تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په غار کې ایسار سړی څلور ورځې وروسته ژوندی ژغورل شوی
کمبودیا کې یو سړی د یوه غره لویو ډبرو تر منځ یوه غار کې له څلورو ورځو ایسارېدو وروسته ژوندی ژغورل شوی دی.
د دغه هېواد په لوېدیځ کې ځايي پولیس وايي، سوم بورا نومي دغه سړي د مرغانو فضله ټولوله چې بتۍ یا لاسي څراغ یې له لاسه ولوید او د بېرته پورته کولو پر مهال یې پښه وښوېده.
د باتمبنګ ایالت پولیسو په وینا څلورو ورځو پورې دغه ۲۸ کلن سړي نه څه خوړلي و او نه یې اوبه څښلې وې.
د دوی په وینا د پنجشنبې پر ورځ د سړي کورنۍ د هغه لټون پیل کړ او د ۲۰۰ مرستندویه کارکونکو له ۱۰ ساعته هلو ځلو وروسته د لویو پرشو له منځه ژوندی راوایستل شو.
د 'خمیر ټایمز ' ورځپاڼې رپوټ کې د نوموړي له خولې ویل شوي:
''د ژوندي پاتې کېدو هیله مې مړه وه، که چاکو مې درلودای، ځان به مې وژلی وای. ''
د مرغانو فضله مواد چې په ځايي ژبه 'ګوانو ' بلل کېږي، د سرې په توګه استعمالېږي او په کمبودیا کې د عاید یوه ښه سرچینه بلل کېږي چې د سویل ختیځې اسیا یو خورا بیوزلی هېواد دی.
سوم بورا د 'چکرايي ' نومې غرنۍ لړۍ په یوه غار کې ایسار و او یوه بل ملګري لیدلي و، چې له ده سره یې کله نا کله د ګوانو په راټولولو کې ملګرتیا کوله.
د ښاغلي بورا مېرمن کویون سوتیا ویلي، اوس په روغتون کې د هغه د سر، ګونډو او سینې ټپونو درملنه کېږي.
نوموړې دغه راز د هېواد له لومړي وزیر هون سین مننه کړې چې مرستندویان یې لېږلي وو او له کورنۍ سره یې ۲۵۰۰ ډالره مرسته کړې.
د ځايي پولیسو مشر ساریت ویسیت ځايي رسنیو ته ویلي، راتلونکي کې یې د دغسې پېښو مخنیوي لپاره چکرايي غره ته پر ختلو بندیز لګولی.