څرنګه د طالبانو حکومت له ۹۰ زرو په ډېرو امنیتي کامرو د کابل میلیونونه اوسېدونکي څاري؟

- Author, محجوبه نوروزي
- دنده, بيبيسي، کابل
د کابل ښار په زړه کې د پولیسو یوه مرکز کې لسګونه لوی سکرینونه لګېدلي، او د طالبانو پولیس په کې په ډېر ویاړ خپل وروستی نوښت نندراې ته وړاندې کوي- د شاوخوا ۹۰ زره کامرو داسې شبکه چې شپه او ورځ پرې میلیونه خلک څارل کېږي.
طالب چارواکي وايي، د څار دا سیستم کابل کې له جرمونو او جنایي پېښو سره په مبارزه کې ګټور ثابت شوی خو نیوکه کوونکي وېره لري چې ښايي له دې کامرو څخه "د مخالفینو د ځپلو او خپلسري نیونو لپاره استفاده وشي."
کابل کې د طالبانو د پولیسو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ یوه مانېټور ته په اشارې وايي، "دا زموږ د کنټرول خونه ده، له دې ځایه د ټول کابل ښار څارنه کوو."
بيبيسي لومړنۍ بهرنۍ رسنۍ ده چې له نږدې یې د دغه سیستم د کتلو اجازه تر لاسه کړې.

د پولیسو افسران چې دلته ناست دي، له زرګونو دوربینونو سره د کابل د شپږو میلیونو خلکو ژوند څاري. د موټرو له نمبر پلېټو نیولي، د خلکو تر مخونو او څېرو هر څه د دوی له څارګرو کامرو تېرېږي.
ښاغلی ځدراڼ وايي، "په ځينو سیمو کې چې کله یوه ډله خلک ووینو او شک مو شي چې ښايي مخدره توکي کاروي، یا بل کوم جرم کوي، ژر په هماغه سیمه کې له پولیسو سره په اړیکه کې کېږو."
"دوی په بیړه سیمې ته ځان رسوي چې هلته د راټولېدنې څرنګوالی معلوم کړي."
نوموړي په ډېرې لېوالتیا هڅه کوله، موږ ته د دغې شبکې وړتیا او دا راوښيي چې څرنګه د لسګونه زره کامرو په مرسته په دغه ښار کې پېښېدونکي هر څه څاري.
د څېرو پېژندلو وړتیا

ښاغلی ځدراڼ زیاتوي، "دا کامرې په یوه لوړه ارتفاع لګېدلې. هغه مهال چې هوا پاکه وي، موږ کولی شو ان په څو کیلومترۍ کې خلک او پېښې په ښه ډول ووینو."
دا سیستم د څېرې له مخې د خلکو د پېژندګلوۍ وړتیا هم لري. د کامرو د کنټرول خونې پر یوه سکرین داسې انځورونه ښکاره شول چې هره څېره یې د عمر، جنسیت، او نورو مشخصاتو له مخې چې ږیره یا ماسک لري کنه، ډلبندي کول.
د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د طالبانو لخوا د ډېرو کامرو په کارولو اندېښنه هم ښودلې.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د دې کامرو نصبول چې د طالبانو حکومت ورته د "ملي امنیت" نوم ورکوي، "د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سختو سیاستونو د دوام هڅه ده."
د بشري حقونو څار بنسټ وايي، افغانستان د داسې کامرو د تنظیم، ساتنې او له ثبت شویو انځورونو څخه د استفادې د څرنګوالي قانون نه لري.

خو په کابل کې د طالبانو حکومت پولیس وايي، د دې سیستم معلومات تر دریو میاشتو ساتل کېږي او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبره دا سیستم هیچاته او هیڅ ډول شخصي حریم ته ګواښ نه پېښوي.
چارواکي ټينګار کوي چې "دا سیستم له ځانګړو خونو چې په بشپړ ډول خوندي دي، د ځانګړو او مسلکي کسانو لخوا اداره کېږي."
دا سیستم له هغې ډېر لوی او پراخه دی چې د تېر جمهوریت پر مهال جوړ شوی و.
د پرځېدلي جمهوریت د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پخوانی ویاند جنرال اجمل شینواري وايي، "هغه مهال په ټول کابل کې ۸۵۰ کمرې لګېدلي وې."
په کابل کې د کامرو د دغې شبکې د یوې برخې لګښت د عامو افغانانو پرغاړه دی.
لګښت یې د چا پر غاړه دی؟

په کابل کې مو له شیلا سره چې مستعار نوم یې دی، خبرې وکړې. نوموړې وايي، ورته ویل شوي وو چې کور ته نږدې یې د ځینو کامرو لګولو لګښت ورکړي.
شیلا زیاتوي "د دغو امنیتي کامرو لپاره یې له هرې کورنۍ پیسې ټولې کړې دي. چا یې چې وس نه درلود، درې ورځې فرصت یې ورکاوه او بیا یې پرې برېښنا او اوبه بندولې."
ډېر خلک کار روزګار نه لري. دوی پورونه واخیستل او دا پیسې یې ورکړې. داسې حال کې چې خلک وږي دي دا امنیتي کامرې څه ګټه لري؟"
په کابل کې د طالبانو چارواکي وايي، که له دې اړخه په چا فشار راوړل شوی وي، کولی شي رسمي شکایت ثبت کړي.
ښاغلی ځدراڼ زیاتوي "د خلکو ګډون د دوی په خوښه و او کومک هم د څو سوو افغانیو په اندازه و، نه دې زرګونو افغانیو."

خو د هغو خلکو چې اوس د طالبانو حکومت د لسګونه زرو کامرو تر څار لاندې ژوند کوي، یوازینۍ اندېښنه د کامرو لګښت نه دی.
له پوهنتونه فارغه فریبا نومې نجلۍ چې اوس له خپل مور او پلار سره اوسېږي، د طالبانو د واکمنۍ له پیله د کار موندلو هڅه کوي، خو دنده ورته نه پیدا کېږي.
نوموړې ادعا کوي، "ځینې خلک ازاده تګ راتګ نه شي کولی. په تېره بیا د تېر حکومت سرتېري، د بشري حقونو فعالان او معترضه ښځې پټې اوسېږي. امنیتي کامرې د ډېرو خلکو د اندېښنو سبب شوې دي."
اغلې فریبا اندېښنه لري چې "له دې سیستم څخه د سختو قوانینو په عملي کولو کې استفاده کېږي او له همدې لارې د ښځو حجابونه هم څارل کېږي."

د طالبانو حکومت دا ډول اندیښنې بې ځایه بولي او زیاتوي چې دې تړلي سیستم ته یوازې د دوی پولیس لاسرسی لري او په ټکو یې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ترې استفاده نه کوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي "امنیتي کامرې د امنیت په ټينګښت، د جرمونو کچې په کمښت او پر وخت د مجرمینو په نیولو کې ډېر مثبت او رغنده رول لري."
له دې وضاحتونو سره سره، په کور دننه او بهر یو زیات شمېر خلک او د بشري حقونو فعالان د کامرو د دومره زیات شمېر او پياوړيو شبکو له فعالیت څخه د ګټې اخیستنې څرنګوالي ته اندېښمن دي.











