د اپل مصنوعي ځیرکتیا څه شی ده او دا به ایفونونه څنګه بدل کړي؟

ټکنالوژي

د عکس سرچینه، Getty Images

د ټیکنالوژۍ په نړۍ کې د مصنوعي ځېرکتیا مخ په زیاتېدونکې غوښتنې په پام کې نیولو سره، د ټیکنالوژۍ لوی شرکت اپل غواړي خپل غږیز ملاتړی "سري" او عملیاتي سیسټم د مصنوعي ځېرکتیا اې ای سره مدغم کړی، چې د مصنوعي ځېرکتیا په برخه کې مخ ته لاړ شي.

په دې اړه، اپل د مصنوعي ځېرکتیا پلیټ فارم چټ جي پي ټي فیچر په ایفونونو کې له "سري" سره یو ځای کړی دی.

د ایفون جوړونکي اپل شرکت د دوشنبې په ورځ د خپلې پراختیايي کلنۍ نندارې پر مهال له ډېرو نورو نویو ځانګړتیاو سره د سري بدلون اعلان وکړ. اپل دغه اې ای سیسټم ته (اپل ځېرکتیا )نوم ورکړی او موخه یې کاروونکو ته د اپل وسایل په اسانۍ کارول بللي دي.

دغه شرکت د پرانیستي اې ای او چټ جي پي ټي پرمختلونکو سیستمونو سره ملګرتیا کړې، چې ورسره به د ایفون او مک عملیاتي سیسټمونه چټ جي پي ټي ته لاسرسی ولري.

چټ جي پي ټي د نورو وسیلو وړتیاو لوړولو لکه د دندو او متن او منځپانګې په ګډون چارو لپاره هم کارول کېدای شي.

په کالیفورنیا کې د شرکت په مرکزي دفتر کې د نړۍ په کچه پرمختیايي کنفرانس کې، د اپل اجرایوي مشر ټیم کوک وویل، دا اقدام به د دغه شرکت محصولات "نوي لوړوالي" ته ورسوي.

د ایلون مسک ګواښ

ټول هم د اپل شرکت نوي اعلان هرکلی نه کوي. د موټر جوړولو ټېسلا او د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم ایکس خاوند ایلون مسک، ګواښ کړی چې د "ډیټا امنیت" لپاره به په خپلو شرکتونو کې د ایفونونو بندیز ولګوي.

ایلون مسک پر اېکس لیکلي، "اپل نه پوهېږي چې د اوپن اې ای په لاسونو کې د دې ډېټا ساتل به واقعا څه وکړي." دوی تاسو سیند ته غورځوي."

ټېکنالوژي

د عکس سرچینه، Getty Images

کله چې د اپل سیالو شرکتونو د مصنوعي زیرکتیا پر ټیکنالوژي کار وکړ او غوره یې کړ، اپل هم مجبور شو چې دا ټیکنالوژي غوره کړي.

د جنورۍ په میاشت کې مایکروسافټ د نړۍ د تر ټولو قیمتي کمپنۍ لقب وګاټه او د جون په لومړیو کې اپل یو ځل بیا د نیویډیا له خوا شاته شو.

د سي سي اېس مصنوعي ځیرکتیا یو مشر شننونکی بین ووډ وايي، د اپل نوی شخصي اې ای سیسټم ممکن د وېرېدلو پانګوالو د ډاډ په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي، خو د چټ جي پي ټي سره یوځای کول د شرکت لپاره ژورې ستونزې رامنځته کوي.

هغه له بي بي سي سره په خبرو کې وویل: 'د دې معنی دا ده چې اپل خپل محدودیتونه پېژني، ځکه چې دا به د سري له کارونکو سره مرسته ونه کړي او د چټ جي پي ټي کارول به پیل شي.'

اپل په دې وروستیو میاشتو کې د تخنیکي شرکتونو لخوا د اې ای محصول کارولو کې په لویه کچه غیر حاضر و.

د اپل مشر، کوک په ۲۰۱۳ کال ګې پانګوالو ته ویلي و، شرکت به په احتیاط سره ټیکنالوژۍ ته مراجعه وکړي. دا پلانونه د دوشنبې په ورځ روښانه شول.

د اپل مصنوعي ځېرکتیا څه ده؟

ټېکنالوژي

د عکس سرچینه، Getty Images

د اپل مصنوعي ځېرکتیا یا 'اپل انټلیجنس' نه کوم محصول دی او نه هم خپله کوم اېپ دی. دا به د اپل د کارونکو لپاره چې د ددې شرکت توکو کاروي د هر اېپ برخه وي. هغه که هغه ستاسو د پیغام رسولو په برخه کې د ښه کولو په برخه کې د همکارۍ او یا ستاسو د مهالوېش په تړاو لارښوونې وي.

د غږ په وسیلې د مرستې غوښتنې اپلیکېشن 'سري' په ۲۰۱۰ کال کې رامنځ ته شو. اوس له یوې نوې څېرې او ډېرو خبرو سره خپلو کارونکو ته وړاندې کېږي.

اپل د تېرې ورځې خپلې کلیدي خبرتیا په ترڅ کې وویل، چې دا شرکت به پر خپلو امنیتي تدابیرو ډېر تمرکز وکړي.

شرکت وايي دا د کاروونکو لپاره خورا مهم دی چې د خصوصي معلومات خوندي وي.

د اپل شرکت د سافټویر سیسټم د مشر مرستیال کریګ فیډریګی ویلي، دا سیسټم تاسو ته د ایفون، ایپډ او مک کې پیاوړی ماډل ماشین دی.

"دا معلومات تاسو دا زمینه برابروي چې تاسو ته به ډېر ګټور او مناسب وي، دا په هر ګام کې ستاسو د خصوصي حریم ساتنه کوي."

د اوپن اې ای او اپل تړون څه معنی لري؟

د اپل اوپن اې ای چټ جي پي ټي اضافه کولو څخه په پراخه کچه تمه کېده، خو دا د دغه شرکت لپاره یو غیر معمولي ګام دی چې د خپلو محصولاتو ډېره ساتنه کوي.

ګوګل او مایکروسافټ په وروستیو میاشتو کې د دوی د اې ای محصولاتو لخوا د ترسره شويو غلطیو لپاره له پلټنې سره مخ شوي، او تر غبرګونونو وروسته یې په می میاشت کې خپله نوې بڼه را واېسته.

اپل له کلونو راهیسې، خپلو کاروونکو ته له اپل سټور څخه بهر د هر ډول اېپونو ډاونلوډولو اجازه نه ورکوي ځکه د دوی په اند ښايي خوندي نه وي، او له همدې امله د سفاري پرته بل کوم وېب ته اجازه نه ورکوي.

ایا د دې نښه ده چې اپل، ان نشي کولای له چټ جي پي ټي سره سیالي وکړي؟

که داسې وي، نو اوپن اې ای موږ ته د مصنوعي استخباراتو د اوسني ځواک په اړه ډېر څه وايي.

اپل پرون وویل، په راتلونکي کې به نور محصولات هم سره ګډ یا مدغم کړي، خو د کوم محصول نوم یې وانخیست.