د ایران د ولسمشر یوې الوتکې د سفر پر مهال "بېړنۍ ناسته" کړې

د ویډیو تشریح، د ایران د ولسمشر یوې الوتکې د سفر پر مهال "بېړنۍ ناسته" کړې

ایرانۍ رسنۍ وايي د دغه هېواد له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره نن ختیځ اذربایجان ولایت ته د سفر پر مهال د کاروان له دریو ملو چورلکو یوه په جلفا سیمه کې د پېښې ښکار شوې ده.

د رپوټونو له مخې د ښاغلي رئیسي چورلکې "بېړنۍ ناسته" کړې او د پېښې ځای ته د رسېدو هڅې روانې دي خو سیمه کې د هوا حالات خراب بلل شوي دي.

د ختیځ اذربایجان استازي محمد رضا میرتاج الدیني ویلي، "د ولسمشر د سپرلۍ چورلکه له غورځېدو وروسته لا هم نه ده موندل شوې او د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه هم معلومات نه شته."

هغه وویل چې د تبریز او د امام جمعه ټیلیفون چې په دې چورلکه کې سپور و، د لاسرسي وړ نه دی.

تر اوسه په دې پېښه کې د مرګژوبلې رسمي راپور نه دی ورکړ شوی.

د پېښې ښکار شوې الوتکه کې پر ولسمشر ابراهیم رئیسي، د هغه د ساتونکو پر مشر او یوه ساتونکي سربېره د ایران بهرنیو چارو زویر حسین امیر عبداللهیان، د تبریز امام جمعه 'محمد علي آل هاشم'، د ختیځ اذربایجان والي مالک رحمتي، پیلوټ او مرستیال پیلوټ سفر کاوه.

ښاغلی رئیسي نن (یکشنبه د می ۱۹مه) له اذربایجان سره پولې ته نږدې پر راس سیند د 'قیزقلعه سي' په نوم د اوبو بند د پرانیستې لپاره د ایران ختیځ اذربایجان ولایت ته سفر کړی و.

د ایران کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي رسنیو سره خبرو کې تایید کړې چې د ابراهیم رئیسي د کاروان یوه چورلکه د پېښې ښکار شوې.

هغه 'خبر شبکې' ته ویلي، "دې ته منتظر یو چې مرستندویه ډلې د پېښې ځای ته ورسېږي."

د ایران ایرنا خبري اژانس ویلي، چې د ولسمشر رئیسي لېږدونکې چورلکه د ختیځ اذربایجان ولایت د ورزقان او جلفا سیمو ترمنځ په "دیزمار ځنګله" کې د پېښې ښکار شوې.

ښاغلي وحیدي د هغې سیمې جغرافیايي موقعیت چې دا چورلکه پکې د پېښې ښکار شوې، "پېچلی" بللی دی.

نوموړي ویلي ښاغلی رئیسي او ملګري یې د بند له پرانیستې وروسته په څو چورلکو کې بېرته راګرځېدل چې په سختو شرایطو کې "ناستې" او "بېړني کیوتلو" ته اړ شول.

د لټون عملیات

ګوګل نخچه

د عکس سرچینه، Google Maps

د عکس تشریح، دیزمار ځنګلي او غرنۍ سیمه د جلفا او زرقان او خدافرین درېیو سیمو منځ کې پرته ده

د ایران پارلمان کې د ختیځ اذربایجان استازي محمد رضا میرتاج الدیني وايي، "د ولسمشر لېږدونکې چورلکه تر اوسه نه ده موندل شوې" او دا چې د نوموړي د سلامتیا په اړه لا احوال نشته.

هغه زیاتوي چې د تبریز د امام جمعه له تلېفون شمېرې سره چې له ولسمشر سره په الوتکه کې مل و، اړیکه نه نیول کېږي.

هممهاله ایرانا خبري اژانس رپوټ ورکړی چې ۲۰ مرستندویه ډلې او بې پیلوټه الوتکې د لټون عملیاتو لپاره استول شوې، خو دا چې سیمه غرنۍ او ځنګلي ده او د هوا حالات هم مناسب نه دي (خړه خپره ده) نو تر اوسه د چورلکې په موندلو نه دي بریالي شوي.