چندریان-۳؛ ناسا د سپوږمۍ پر سطحه د هند د فضايي بېړۍ عکسونه خپاره کړي

Nasa's image of Chandrayaan-3 lander

د عکس سرچینه، NASA's Goddard Space Flight Center

د امریکا فضايي څېړنو ادارې ناسا د سپوږمۍ پر سطح د هند د فضايي بېړۍ "چندریان-۳" انځورونه خپاره کړي‌ دي.

دغه انځورونو کې ویکرم لانډر"فضايي بېړۍ" د عکس په مرکزیت کې د یوې کوچني داغ په څېر ښکاري چې په شاوخوا روښنایی کې یې تیاره سیوری له ورایه لیدل کېږي.

د هند چندریان -۳ فضايي بېړۍ د اګست پر ۲۳مه د هند په وخت ماښام شاوخوا شپږ بجې د سپوږمۍ سویلي قطب ته ورسېده.

تېره اګست میاشت کې نړۍ کې هند د نړۍ لومړی هېواد شو، چې د سپوږمۍ په دې برخه کې یې فضايي بیړۍ ځای په ځای کړه.

ناسا یا د امریکا فضايي څېړنو ادارې ویلي، دا عکسونه یې د سپوږمۍ سویلي قطب ته د چندریان-۳ له رسېدو څلور ورځې وروسته اخیستي دي.

د هند دا فضايي بیړۍ د سپوږمۍ مدار ته له ننوتلو مخکې شاوخوا لس ورځې د ځمکې په شاوخوا کې وګرځېده، چې وروسته د اګست په پنځمه وتوانېدله د سپوږمۍ مدار ته ننوځي.

هند له متحده ایالاتو، پخواني شوروي اتحاد او چین وروسته څلورم هېواد دی چې سپوږمۍ ته یې ځان رسولی دی.

د راټولو شویو مالوماتو او عکسونو د ترلاسه کولو وروسته د دغه هېواد د فضايي څېړنې ادارې "ایسرو" ویلي، " دوی د فضايي بېړۍ ماموریت کې له ټاکل شوې موخې هم پرمختګ کړی."

A photo of the Vikram lander taken by Pragyaan rover on Wednesday

د عکس سرچینه، Isro

د اونۍ په پای کې ایسرو ویلي و، کله چې سپوږمۍ کې لمر په لوېدو شو فضايي سپوږمکۍ د "دمې لپاره" خپل بستر ته راغله، چې د لمریزې برېښنا له خلاصېدو او بېټرۍ له خالي کېدو وروسته به استراحت وکړي.

ایسرو زیاته کړې، تمه لري چې س‍‍پوږمکۍ به شاوخوا "د سپټمبر په ۲۲مه" د بلې لمریزې ورځې له پېلېدو سره بېرته فعالیت پیل کړي.

دا فضايي بېړۍ د بېټرۍ د چارج کولو او فعالیت لپاره د لمر وړانګو ته اړتیا لري.

د هند فضايي ادارې د دغې سپوږمکۍ د حرکت په اړه خپل مالومات او موندنې په منظم ډول خپرې کړي او اخیستل شوي عکسونه یې هم خپاره کړي دي.

د روانې اوونۍ پیل کې ایسرو ویلي و چې، "دې فضايي بېړۍ د سپوږمۍ پر مخ بریالی ازمایښت ترسره کړی دی."

ایسرو د دې ماموریت په اړه دا هم ویلي چې، چاندریان-۳ ته چې کله امر وشو د ۴۰ سانتي متره په شاوخوا کې پورته لاړه او د ۳۰-۴۰ سانتي مترو په واټن کې راښکته شوه.

دا په دې مانا ده چې، له دې فضايي بېړۍ راتلونکې کې له سپوږمۍ ځمکې ته د نمونو په راوړلو او یا نورو انساني ماموریتونو کې کار اخستل کیدای شي.