۲۰ کاله وړاندې هند کې لادرکه شوې ښځه څنګه پاکستان کې وموندل شوه؟

یوه هندۍ ښځه چې شل کاله وړاندې له خپلې کورنۍ نادرکه شوې، پر خواله رسنۍ د یوې خپرې شوې ویډیو په مرسته پاکستان کې وموندل شوه.

حمیده بانو په ۲۰۰۲ کال د یوې کارموندونکې یا اېجنټې لخوا دوبۍ کې د پخلیکارۍ یا اشپزۍ د دندې له ژمنې سره هند کې له خپله کوره روانه شوه، خو په دوکه کې پاکستان ته واړول شوه.

د هند ممبۍ کې د حمیدې کورنۍ د بي بي سي مراټهي سرویس ته ویلي چې تېر شل کاله یې د هغې لټون کاوه.

دا کورنۍ بلاخره هند او پاکستان کې د دوو سړیو په مرسته پر دې بریالۍ شوه، چې خپله ورکه مور پیدا کړي.

د هند او پاکستان ترمنځ اړیکي ترینګلي‌ او له همدې کبله د دواړو هېوادو وګړي له ګډې پولې اوښتلو کې ستونز و سره مخ دي.

خو حمیدې که له یوې خوا خپل هېواد ته ګرځېدو لپاره اقتصادي ستونزې درلودې، نو له بلې خوا پر دې هم نه پوهېده چې بېرته خپل هېواد ته ستنېدو لپاره څه وکړي.

خو اوس یې دا هیله زیاته شوې چې یوه ورځ به خپلو ماشومانو ته وګرځي.

د حمیده بانو لټون

خپلې کورنۍ او ماشومانو ته ګرځېدو لپاره د حمیده بانو هیلې د روان کال جولای میاشت کې تر هغې وروسته وټوکېدې چې یوه پاکستاني ټولنیز فعال 'ولي الله معروف' ورسره کړې مرکه پر خواله رسنۍ خپره کړه.

ممبی کې مېشت هندي ژورنالیست 'خلفان شیخ' دا مرکه وکته او هغه یې پر خپله پاڼه شریکه کړه، که ګوندې تر ورکې کورنۍ یې ورسېږي.

دوی دواړو وروسته د حمیده بانو او د هغې د لور 'یاسمین شیخ' ترمنځ د ویډیويي خبرو زمینه برابره کړه او په دې توګه له شلو کلونو دا ورکه مور بېرته پیدا شوه.‌

په دغه ویډیويي خبرو کې لیدل کېږي چې یاسمین خپلې مور ته وايي‌ "څنګه یې؟ زه دې وپېژندم؟ دا دومره کلونه چېرته وې؟"

حمیده بانو ځواب کې ورته وايي‌ "دا رانه مه پوښته چې چېرته یم او دا وخت مې څنګه زغملی دی. تاسې ټول مې ډېر یادېږئ. په خپله خوښه دلته نه اوسېدم، بله چاره مې نه لرله."

پاکستان کې ۲۰ کاله څنګه تېر شول

حمېده بانو هغه مرکه کې چې معروف سره یې کړې وايي، د مېړه له مړینې وروسته یې د خپلو ماشومانو سرپرستي کوله.

هغې وړاندې هم دوبۍ، قطر او سعودي عربستان کې د پخلیکارې یا اشپزې په توګه کار کړی.

نوموړې وايي په ۲۰۰۲ کال کې یې بیا له یوې کار ګومارونکې سره دوبۍ کې د کار خبره وکړه او هغې ترې ۲۰ زره روپۍ هم واخیستې.

خو د دوبۍ پر ځای یې د پاکستان حیدر اباد ته ولېږدوله چې هلته یې درې میاشتې بیا یوه کور کې بند هم تېر کړ.

هغې څو کاله وروسته یې د پاکستان کراچۍ کې له یوه سړي سره واده کړی چې دا دویم پاکستانۍ مېړه یې د کورونا وېروس وبا پر مهال مړ شوی دی.

حمیده بانو تر دې وروسته پاکستان کې له خپل ناسکه زوی سره اوسېده.

یاسمین شیخ وايي مور یې پخوا له هېواده بهر د کار پر مهال تل کور ته زنګ واهه، خو په ۲۰۰۲ کال کې له تګ وروسته تری تم شوه.

نوموړې زیاتوي چې دوی له کار ګومارونکې سره هم اړیکه ونیوه، خو هغې ورته وویل چې مور یې نه غواړي نور له دوی سره خبرې وکړي.

د یاسمین په وینا له اېجنټې سره یې څو ځله نور هم اړیکه نیولې، خو هغې وروسته ترې ځان ورک کړی دی.

حمیده بانو څنګه پیدا شوه

ولي الله معروف د پاکستان کراچۍ ښار کې د یوه ځايي جومات امام دی.

معروف وايي له دې ښځې سره یې لومړی ځل شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې هغه مهال کتلي و چې دا دې سیمې ته ورغله او هلته یې یو کوچنی دوکان پرانیستی و.

د نوموړي په وینا " له کوچینوالي یې ګورم - تل راسته خواشینې ښکارېده."

ښاغلی معروف له کلونو راهیسې د خواله رسنۍ په مرسته هغو بنګله دیشيو ښځو سره د خپلو کورنیو موندلو کې مرسته کوي چې پاکستان ته قاچاق شوې دي.

حمیدې هم د خپل دویم مېړه تر مړینې وروسته خپلې خواښې وغوښتل چې له معروف ورته مرسته وغواړي.

ولي الله معروف وايي "ملګرو مې راته ویل چې له هند لېرې اوسه. ویل کېدل چې له دې ستونزې راته جوړېدای شي. خو د دې په لیدو دومره خواشینی شوم چې ځان مې کابو نشو کړای."

دغه پاکستانی سړی وايي د خپل کار او زیار بدل کې له چا پیسې نه اخلي.

حمیده بانو له هغه سره مرکه کې ممبۍ کې خپل ادرس او ماشومانو نومونه هم اخیستي.

کله چې هندي ژورنالیست خلفان شیخ دا مرکه شریکه کړه نو د یاسیمن ۱۸ زوی هم لیدلې وه. خو هغه خپله نیا نه پېژنده، ځکه دی یې له ورکېدو وروسته زېږېدلی دی.

خو مور یې 'یاسمین' سملاسي خپله مور 'حمیده بانو' وپېژنده.

د معروف په وینا پاکستان کې د هند عالي کمېشنرۍ کارکوونکو ورسره اړیکه کړې او ورته ویلي یې دي چې حمیده بانو باید هند ته د تګ لپاره رسمي غوښتنه وکړي.

حمیده بانو اوس له دوو لسیزو وروسته یو ځل خپلو ماشومانو ته د ورګرځېدو انتظار باسي. خو معروف پر دې نه پوهېږي چې رسمي کارونه به څومره وخت واخلي.

حمیده بانو او لور یې 'یاسمین' وايي دوی د بیا لیدو هیلې څه ناڅه له لاسه ورکړې وې.

یاسمین زیاتوي "موږ یې شل کاله انتظار وکړ. اوس ډېره خوشاله یم. له کله چې مې یې ویډیو کتلې، پر شونډو مې مسکا خپره ده. یو عجب احساس دی."