۲۶ کاله مخکې بې درکه شوی سړی د ګاونډي په غوجله کې ژوندی موندل شوی

    • Author, لوسي کلارک - بیلینګس
    • دنده, بي بي سي

هغه سړی د ګاونډي د کور په ځمکتل غوجله کې ژوندی موندل شوی، چې ۲۶ کاله مخکې بې درکه شوی و.

عمر بن عمران په ۱۹۹۰ مو کلونو کې د الجزائر کورنۍ جګړې پر مهال داسې حال کې ورک شوی و، چې زلمی و.

اوس چې د بن عمران عمر ۴۵ کالو ته رسېدلی، له هغه ځایه ایله ۲۰۰ متره لېرې موندل شوی، چې ماشومتوب یې پکې تېر کړی و.

ځايي چارواکو تائید کړي، چې د ده د زنداني ساتلو په تور یې یو ۶۱ کلن سړی نیولی دی.

بن عمر د الجزائر حکومتي ځواکونو او سخت دریځو وسله والو تر منځ د نژدې یوې لسیزې جګړې په منځنۍ موده کې بې درکه شوی و.

د ده کورنۍ هغه مهال ګومان کاوه، چې د جګړې په نژدې ۲۰۰ زره وژل شویو کسانو کې شامل دی او یا هم په هغو نژدې ۲۰ زره کسانو کې دی، چې تښتول شوي وو.

خو د رپوټونو له مخې نوموړی د روانې مې میاشتې پر ۱۲مه په یوه داسې غوجله کې موندل شوی، چې پروړه پکې ساتل کېده.

د ځايي چارواکو په وینا دوی ته د یوه کس خلاف چې نوم یې نه دی یاد شوی، شکایت شوی و، چې بن عمران یې په کور کې ایسار ساتلی دی.

د ځايي محکمې د یوه چارواکي په خبره: ''له دې رپوټ وروسته لویې څارنوالۍ ملي ژاندارمري (امنیه قومندانۍ) ته امر وکړ، چې د پېښې په هکله پلټنې پیل کړي او مسوولین یاد کور ته واستول شول. د مې پر ۱۲مه له ځايي وخت سره سم ماخوستن اته بجې (دوی) ۴۵ کلن عمر بن عمران د ده د ګاونډي ۶۱ کلن ب اې، په غوجله کې وموند.''

د عدلي چارواکو په خبره مشکوک تورن کس هڅه کړې، چې وتښتي، خو نیول شوی دی. د وزارت مسوولینو په وینا د دې پېښې په هکله اوس هم پلټنې دوام لري او د بن عمران طبي او رواني درملنه هم روانه ده.

یوه حکومتي ویاند دا یو ''خورا ناوړه'' جرم بللی دی.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې د بن عمران له قوله ویل شوي، چې له هغه ځایه یې وخت په وخت خپل کور لید، خو په خبره یې ''هغه سړي، چې دی یې ایسار کړی و، پرې کوډې کړې وې، ځکه یې د مرستې لپاره غږ نه شو پورته کولای.''

د ده مور په ۲۰۱۳ کال کې مړه شوې.