ایران؛ د اوکراین غورځېدلې الوتکه کې لس افغانان هم وژل شوي

الوتکه کې ټول سپاره کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، ILNA

د عکس تشریح، الوتکه کې ټول سپاره کسان وژل شوي

له ایرانه رپوټونه وايي، یوه اوکرایینۍ الوتکه، چې ۱۸۰ مساپر پکې سپاره وو، تهران کې له هوايي ډګر تر پورته کېدا وروسته له تخنیکي ستونزو سره مخامخ شوې او لوېدلې ده.

رویټرز خبري اژانس د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت له قوله وايي دې الوتکه کې له ۱۶۰ ډېر کسان سپاره و.

د ایران د هوايي چلن اداره وايي الوتکه کې ۱۶۷ مساپر او ۹ کارکوونکي وو.

د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي خبري غونډې ته وویل، چې الوتکه له پورته کېدو درې دقیقې وروسته وغورځېده.

د هغه په خبره، دې الوتکه کې ۱۷۶ مساپر وو، چې ۷۰ نارینه، ۸۱ ښځې او ۱۵ ماشومان او یو نوزېږ و.

ایراني چارواکي وايي، دې کسانو کې ۱۴۴ ایرانیان، ۱۱ اوکراینیان، ۱۰ افغانان، ۹ کاناډایان، څلور سعودیان او یو انګرېز و.

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای

یاده الوتکه د اوکرایین پلازمېنې کیف ته روانه وه، چې د تهران په سوېل ختیځ کې شهریار او پرند ته څېرمه لوېدلې ده.

پر خواله رسنیو یوه خپره شوې وېډیو کې ښکاري چې الوتکې اور اخیستی او څو ثانیې وروسته پر ځمکه لوېږي.

دا وېډیو په تیاره کې اخیستل شوې او د پېښې څرنګوالی پکې نه ښکاري.

د ایران ایرنا خبري اژانس ویلي، الوتکه د چارشنبې ګهیځ وختي لوېدلې ده.

ایسنا خبري اژانس د پېښې د ځای انځور خپور کړی

د عکس سرچینه، iSNA

د عکس تشریح، ایسنا خبري اژانس د پېښې د ځای انځور خپور کړی

سیمې ته ژغورندویې ډلې رسېدلې دي.

د ایران د بېړنیو خدمتونو د ادارې مشر پیرحسین کوليوند ویلي "الوتکې اور اخیستی، خو موږ ژغورندویې ډلې استولې او ښايي ځینې مساپر وژغورلی شو."