د اور د وژلو هڅه کوي او بېړنیو حالاتو پر وړاندې مبارزه کوي.
د اسپانیا یوه ۲۷ اوسېدونکي بي بي سي ته وویل، "هر څه ډېر په چټکۍ سره روان وو - اور هم ډېر چټک و او لویې لمبې یې کولې."
د سې شنبې راهیسې، په پورتګال کې د تودوخې درجه ۴۷سانتي ګراد ته لوړه شوې او په اسپانیا کې ۴۰درجو ته پورته شوې ده.
د اسپانیا خبري اژانس د راپور له مخې له تېرې سې شنبې راهيسې په دواړو هېوادونو کې د ګرمۍ له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د پورتګال او اسپانیا په لسګونو سیمو کې اورلګېدلی دی.

د عکس سرچینه، Ashley Baker
د اروپا په یو شمېر هېوادونو کې د سختو بادونو او ډېرې وچې هوا له امله په ځینو سیمو کې خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د مدیترانې نورې برخې هم اغېزمنې شوې دي.
په ایټالیا کې حکومت د پو په دره کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.
په یونان کې اور وژونکي د فیریزا په سیمه کې د اور په وړاندې مبارزې ته راوتي دي چې تر دې دمه هلته اوو کلي له وګړو خالي شوي دي.
د مراکش په شمال کې هم د اور له وېرې ډېر کلي باید خالي شي.
د کسر الکبیر په سیمه کې یو کلی په بشپړه توګه ویجاړ شوی او لږ تر لږه یو کس په اور کې سوځېدلی او وژل شوی دی.

د عکس سرچینه، EPA
فرانسه کې هم تودوخه ۴۰ درجې شاوخوا لوړه شوې.
د فرانسې د اور وژونکو د فدراسیون مشر خبرداری ورکړی چې د نړیوالې تودوخې زیاتوالی د ولسي وګړو خوندیتوب اغېزمن وي.
د انسانانو له لاسه د تودوخې څپې د تېر پرتله زیاتې شوې او سختې شوې هم دي.
نړۍ لا دمخه د صنعتي دورې له پیل راهیسې شاوخوا ۱.۱ سانتي ګراد ګرمه شوې ده او د تودوخې درجه به لوړېږي پرته لدې چې په ټوله نړۍ کې حکومتونه د کاربن اخراج کم کړي.











