د خواجه اصف ټویټونه: د طالبانو او پاکستان د اړیکو د لوړو او ژورو انځور

د عکس سرچینه، @KhawajaMAsif
- Author, علی حسینی
- دنده, د بيبيسي د حقیقتموندنې څانګه
د ۱۳۹۹ هجري لمریز کال د وږې پر ۲۳مه د امریکا او طالبانو تر منځ په دوحه کې د سولې هوکړې له لاسلیک کابو پنځمه میاشتې وروسته د طالبانو مذاکره کونکې ډلې مشر ملا عبدالغني برادر او د امریکا د هغه مهال بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په قطر کې سره ولیدل. دغه لیدنه د بین الافغاني مذاکراتو په څنډه کې وشوه.
هماغه ورځ د پاکستان د هغه مهال بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف، چې اوس د دغه هېواد د دفاع وزیر دی، پر خواله رسنۍ ایکس (ټویتر) کې د ملا برادر له عکس سره په اردو ژبه متن خپور کړ. په متن کې لیکل شوي وو "ځواک له تاسې سره دی او خدای له موږ سره دی. الله اکبر."
له دغې لیکنې په روښانه توګه څرګندېده چې ښاغلي اصف د هغې هوکړې د لاسلیک له امله خوشحاله دی، چې له مخې یې له افغانستانه امریکايي ځواکونه ووتل او له بلي خوا یې طالبانو ته په بېساري توګه سیاسي هویت ورکړ.
خو کابو پنځ کاله وروسته خواجه اصف، چې اوس د پاکستان دفاع وزیر دی، نه یوازې له خپل پخواني ټویټ سره یې نظر بدل کړی، بلکې د هغه حکومت "په بشپړه توګه د لمنځه وړلو" ګواښ یې کړی چې ملا برادر یې خورا مهم لوړ پوړی چارواکی دی.
"زغم او وخت، دوې ځواکمنې وسلې دي"
د خواجه اصف ټویټونه او څرګندونې د طالبانو حکومت په اړه د پاکستان حکومت (په ځانګړي ډول د پوځي او امنیتي بنسټونو) دریځ روښانوي. په بله وینا که چیرې تاسې یوازې د خواجه اصف ټویټونه ولولئ، نو د پاکستان او طالبانو حکومت تر منځ د اړیکو په لوړو او ژورو پوهېدلی شئ.
د۱۴۰۰هـ لمریز کال د زمري پر ۲۴مه یوه ورځ وروسته له هغه چې طالبان کابل ته دننه شول او واک یې ونیو، خواجه اصف پر خپل ټویټر(اېکش) د روسیې نوموتی لیکوال لئو تولستوي ته منسوب نقل قول خپور کړ. په هغه ټویټ کې یې لیکلي و:
"زغم او وخت، دوې ځواکمنې وسلې دي" خواجه اصف د دغه نقل قول د انځور پر سر لیکلي وو: "یو ځل بیا په افغانستان کې دا ثابته شوه..." دا هغه شعار یا نارې ته ورته ده، چې طالب مذاکره کوونکو امریکایانو ته ویلي و: "تاسې ساعت لري، خو موږ وخت لرو."
هماغه ورځ د پاکستان د هغه مهال لومړي وزیر عمران خان هم ویلي و، "افغانانو د غلامۍ زنځیرونه مات کړل."
واک ته د طالبانو بیا رسېدو یوه میاشت لا نه وه پوره شوې چې د ۱۴۰۰ هـ لمریز کال د تلې پر ۱۳ مه د پاکستان د هغه مهال د استخباراتو مشر فیض حمید کابل ته ولاړ.
نوموړي څلور میاشتې مخکې په قطر کې له طالب استازو سره له لیدنې وروسته، له هغوی سره یو ځای لمونځ کړی و. هغه مهال یې بریتانیوي خبریال لیندزي هیلسام ته په افغانستان کې د راتلوونکي وضعیت په اړه ویلي و: "هر څه به ښه شي."
له دې یوه ورځ مخکې چې د طالبانو حکومت خپله کابینه اعلان کړي، کابل ته د پاکستان استخباراتو د مشر سفر سمبولیک پیغام درلود، یعنی دا چې پاکستان په افغانستان کې د واک پر سر سیالۍ کې له ټولو، په ځانګړي ډول له هنده مخکي دی.
هغه مهال خواجه اصف چې د پاکستان پارلمان غړی و، دې ته په اشاره چې د "جمهوریت" او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د شتون پر مهال "پاکستان ته ګټه ونه رسېده"، ویلي و: "ښايي په راتلوونکو ورځو کې د افغانستان ګټه پاکستان ته ورسېږي."

د عکس سرچینه، Lindsey Hilsum
"اوس له خپله ټویټه دفاع نه شم کولی"
خو وضعیت نه هغسې مخته ولاړ، چې فیض حمید یې وړاندوینه کړې وه او نه هم هغه ډول چې خواجه اصف یې هیله لرله.
د خواجه اصف یو ټویټ او د چای له پیالې سره د فیض حمید عکس، چې پر طالبانو د پاکستان د "ملاتړ او نفوذ" نښې ګنل کېدلې، کابو څلور کاله وروسته خپله معنا له لاسه ورکړې ده.
دواړو لوریو له یو بله د ناخوښۍ څرګندولو لړۍ پیل کړې او خبره جګړې ته ورسېده. ان خواجه اصف ګواښ وکړ چې له طالبانو سره به هغه کار وکړي، چې امریکا له طالبانو سره کړی و: موخه یې د افغانستان په ختیځ کې د تورې بورې سمڅو ته د طالبانو تېښته وه.
نوموړي وروسته له هغه چې ځواکونو یې لنډه موده له طالبانو سره جګړه وکړه، په پاکستان کې جیو نیوز خصوصي ټلوېزیون ته وویل: "د هغه وخت حالاتو ته په کتو کولی شم، خپل ټویټ توجیه کړم، خو تېر ته په کتو اوس نه شم کولای له هغه دفاع وکړم. په څرګنده توګه دا منم."

د عکس سرچینه، @KhawajaMAsif
"نور دغه وضعیت د زغم وړ نه دی"
د دواړو لوریو تر منځ د اختلاف اصلي ټکی د پاکستاني طالبانو تحریک دی. دغې ډلې چې د طالبانو حکومت له "امیرالمومنین" سره یې بیعت کړی، د پاکستان حکومت پر ضد جنګېږي.
د خواجه اصف په وینا طالب چارواکي چې د تلې پر ۲۶مه له پاکستاني استازو سره د مذاکراتو مېز ته کښېناستل او د اوربند پر سره هوکړې ته ورسېدل. "ځوانۍ یې په پاکستان کې تېرې کړې دي." اشاره یې په پاکستان کې د افغان کډوالو څو لسیزې کوربتوب ته ده.
د نړیوالو ځواکونو پر وړاندې له جنګېدونکو طالبانو د پاکستان پټ پوځي ملاتړ چې یو زار وو، اوس څرګند شو. اسلام اباد هیله لرله، که طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېږي، نو هلته به دوی "ژورو ستراتژیکو" موخو ته ورسېږي. ځکه په همدې تمه خواجه اصف ویلي وه : د افغانستان له لوري "ګټورې ورځې" را رواني دي.
خو وضعیت هغه مهال خراب شو، کله چې پاکستاني طالبانو په افغانستان کې د "خپلو ایډیالوژیکو وروڼو" طالبانو واک ته له رسېدو الهام واخیست او په پاکستان کې یې بریدونو ته زور ورکړ. شمېرې ښيي چې د پاکستاني طالبانو بریدونه په افغانستان کې واک ته د افغان طالبانو له رسېدو مخکې وخت پرتله اوس لږ تر لږه درې برابره ډېر شوي دي. د دغو بریدونو له ډلې یې د ځینو پړه اسلام اباد ځکه د طالبانو پر حکومت ور اچوي، چې په وینا یې پاکستاني طالبانو ته یې په افغانستان کې "پناه ور کړې ده." خو د طالبانو حکومت تل د دوی دغه ادعا رد کړې ده.
اوس هم د خواجه اصف ټویټونه د پخوا په شان د طالبانو له حکومت سره د اسلام اباد د چالچلند ښکاروندیي کوي. پر کابل د هوايي برید او د تېر پرتله د کرښې پر سره له سختې جګړې وروسته، د اسلام اباد او د طالبانو حکومت تر منځ د اړېکو لوړې او ژورې ترې څرګندېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
وروسته له هغه چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د پاکستاني طالبانو په یوه برید کې ۱۱ پوځیان ووژل شول، خواجه اصف د پاکستان په پارلمان کې تنده وینا وکړه او ویې ویل: "نور دا وضعیت د زغم وړ نه دی."
له هغه یوه ورځ وروسته چې د "پاکستان له خوا" د کابل هوايي حریم نقض شو، خواجه اصف په یوه ټویټ کې چې په "الله اکبر" پای ته رسېدلی و، لیکلي وو: "کابل تر اوسه تضمین نه دی را کړي چې خاوره به یې زموږ پر وړاندې په فتنهګره توګه نه کارول کېږي. زموږ د ځمکې حرمت تر پښو مه لاندې کوئ، موږ به هم ستاسې په ځمکه کې اور بلېدو ته اجازه ورنه کړو."
له دغو دریځونو وروسته دواړه لوري لنډ مهالې، خو بېساري جګړې ته دننه شول. موده وروسته هغه په خپل ایکس طالبانو ته په خطاب کې ولیکل: "په پاکستان کې د هر ترهګریز او ځانمرګي برید په بدل کې به تاسې ته داسې تریخ ځواب در کول کېږي."
په دې برخه کې د پاکستان دفاع وزیر وروستی ټویټ هغه مهال وکړ چې په ترکیه کې د طالبانو حکومت او پاکستاني استازو تر منځ د مذاکراتو دویم پړاو پای رسېد او اعلامیه یې خپره شوه. په اعلامیه کې د مذاکراتو پر دوام ټینګار شوی و او پر یو بل ترې د بي باورۍ نښي څرګندې شوې.
ښاغلي اصف پر خپله ایکس پاڼه ولیکل: "د افغان پلاوي دا ادعا چې د پاکستان د طالبانو تحریک غړي په اصل کي پاکستاني پناه غوښتونکي دي چې بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي، مسخره ده."
خواجه اصف د پورته خبرې په دوام لیکي: د طالبانو حکومت پلاوي ته یې دا ځواب ورکړ: "دغه 'پناه غوښتونکي' څه ډول خپلو کورونو ته ستانه شوي دي، چې په ویجاړونکو وسلو سمبال دي. پاکستان ته د بس، ګاډي او لارۍ په واسطه له اصلي لارو نه دننه کېږي، بلکې له سختو او غرنیزو لارو لکه غله پاکستان ته ځې." هغه زیاتوي "همدا استدلال څرګندوي چې افغانستان په دې برخه کې ریښتینی نه دی او بد نیت لري."
که چیرې د افغان طالبانو په تړاو د خواجه اصف ټویټونه په کټګوریو ووېشو، نو "د دغې ډلې له ستاینې" وروسته، د ټيټيپي پر وړاندې د همکارۍ غوښتنې او بالاخره د ګواښ کچې ته رسېږي. اوس له یوې لنډې جګړې او دوه پړاویزه مذاکراتو وروسته چې وروستۍ پایله یې نه لرله، داسې جوتېږي چې د پاکستان حکومت د طالبانو پر حکومت د "بې باورۍ" تر بریده رسېدلی دی.
ورته مهال د طالبانو حکومت پاکستان تورنوي چې د داعش خراسان څانګه د پاکستان خاوره د دوی پر ضد کاروي او د هر پوځي برید په مقابل کې د ځواب ویلو حق له دوی سره خوندي دی.
اوس دواړه لوري پر یو بل بې باوره شوي او ګواښونه سره کوي. هیله هغو راتلوونکو مذاکراتو ته ده چې دواړو خواوو یې پر دوام ټنیګار کړی وو، چې د باور فضا رامځته کړي او ګډې همکارۍ ته زمېنه برابره کړي. خو د بي باورۍ له دغې لوړې کچې را ټیټېدل اسانه کار نه دی او د خواجه اصف په ټویټونو کې به د ګواښ او بې باورۍ رنګ او بوی دوام پیدا کړي.











