ډيجیټل زمانه او مورنۍ ژبه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سیدعبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
د شمېرو له مخې د نړۍ لرو بر له ۷ زرو ډېرې ژبې ویل کېږي چې یوه پکې د شاوخوا ۷۰ میلیونو وګړو ژبه (پښتو) ده.
ما په تېرو څو ورځو کې د بیلابیلو ټولنو له لوري د مورنیو ژبو د لمانځنې اړونده ویناوې واورېدې او خپرې لیکنې مې تر یوه بریده ولوستې.
په پښتنو او افغانو لمانځنو کې تر ډېره دودیز ډول د دغو ورځو یادونه کېدله چې مورنۍ ژبه کې زدکړه او یا هم ژوند کولو اړوند چارې زموږ حق دی.
حق خو دی خو د دې حق پر ځای کولو لپاره څه په کار دي؟
د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ د فبرورۍ پر ۲۱ لمانځل کېږي او ریښه یې له ۱۹۵۲ زېږدیز کاله ده چې د بنګله دېش په ډاکه پوهنتون کې د بنګالي زدکوونکو له لوري پر خپله ژبه د زدکړو د غوښتنې پر لاریون پاکستاني پوځيانو ډزې وکړې او یو شمېر ښوونکي او زدکوونکي پکې ووژل شول.
د ملګرو ملتونو کولتوري سازمان یونسکو په ۱۹۹۹ کې ټیک همدغه ورځ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ونوموله او له هم هغه مهاله د پښتونخوا او افغانستان په ګډون ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي.
سږنیو لمانځنو کې زما یوه ټکي ته پام شو.
د لندن لویدیځه څنډه کې د افغانانو یوې غونډې ته بلل شوی وم. د یوه ښوونیز بنسټ مشرې څو هغه زدکوونکي راوبلل چې برتانیا کې زېږېدلي او همدلته یې زدکړې کړې خو مورنۍ ژبې پښتو، دري او ازبېکي یې هم زده کړې.
دریځوالې د یوه پښتون ماشوم د رابللو پر مهال ور غوټه کړه " کله چې دا زدکوونکی زموږ د لنډ مهالو زدکړو مرکز ته راتللو نو یوه ورځ یې وویل، ستاسو د زدکړو ټولګي ډېر ستړي کوونکي دي."
دا هغه خبره وه چې د غونډې د سمبالګرې له لوري په دریځ واورول شوه او ښايي د ډېرو د زړه خبره وه ځکه ډېر کله هغه ناستې چې موږ یې ګډون والو یو همدومره ستړې کوونکې وي چې وینا وال پکې نوې خبره نه لري.
دې غونډه کې د کابل د کمکیانو انیس خپرونې یادونې وشوې، په عام ډول د مورنۍ ژبې د حقونو خبرې وې چې د تاریخي هڅو یو زرین یادښت و خو چا هم د دې پېر اړوند څه ونه ویل چې د خواله رسنیو په غېږ کې د لویدونکو ماشومانو لپاره څه اړین دي او څه کول په کار دي چې زموږ دا نسل د مورنۍ ژبې له حقه بې برخې نشي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دې ډېجیټل پېر کې رسنۍ په یوه داسې بڼه اوښتي چې هرڅوک خپله منځپانګه له خپله اړخه خبرې، انځورونه، ویډیوګانې او لیکل داسې خپروي چې هیڅ ډول سانسور او ان د بل چا کتنه پکې تر ډېره نه وي او نه هم کوم بندیز شته، نو په داسې وخت کې اوس له حکومتونو ډېر واک د خلکو لاس ته لوېدلی چې ټولنې ته څه ډول منځپانګه خپروي.
خپله ژبه، سوچه ژبه، د پوهنې او پرمختګ اړوند کیسې، د نړۍ سره د سیالۍ خبرې او که برعکس په پردۍ ژبه خپلو ماشومانو ته غږېږئ، تربګنۍ ورزده کوئ او هغه څه خپروئ چې زموږ دا نسل ترې شکایت کوي او انګیري چې ګواکې پرې تپل شوي.
رسنیز څارونکي پر دې ګروهه دي چې د ډیجیټل په دې زمانه کې به د ناسازه حالت رامخې ته کېده او په نا کاره لاره د راتلونکي نسل د تلو چاره کې د مسولیت لاسونه زموږ غاړې ته رالویږي.
کله چې موږ د مورنۍ ژبې د حق خبره کوو، هیله دا راپورته کېږي چې د خواله رسنیو دې بازار کې به خلک په هغه منځپانګه پسې ځي چې نوښتګره او د خلکو د پام وړ وي.
که مو په دېره او د کور پېنډو کې دودیزې کیسې کوو ماشومان به مو ښايي تر ډېره راته غوږ نشي سترګې به یې زموږ پلو وي او په غوږونو کې پر ځیرک ټلیفون بل څه اوري.
همدا لامل دی هغه ټولنې چې د مورنۍ ژبې د حق غوښتنې کوي څه به ترلاسه نه کړي ځکه مور او پلار به بچیانو ته مورنۍ ژبه غواړي خو ماشومان به یې په نورو ژبو د ښو توکو موندلو پسې لالهانده وي او د حق غوښتنې دا خبرې به تش شعارونه پاتې شي.
په پای کې به هغسې چې ډېرو په ښونځیو کې په پردۍ ژبه زدکړې کړي د ژوند ډېره برخه به یې د بل پر ژبه د کار او ګټې وړ منځپانګې موندلو او زدکړه کې تېره شوي وي او بیا به ناوخته وي.
په جرمني کې یوه مېشته افغانه ډاکټره محسینه بارک وايي له خپلو بچیانو سره کرۍ ورځ په جنجال کې وي چې ټیک، ټاک او انسټګرام کې دومره مه بوختېږئ، په ښوونځي کې جرمني لولئ او کور کې بیا په انګریزۍ ژبه انلاین ویډیوګانې ګورئ نو خپله ژبه به کله وایاست؟
هغه وایي په پښتو ژبه کې یا خو ډېر څه نشته او یا لږ دي چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو وخت ورسره سم تېر شي، هم ژبه زده کړي او هم د خپلې خوښې اړونده پوهه ترلاسه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په لندن کې یو هندي ژبي څه موده وړاندې راته ویلي و، د خواله رسنیو اغیزه پر هغو هندیانو ډېر ښه ده چې له هنده بهر ژوند کوي ځکه هند کې له فلم نیولې تر ټولنیزو مسلو ډېره ښه منځپانګه په هندۍ ژبه خپریږي او په بهر کې میشت هندي ماشومان او ځوانان یې لیدو ته لیواله وي.
همدا د خواله رسنیو بازار دی چې څوک په کې د ګټې سودا کوي او څوک تاواني کېږي خو حل لارې څه دي؟
څېړونکي پر دې باور دي چې د ټولنې وګړي باید هغه ټول پلټفورمونه یا رسنیزي بڼې په نښه کړي چې خلک پرې ورټولیږي هغه که فېسبوک دی، انسټګرام دی، ټوېټر، ټیک ټاک او یا هم بله خواله رسنۍ ده.
له په نښه کولو موخه دا ده چې پر همدغو رسنیو دې کار وشي، په خپله ژبه معنا لرونکې منځپانګه ورته غوره شي او هغه کسان چې تر نورو ډېر مسولیت لري ورسره خبرې او سلا مشوره وشي.
ښايي د یوشمیر خلکو انګېرنې دا وي چې خواله رسنۍ یوازې د ساعت تېرۍ وسیلي دي خو دومره ژوره روږدتیا دا په ګوته کوي چې دا بڼه رسنۍ اوس یوازې ساعت تېري نه ده، د زده کړې او ښونې لوی او مهمې موکې دي چې هوښیار او ځیرک وګړي ترې ګټه پورته کوي.
دې لاره کې، پوهنیز بنسټونه، ورسره دودیزې رسنۍ او هغه مشهورې او اوڅارې څېرې د لوړ مسولیت لرونکي دي چې پر خواله رسنیو په خپله ژبه د علمي او ګټورې منځپانګې د خپرولو وس لري.
په خپله ژبه لیکل خپرول، پر ځانګړو موضوعاتو پوډکاسټونه تیارول، کتابونه انلاین بڼې ته اړول، د غږیزو کتابونو چمتو کول، د ژبې اړوند انلاین ټولګي، د فلکلور او ولسي ادبیاتو انلاین کول، د طنز معنا لرونکې خپرونې له نړیوالو ژبو د خپلې ټولنې په ښه راتلونکو توکو ژباړه ډېرو ته د خواله رسنیو سمه کارونه بریښي چې کولی شي موږ ته د مورنۍ ژبې حق راکړي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
اوس چې نړۍ یو کلی یادیږي د حقونو اړوند مسلو کې هشتګونه او ځانګړې نښې چې کمپاینونو، احتجاجونو او عامه پوهاوي لپاره کارول کېږي په خپله ژبه د خپلې ټولنې له ارزښتونو سره سم پکې ګډون د مورنۍ ژبې د حق لپاره یو بل ګام دی او داسې ګام چې تاسو د ژوند له کاروان سره هم غاړي ساتي.
د شمېرو له مخې په انلاین نړۍ کې تر ټولو ډېره کارېدونکې ژبه انګريزي ده، په لویدیځه اسیا او شمالي افریقا کې د ډیجیټل واکمنه ژبه عربي ده او همدا ډول د ځواکمنو ټولنو ژبې پر بې وزلو ټولنو پاچاهي کوي.
حکومتولي، اقتصاد، سوداګري او د ژوند نورې بوختیاوې په یوه ډول نه یو ډول له ژبې سره تړلي دي، نو که د ډیجیټل ژبه که د هر چا وي نور به ترې اغېزمن وي.
د ډیجیټل نړۍ کارپوهان وايي که څوک دې مسلو ته بې غوره شول او کم ارزښته یې وګڼل نو ډیجیټلي نړۍ به نه یوازې د هغوی ژبه وځپي، بلکې د نسل د روزنې برخلیک به یې هم د نورو لاس ته وغورځوي او بیا به ناوخته وي چې د بیرته سمولو فکر یې وشي.











