د منظور پښتین د قضیې اورېدل ځنډول شوي

gold

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, افتخار خان
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين د ضمانت قضيه د قاضي د "ناوزګارتيا" له کبله د پنځو نورو ورځو لپاره ځنډول شوې ده.‌

د اسلام اباد د ترهګرۍ مخنيوي محکمه کې نن يکشنبه د منظور پښتين د ضمانت قضيه اورېدل کېده، خو د ښاغلي پښتين مدافع وکيل عطاالله کنډي وايي د دغې قضيي قاضي محکمې ته نه دی ورغلی.

د ده په وينا، قاضي د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان يوې قضيي اوريدلو لپاره جيل ته ورغلې و او ټوله ورځ هلته بوخت و.

عطاالله کنډي بي بي سي پښتو ته وویل، عدالت د ښاغلي پښتین د دغې قضيي لپاره د ډيسمبر ۲۵مه ټاکلې وه خو د دوی په غوښتنه یې نېټه ۲۳مې ته بدله کړه.

د نوموړي په وينا د ډيسمبر په ۲۵مه د محکمو رخصت وي نو ځکه يې نيټې بدلولو لپاره د محکمې پر ادارې فشار راوړی و.

منظور پښتين د ډیسمبر پر ۴مه د بلوچستان په چمن کې هغه مهال ونيول شو، چې نوموړي دغلته پر ډيورنډ پوله د تګ راتګ لپاره د ويزې شرط لازمي کولو پر ضد پرلت ته وينا وکړه.‌

د پي ټي ايم پلويانو په وينا، مليشې ځواکونو د منظور له نيولو وړاندې د هغه پر موټر ډزې هم کړې وې خو نوموړي او ملګرو ته زیان نه و رسېدلی.

gold

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، آرشیف

د بلوچستان حکومت او پوليسو د هغه د نيولو لپاره بېلا بیل لاملونه یاد کړي دي.‌ پوليسو ويلي، په امنيتي سرتېرو د ډزو په تور یې نیولی دی، خو د ايالتي حکومت د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزی وايي، پر ښاغلي‌ منظور بلوچستان ته پر تګ بنديز و او همدا یې د نیونې لامل دی.

دغو قضيو کې د ترهګرۍ ضد محکمې ښاغلی پښتين د پلټنو په بهانه اووه ورځو لپاره پوليس ته سپارلې و.

د ډيسمبر پر ۱۴مه، محکمې زندان ته استولې و او هممهاله یې مدافع وکيلانو د ضمانت لپاره غوښتنه کړې وه. بلخوا پوليسو د هغه پر ضد د ۲۰۲۰ کال یوه بله قضيه هم محکمې ته وړاندې کړې ده.

خو محکمې نه ده منلې چې په دغه قضیه کې نوموړی پولیسو ته وسپارولي.‌

د منظور پښتين مدافع وکيل وايي، تمه لري روانو قضيو کې د ډیسمبر پر ۲۳مه هغه په ضمانت خوشې شي خو اندېښنه یې دا ده چې ښايي‌‌ په کوم بل تور یې بیا ونیسي.

عطاالله کنډي زیاتوي، ژر به په اسلام اباد کې سترې محکمې ته عريضه وکړي چې د منظور پښتين پر ضد د ټولو مقدمو تفصيل ورکړل شي چې دوی یې په اړه خپله تګلاره وټاکي.

بلخوا د منظور پښتين د نيول کېدو پر ضد د پي ټي ايم غړو د پاکستان او د نړۍ په ځینو هېوادنو کې خپلو احتجاجونو ته هم دوام ورکړی او تېره ورځ يې قلع سېف الله کې لاریون کړی و.