امریکا کې کمسارې توده څپه؛ کلیفورنیا او نېواډا کې د تودوخې د نوي ریکارډ وړاندوینه شوې

Sprinklers cool off a walker in North Hollywood on 28 June 2021.

د عکس سرچینه، Getty Images

امریکا کې د تودې هوا د څپې په دوام د متحدو ایالتونو دوو لویدیځو ایالتونو کلیفورنیا او نېواډا کې د لوړې درجې تودوخې د نوي ریکارډ د ثبتېدو وړاندوینه شوې ده.

څو اونۍ وړاندې شمالي امریکا له خطرناکې تودې څپې سره مخامخ وه او په دې لړ کې تېر جون د امریکا تاریخ کې تر ټولو توده میاشت بلل شوې ده.

د جمعې پر ورځ د کلیفورنیا 'ډېټ وېلي' بېدیا کې د سانتيګراد په کچه ۵۴ اعشاریه ۴ درجې تودوخه ثبت شوه او چارواکو ویلي دا څپه ښايي تر یکشنبې همداسې دوام وکړي.

میلیونونه کسان د امریکا لویدیځ کې د تودې هوا له دې څپې سره لاس ګریون دی.

د امریکا د هواپوهنې خدماتو ملي ادارې اغېزمنو خلکو ته سپارښتنه کړې چې اوبه ډېرې وڅښي او په ایرکنډیشن لرونکو ودانیو کې پاتې شي.

د جمعې پر ورځ ډېټ وېلي بېدیا کې د تودوخې ثبت شوې درجه د ۲۰۲۰ کال د اګست میاشتې د یوې تودې ورځې له درجې سره برابره وه.

ځینې کسان دا تر دې دمه د ځمکې پر مخ د تودوخې تر ټولو لوړه ثبت شوې درجه بولي.

که څه هم ویل کېږي په ۱۹۱۳ کال ۵۶ اعشاریه ۷ درجې تودوخه هم ثبت شوې، خو ټول اقلیم پوهان ورسره موافق نه دي.

له دې سره د نېواډا شمال کې د کلیفورنیا پولو ته نږدې د 'سیرا نېواډا' په نوم پراخه ځنګلي سیمه کې د تندر پرېوتو له کبله څو ځایه اور هم لګېدلی او ګڼ شمېر کسان له خپلو کورونو خوندي سیمو ته ایستل شوي دي.

د دغه اور د وژلو په هڅو بوخت اور وژونکي وايي سیمه کې هوا دومره وچه ده چې د اور د کنټرول لپاره د الوتکو په وسیله د شیندل کېدونکو اوبو ډېره برخه ځمکې ته تر رسېدو وړاندې هوا کې تبخیرېږي.

د هوا د وړاندوینې ادارې ویلي لاس ویګاس کې د تودوخې ۴۷ اعشاریه ۲ درجې پخوانۍ ریکارډ ښايي مات شي.

د اورېګان ایالت 'فریمونټ وینما' ملي ځنکل کې رامنځ ته شوې اور لګېدنه د چټکو بادونو له کبله د پنجشنبې پر ورځ له ۶۷ کیلومتره مربع څخه د جمعې پر ورځ نږدې ۱۵۸ کیلومتر مربع سیمې ته پراخه شوې ده.

Fire officer near Gorman. Pasadena, California

د عکس سرچینه، Getty Images

the Oregon Convention Center in Portland

د عکس سرچینه، AFP

د دغه اور له پراخېدو وروسته خوندي سیمو ته د ګڼو نورو خلکو د ایستلو امر هم صادر شو.

دغه اور کلیفورنیا ته د بریښنا غځېدلي مزی د پرې کېدو خطر سره مخامخ کړي دي.

کلیفورنیا کې د برېښنا کوټونو چارواکو له خلکو غوښتي چې د سپما لپاره د برېښنايي وسایلو کارونه کمه کړي.

د اډاهو والي برېډ لټل بیا د ځنګلي اورلګېدنې له کبله بېړنی حالت اعلان کړی او د دغه ایالت ملي ګارد ته یې اور وژنه کې د همکارۍ دنده سپارلې ده.

د امریکا پر متحدو ایالتونو سربېره کاناډا هم د سختې تودوې هوا له څپې سره لاس ګریوان ده.

دې ناڅاپي تودې څپې تېره میاشت کاناډا کې د تودوخې پخوانی ریکارډ مات کړ.

د برېټش کولمبیا ښار په لټن کلي کې تودوخه د سانتیګراد ۴۹ اعشاریه ۶ درجو ته ورسېده چې دا تر دې دمه د کاناډا تاریخ کې تر ټولو لوړه درجه ده.

په ورته وخت دغه هېواد کې له تودې هوا سره تړلې ناڅاپي مړینې او ناروغۍ هم ډېرې شوې دي.

متخصصان وايي دې تودې څپې ښايي د نړۍ د اقلیم له بدلونه سرچینه اخیستې وي او راتلونکې کې لا ډېرې تکرار شي.