تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
۲۰۰ کاله مخکې د یوې نجلۍ پت ساتلو لپاره تش شوی کلی چې اوس هم اوسېدونکي نه لري
د هند د راجستان ایالت جیسلمیر ښار په یوه شګلنه بېدیا کې اباد دی.
له دغه ښار بهر هره خوا د لسګونو کیلومترو په واټن د رېږو اوږدې لړۍ غځېدلې چې ځای ځای پکې شګلنې غونډۍ هم تر سترګو کېږي.
څو میله لرې ترې د "کلدهرا" په نوم یو ښکلی کلی هم اباد دی خو دا کلی له تېرو ۲۰۰ کلونو راهیسې تش دی او څوک نه پکې اوسي.
اوسېدونکو پر یوه شپه تپه تیاره کې خپل کلی پرېښی او بیا هېڅکله ورته نه دي راستانه شوي.
دا چې ولې دلته یې کیسه کوو.
کلدهرا کلی اوس د لرغونو سیمو او اثارو اداره ساتي.
د ځايي کېسو او روایتونو له مخې ۲۰۰ کاله وړاندې چې کله پر جیسملیر د رجواړو ریاست یا حکومت واکمن و، نو هغه مهال کلدهرا کلی د دغه ریاست تر ټولو خوښ او سوکاله کلی ګڼل کېده او تر ټولو ډېر عاید هم له همدغه کلي لاس ته راته.
دلته به مېلې کېدې او د دودیزې موسیقۍ او نڅا محفلونه جوړېدل.
دا کلی د پالیوال برهمنو ټاټوبی و.
د کلي د یوې پیغلې واده کېدونکی و چې ویل کېږي ډېره ښکلې وه.
خو د جیسلمیر ریاست یوان 'سالم سنګ' دا نجلۍ ګوري او زړه پرې بایلي.
د ځايي روایاتو له مخې 'سالم سنګ' ډېر ظالم شخص و چې د ظلم او زیاتیو کېسې یې ان تر لرې لرې ځایونو خپرې وې.
د وخت دا ځواکمن واکمن پرېکړه کوي چې دا پېغله به ده ته ودېږي.
خو د کلدهرا اوسېدونکو سالم سنګ ته د دې نجلۍ له ودېدلو انکار وکړ.
هغه کلي خلکو ته څو ورځې وخت ورکړ چې پر غوښتنه یې فکر وکړي.
د کلي خلک پوهېدل چې که د سالم سنګ غوښتنې ته غاړه کېنږدي نو نوموړی به یې کلي کې وژنو او لوټ تالان ته لاس واچوي.
د کلدهرا اوسېدونکو د کلي د مندر ترڅنګ پراته میدان کې غونډه وکړه او پایله کې یې پر دې سره سلا شول چې د خپلې لور او کلي د پت او عزت ساتلو لپاره دا سیمه تل تر تله پرېږدي.
د کلي ټولو اوسېدونکو په یوه شپه خپلې ګډې بار کړې، غلې دانې یې واخیستې، څاروي یې په مخه کړل، په نامالوم لوري راهي شول، کلی یې پرېښود او بیا هېڅکله ورته راستانه نه شول.
هلته جیسلمیر کې بیا د سالم سنګ کور هم تر اوسه شته، خو لیدو ته یې څوک نه ورځي.
کلدهرا کلي کې له ډبرو ابادو شويو کورونو د کلونو په تېرېدو رنګ بایللی، خو له اوسنیو کنډرو یې هم د دغه کلي د خوشاله ماضۍ پته لګېدای شي.
ځینو کورونو کې یې له ټالونو، د ناستو له چوترو، نغریو او د منګیو اېښودو له ځایونو داسې برېښي چې ګواکې خلک دې ترې تازه په تازه وتلي وي.
دیوالونه یې د غم او خپګان کیسې کوي - د کلي خاموشو کوڅو کې د سیلۍ تاوېدونکي غږونه ژړا او سلګۍ ته ورته احساسېږي.
ځايي خلک د خپلو مشرانو له خولې وايي چې د شپې تورتم کې د کلدهرا له کنډرو وخت نا وخت د خلکو د قدمونو غږونه اورېدل کېږي.
د دوی ترمنځ دا روایت ډېر پیاوړی دی چې ګوندې د کلدهرا د اوسېدونکو روحونه اوس هم خپل دې کلي کې مېشت دي.
د راجستان ایالتي حکومت د سیلانیانو لیوالتیا له کبله د دغه کلي ځیني پخواني امکانات بېرته رغولي.
د کلي مندر اوس هم پر خپل ځای اباد دی.
هر کال زرګونه سیلانیان دې ځای ته د دغه کلي لېدو ته ورځي.
ځايي خلک دغه کلي ته په ډېره درنه سترګه ګوري.
سیمه کې دا کیسه هم کېږي چې د کلدهرا اوسېدونکي په کومه شپه کوچېدل نو ښېرا یې کړې وه چې دا کلی دې بیا هېڅکله نه ابادېږي.
د هغوی پر تګ ۲۰۰ کاله اوښتي او دا کلی اوس هم د جیسلمیر شګلنه بېدیا کې کنډر پروت دی.