چمن پرلت؛ د پاکستان هغه دولتي دفترونه اوس هم تړلي پاتې دي، چې احتجاجیانو یې دروازې بندې کړې

- Author, محمد کاظم
- دنده, بي بي سي
ډېورنډ کرښې ته څېرمه د بلوچستان په چمن ښارګوټي کې هغه دولتي دفترونه او بانکونه اوس هم تړلي پاتې دي، چې د احتجاجي پرلت ګډونوالو یې دروازې تړلې وې.
پر ډېورنډ کرښه د پاسپورټ شرط پر ضد د پرلت ګډونواله تېره شنبه له هغه وروسته د پاکستان دولتي دفترونه او بانکونه وتړل، چې د ډزو پېښه کې دوه کسان ووژل شول. په تړل شویو دفترونو کې د پاکستان حکومت پاسپورټ دفتر، احسایې ادارې (نادرا) دفتر، ګمرکونو اداره او د بانکونو تر څنګ ځینې نور دفترونه هم شامل دي.
د یادونې ده، چې د چمن پریس کلب له دې مخکې قلف شوی و. په چمن کې د ځايي پولیسو یوه لوړپوړي افسر د ټیلیفون له لارې بي بي سي ته وویل، تر اوسه هغه دفترونه نه دي پرانیستل شوي، چې د پرلت ګډونوالو تړلی وو.
د احتجاجي پرلت په ترڅ کې د دوو کسانو له وژل کېدو او یو شمېر نورو له ټپي کېدو وروسته احتجاجیانو د کوټې او چمن تر منځ لویه لار هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
د چمن او سپین بولدک تر منځ د تګ راتګ لپاره د پاکستاني چارواکو له لوري د پاسپورټ درلودلو شرط له لازمي کېدو وروسته ډېورنډ کرښې ته څېرمه دا پرلت د تېر کال له اکتوبر راهیسې دوام لري، چې د سیمې په تاریخ کې تر ټولو اوږدمهاله پرلت بلل کېږي.

د پرلت کمېټې ویاند صادق اڅکزی وايي، ځايي خلک تر دومره اوږدې مودې پورې ځکه احتجاج کوي، چې د پاسپورټ شرط له کبله د چمن او شاوخوا سیمو زرګونه کسان بې روزګار شوي دي. نوموړی وايي، د پرلت ګډونوالو د غوښتنو منلو پر ځای تېره شنبه پر سوله ییزو احتجاج کوونکو ډزې وشوې، چې له هغه وروسته دفترونه او بانکونه وتړل شول.
ښاغلی اڅکزی وايي، تر څو چې یوازې د پاکستان هویت یا شناختي کارت سره خلکو ته د ډېورنډ کرښې بل لور ته د سفر اجازه نه وي ورکړل شوې، پرلت به دوام کوي.
بل لور د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي وايي، په نړۍ کې داسې هېڅ ځای نه کېږي، چې څوک دې له پاسپورټ پرته بل هېواد ته سفر وکړي. د نوموړي په خبره د پاسپورټ شرط له لازمي کېدو وروسته په چمن کې د پاسپورټ او احصایې دفترونو کارکوونکو شمېر زیات شوی، چې خلک ژر پاسپورټ ترلاسه کړي.
ښاغلی بګټی زیاتوي بالاخره به موږ هم هماغسې اقدامات کوو، چې د نړۍ نورو هېوادونو کې بهر ته د تګ لپاره کېږي.











