په استانبول کې د طالبانو د حکومت د خبرو اترو د پلاوي غړي څوک دي؟

د عکس سرچینه، MOD
- Author, مامون درانی
ټاکل شوې افغانستان او پاکستان به د درېیم پړاو خبرو لپاره نن په ترکیه کې سره کیني. د دوی ناسته د هغو ستونزو لپاره د حل لارې لټول دي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د شخړې لامل شوي وې.
بي بي سي ته لږترلږه دوو سرچینو ویلي، چې دا ځل به د طالبانو د حکومت د پلاوي مشري د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق کوي.
ویل کېږي چې د پاکستاني پلاوي مشري به د دغه هېواد د استخباراتي ادارې (ایایسای) مشر جنرال عاصم ملک کوي.
جنرال عاصم ملک له ۲۰۲۴ کال راهیسې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر دی او د پوځ تر مشر را وروسته دویم نفوذ لرونکی کس بلل کېږي.
هغه د پوځ مشر جنرال عاصم منیر نژدې ملګری او د پاکستان د یوه درې ستوریز جنرال زوی دی.
تېره میاشت، له ترېنګلتیا وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړنۍ خبرې د قطر په دوحه کې وشوې چې په هغې کې د اوربند تړون وشو.
وروسته په ترکیه کې د استانبول درې ورځنۍ خبرې شپږو ورځو ته وغځېدې او تېره اونۍ پای ته ورسېدې. په هغو خبرو کې هم د اوربند د دوام او د درېیم پړاو خبرو د ترسره کولو پرېکړه وشوه، چې ټاکل شوې نن پیل شي. د قطر او ترکیې استازي د منځګړیتوب په توګه په خبرو کې برخه لري.
لا روښانه نه ده چې په دې درېیم پړاو خبرو کې به دواړه لوري کومې پرېکنده پایلې ته ورسېږي که نه، خو د دواړو هېوادونو د استخباراتي مشرانو شتون دې خبرو ته ځانګړې مهمه بڼه ورکړې ده.
د طالبانو د لېږل شوو پلاوو مشر او غړي څوک دي؟
عبد الحق وثیق - د پلاوي مشر

د عکس سرچینه، GDI
په استانبول کې د درېیم پړاو خبرو لپاره د طالبانو د حکومت د پلاوي مشري د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق کوي.
ښاغلی وثیق د طالبانو منځ کې مهمه څېره او د رئیس الوزرا له لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره نژدې اړېکې لري، چې د طالبانو په داخلي کړۍ کې د هغه مرکزیت په ګوته کوي.
عبدالحق وثیق په ۲۰۱۴ کال کې له ګوانتانامو زندانه تر خوشې کېدو او واک ته د طالبانو تر بېرته رسېدو مخکې، د اتو کلونو لپاره په دوحه کې اوسېده.
هغه په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي د غړي په توګه مهم رول ولوباوه او دې برخه کې پراخه تجربه لري.
ښاغلی وثیق د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر راهیسې د طالبانو د استخباراتو مشر دی او په ۹۰ یمه لسیزه کې یې هم د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د استخباراتو د مرستیال مشر په توګه دنده ترسره کوله.
رحمتالله نجیب - غړی

د عکس سرچینه، RTA State TV
په استانبول کې د طالبانو د حکومت دویم پړاو د پلاوې مشر رحمت الله نجیب په درېیم پړاو خبرو کې هم ګډون لري. نوموړی د ۲۰۲۴ کال مې میاشتې راهیسې د طالبانو کورنیو چارو وزارت د اداري چارو د مرستیال وزیر په توګه دنده ترسره کوي.
ښاغلی نجیب له دې وړاندې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په میاشت کې د استخباراتو د عمومي رییس د دویم مرستیال په توګه دنده لرله.
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د حکومت له نسکورېدو او د امریکا او ناټو د حضور پر مهال نوموړی د لوګر او غزني ولایتونو لپاره د طالبانو د والي په توګه دنده کړې.
قطر کې د طالبانو د حکومت سفیر سهیل شاهین - غړی

د عکس سرچینه، Getty Images
سهیل شاهین په قطر کې د طالبانو د حکومت سفیر او تر هغه وړاندې په دوحه کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر مشر و.
ښاغلی شاهین د طالبانو له مهمو څېرو شمېرل کیږي. په انګریزۍ ژبه برلاسی دی او د طالبانو د حکومت په استازولۍ له بهرنیو ډیپلوماټانو او نړیوالو ادارو سره پرلپسې لیدنې کتنې کوي.
دی له امریکا سره د خبرو لپاره د طالبانو د مرکچې پلاوي غړی و. ده د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفارت د مرستیال سفیر په توګه دنده لرله.
انس حقاني - غړی

د عکس سرچینه، Getty Images
انس حقاني د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د اوسني وزیر سراج الدین حقاني ورور او په دوحه کې د طالبانو د مرکچې پلاوي د غړیتوب مخینه لري او د پلاوي تر ټولو ځوان غړی و.
که څه هم دی د طالبانو په حکومت کې اجرائیوي (اداري) دنده نه لري، خو ځینې پر دې بارو دي چې دې سره د طالبانو مشران غواړي وښيي چې پلاوي کې د طالبانو حکومت د ټولو اړخونو مهمې څیرې او استازي شته.
په تېرو څلورو کلونو کې پاکستان تر ډېره هغه ولایتونه په نښه کړي، چې د حقاني ټبر او ملګرو اصلي سیمې ګڼل کېږي.
له همدې امله، د دې خبرو اترو بریا سراج الدین حقاني ته ځانګړې معنی او ارزښت لري.
د بهرنیو چارو وزارت څلورم سیاسي مشر عبدالقهار بلخي - غړی

د عکس سرچینه، RTA State TV
په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څلورم سیاسي مشر او د عامه اړیکو مسؤل عبدالقهار بلخي د طالبانو د حکومت د پلاوي بل غړی دی.
د ښاغلي بلخي به اړه ویل کېږي چې نوموړی په دغه ډول مهمو غونډو کې، پر انګرېزۍ ژبه د ده د پوهاوي او پیاوړي استدلال له امله ګډون کوي.
ښاغلي بلخي هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي د وروستي سفر پر مهال هم ملګری و.
واک ته د طالبانو له بېرته راګرځېدو سره ښاغلی بلخي د حکومت په اډانه کې کار کوي. دی د بهرنیو چارو وزارت د ویاند او د اړیکو د مشر په توګه هم دنده لري.
د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي مشر ذاکر جلالي - غړی

د عکس سرچینه، RTA State TV
ذاکر جلالي له ۲۰۲۴ کال راهیسې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دویم سیاسي مشر په توګه ټاکل شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي ریاست د قطر او سعودي عربستان په ګډون د نورو عربي هېوادونو اړوند د چارو مسؤلیت لري.
ذاکر جلالي د "سیاست او نړیوالو اړیکو" برخه کې لوړي زده کړې د اسلام اباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې بشپړې کړې دي.
ده څو کاله په پېښور ښار کې هم ژوند کړی او په اردو ژبه خبرې کولی شي او د طالبانو د فکري او سیاسي جریانونو له فعالو غړو څخه ګڼل کېږي.











