د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ؛ "تعلیم ته دې لاسرسی په بېلابېلو ژبو وي"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي
نن د فبرورۍ میاشتې ۲۱، د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده. دغه ورځ د ملګرو ملتونو کلتوري او علمي ادارې "یونیسکو" په غوښتنه د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په توګه په رسمیت پېژندل شوې او هر کال په دې موخه چې حکومتونه، کورنۍ او ادارې د مورنۍ ژبې ارزښت ته وهڅوي لمانځل کېږي.
د دې ورځې لمانځلو بله موخه د هغو لږکیو د ژبو ژغورنه ده چې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.
د نړۍ په ځینو ژبو ستړې مه شې یا سلام علیکي، خو کېدای شي د ویونکو یې مورنۍ ژبه بله وي. دا نه چې حتمي دې د دغو کسانو مور په دې ژبې خبرې وکړي، بلکې د دوی د کور ژبه، هغه ژبه چې له ماشومتوبه یو کس ورسره را لوی شوی وي او تر هرې بلې ژبې یې پوهېدل ورته اسانه وي.
نو ملګرو ملتونو د انسان له ذهن سره د تر ټولو آشنا ژبې اهمیت ته په کتو یوه ورځ مورنۍ ژبې ته ځانګړې کړې چې حکومتونو، کورنیو او افرادو ته ور په زړه کړي چې پر دې مسلې غور وکړي، او له واکمنو څخه وغواړه چې هر چا ته په هغه ژبه د زدکړې او پوهاوي زمینه برابره کړي چې ښه پرې پوهېږي.
له نن ۱۳ کاله وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۲۰۱۰ کال کې یو پرېکړه لیک تصویب کړ، چې له مخې یې هر کال د فبرورۍ میاشتې ۲۱ مه نېټه د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.
خو دې مسلې ته د ملګرو ملتونو پام چا ور واړاوه؟ د ملګرو ملتونو تر پرېکړې نژدې یوه لسیزه مخکې د بنګله دېش خلکو د ملګرو ملتونو هغه مهال عمومي منشي کوفي عنان ته په یوه لیک کې د دې ورځې لمانځلو غوښتنه کړې وه.
دوی په مورنۍ ژبه د لیک، لوست حق غوښتونکې مبارزه ډېره وړاندې پیل کړې وه.
د محمد علي جناح څرګندونو ته غبرګون

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان له رامنځته کېدو څه موده وروسته د دې نوي هېواد موسس او ګورنر جنرل محمد علي جناح د اوسني بنګله دېش پلازمېنه ډهاکه کې چې هغه وخت ختیځ پاکستان بلل کېده، یوې غونډې ته وینا کې وویل:
''اردو او یوازې اردو به د پاکستان رسمي ژبه وي.''
نه یوازې د هغې غونډې ګډونوالو د ښاغلي جناح پر دې څرګندونو سخت غبرګون څرګند کړ، بلکې له هغه وروسته د بنګله دېش اوسېدونکو پراخ احتجاجونه وکړل، چې د ډهاکې پوهنتون یې مرکز و.
بنګالیان اندېښمن وو، چې که پر دوی بله ژبه وتپل شي، نه یوازې دا چې راتلونکي نسلونه به یې په خپله مورنۍ ژبه له زدکړو محروم پاتې شي، بلکې خپله بنګله ژبه به هم له منځه لاړه شي.
د مظاهرو د لړۍ تر دوام څو کاله وروسته چې د پاکستاني حکومت په قهرجن غبرګون کې محصلین ووژل شول، پاکستان بنګالي ژبه په رسمیت وپېژندله. خو کار له کاره تېر و.
هغه لړۍ چې د مورنۍ ژبې حق غوښتنې لپاره پیل شوې وه، نه یوازې و نه درېده، بلکې تر هغې یې دوام وکړ، چې ۱۹ کاله وروسته بنګله دېش له پاکستانه بېل او د یوه ځانګړي هېواد په توګه د نړۍ پر نقشه رادبره شو.
اوس بنګله دېشیان هرکال د فبرورۍ پر ۲۱ هغو شهیدانو ته نمانځغونډې نیسي چې د مورنۍ ژبې لپاره مبارزو کې وژل شوي. نو ملګرو ملتونو هم همدا ورځ غوره بللې.
"تعلیم ته دې لاسرسی په بېلابېلو ژبو وي"
سږکال د ملګرو ملتونو شعار دا دی چې "تعلیم ته دې لاسرسی په بېلابېلو ژبو وي"، ځکه دا هغه اړتیا ده چې زدکړه بدلوی شي. ملګري ملتونه وايي په نړۍ کې د نفوس ۴۰ سلنه په هغه ژبه چې پرې غږېږي او پوهېږي زدکړه نه ترلاسه کوي.
سره له دې چې په مورنۍ ژبې د زدکړې پر اهمیت تل ټینګار کېږي خو په ځینو آن پرمختللو هېوادونو کې د ټولو ژبو ویونکو ته یې یو ډول آسانتیا نه ده برابره کړې.
په برتانیا کې چې وېلز هم په کې شامل دی، لا اوس هم هڅې روانې دي چې "وېلش" ژبې ویونکو ته د انګلیسي ژبې په ډول کار وشي.
د افغانستان په ګډون ډېر هېوادونه شته چې د نفوس لویې برخې ته یې د دوی په مورنۍ ژبه زدکړه نه ورکول کېږي.
په ایران کې عرب او کوردان، په پاکستان کې پښتانه او بلوڅان او په افغانستان کې د پښتنو په ګډون اوزبېکان، ترکمان، بلوڅان او نور شکایت لري چې له ټولو ژمنو سره سره چې، په تېره بیا په وروستیو شلو کلونو کې ورسره شوې وې، لا اوس هم په خپلو مورنیو ژبو زدکړه نه ترلاسه کوي.
ډېری مهال عامه انګېرنه دا وي چې که یو څوک په یوه ژبې غږېدای شي او لیک لوست کولی شي نو په مورنۍ ژبې یې سهولت برابرولو ته څه اړتیا ده؟
خو کارپوهان وايي یوه مسله هغه وخت ښه سم هضمولی او په مفهوم یې پوهېدلی شئ چې، ستاسې په فکر کې هممهاله د یوې ژبې ژباړه روانه نه وي، بلکې هغه ژبه واورئ چې فکر او چورت مو هم په هماغې ژبې وي.











