چمن کې د پرلت کوونکو او پاکستان سرحدي ځواکونو ترمنځ اخ و ډب؛ مرګژوبله هم په کې اوښتې

پاکستان

د عکس سرچینه، Social Media

چمن کې پر ډیورنډ کرښه له افغانستان سره له ویزو پرته ازاد تګ راتګ لپاره د احتجاج ګډونوال د پاکستان سرحدي (اېف سي) ځواکونو سره په نښته اوښتي دي.

په دغه اخ و ډب کې د مرګژوبلې اوښتلو رپوټ هم شته.

د چمن پرلت د تنظیموونکې کمېټې ویاند صادق خان اڅکزي بي بي سي ته ویلي، چې 'اېف سي' ځواکونو په پرلت کوونکو اوښکې بهونکي ګاز کارولي، د دوی خیمې یې سوځولي او د کوتکونو پر ګوزارونو سربېره یې ډزې هم کړې دي.

هغه ادعا کړې چې په ډزو کې ۴ پرلت کوونکي وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

بي بي سي په خپلواک ډول د مرګژوبلې دا ادعا نشي تائیدولی.

په ځینو رپوټونو کې د یوه احتجاج کوونکي د وژل کېدو او ۲۰ نورو د ټپي کېدو ویل شوي دي.

صادق خان اڅکزي بي بي سي ته ویلي، چې امنیتي ځواکونو د دوی شاخوا ۵۰ ملګري نیولي هم دي.

پاکستان

د عکس سرچینه، S.M

د عکس تشریح، د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې مشران احتجاج کې د ټپي شويو پوښتنې ته تللي

سرچینې وايي، احتجاج کوونکو هم پر ملېشه ځواکونو د ډبرو ګوزارونه کړي دي.

د ښاغلي اڅکزي په وینا، اېف سي ځواکونو سره تازه شخړه تر هغې وروسته رامنځته شوه چې دوی تېره ورځ (جمعه) له راتلونکې دوشنبې ورځې د نورو احتجاجونو او په دې لړ کې د ترانسپورت او پاسپورتونو ادارو د تړلو اعلان وکړ.

دی وايي د چمن د پرلت ګډونوالو ترانسپورت ته له څه باندې څلور میاشتې تړل کېدو وروسته ځکه اجازه ورکړې وه چې حکومت ورسره د دوی پر غوښتنو فکر کولو لپاره وخت غوښتی و، خو اوس داسې ښکاري چې په دې پلمه یې تېر ایستل.

پرلت وال وايي، چې حکومت او امنیتي ادارې یې په زور له خپلو غوښتنو نشي اړولي او دا چې په راتلونکو ورځو کې به خپل اعتراضونه لا زیات کړي.

پاکستان

د عکس سرچینه، S M

بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د خواله رسنیو یوه پیغام کې لیکلي، دی چمن کې پر احتجاج کوونکو د "پاکستاني ځواکونو برید" چې څو پښتانه پکې مړه او ټپي شوي، غندي.

هغه همدا راز زیاته کړې چې "په سیستماتیکه توګه د پښتنو قتل عام" او په ظلم او زور "د پښتونخوا پر سرچینو ګډ لوټ تالان" باید بند شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، چې دوی د چمن پرلت له تنظیموونکو سره درېږي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

چمن کې د پرلت له پیل څه باندې اووه میاشتې اوړي.

د دغه پرلت کډونوال تر ډېره هغه کسان دي چې په وېش بازار او د سپین بولدک-چمن دروازې دواړو غاړو ته کاروبار، خپلوي او راشه درشه لري.

دوی وايي د تاریخ په اوږدو او د پاکستان له جوړېدو راهیسې یې پر ډیورنډ کرښه ازاد تګ راتګ او کاروبار کاوه، او تر دې وروسته هم د پاسپورتونو او ویزو جبري کېدو ته غاړه نه نږدي.