د پاکستان ملي اسمبلۍ پر یکشنبه نوی لومړی وزیر ټاکي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نور محمد سعید
- دنده, بي بي سي
د پاکستان ولسي جرګه یا ملي اسمبلۍ نوي ټاکل شوي غړي به د یکشنبې پر ورځ (مارچ درېیمه) د هېواد نوی لومړی وزیر انتخاب کړي.
د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان ملي اسمبلې له دفتره په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د اسمبلۍ غړي به پر یکشنبه 'یو مسلمان غړی د لومړي وزیر په توګه وټاکي.' د دې اعلامیې له مخې د لومړي وزارت کاندیدان باید د مارچ تر دویمې نېټې پورې د کاندید کېدو اسناد یاد دفتر ته وسپاري او پر همدې ورځ درې بجې به یې د اسنادو ارزونه هم وشي.
له دې مخکې د پاکستان ملي اسمبلۍ نویو غړو نن پنجشنبه د لوړې مراسم ترسره کړل او نن (جمعه) به د نوې ملي اسمبلۍ لپاره مشر او مرستیال مشر ټاکل کېږي.
د یادونې ده، چې د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند له لوري شهباز شریف د لومړي وزارت لپاره کاندید انتخاب شوی دی، چې د پاکستان خلکو ګوند یا پیپلز پارټۍ او متحده قومي غورځنګ یا (ایم کیو ایم) ګوند او ځینو نورو ګوندونو ملاتړ هم ورسره دی.
بل لور د پاکستان تحریک انصاف ګوند له لوري د تحریک انصاف ګوند له لوري له ښاغلي شریف سره د لومړي وزارت څوکۍ ترلاسه کولو سیالۍ لپاره د عمر ایوب خان نوم د کاندید په توګه اعلان شوی دی، چې د سني اتحاد شورا له لوري به د کاندید په توګه وړاندې شي.
د یادونې ده، چې د قانون له مخې د پاکستان لومړي وزارت ته کاندید کس ته باید د ملي اسمبلۍ لږ تر لږه ۱۶۹ غړي د تائید رایې ورکړي.
د تحریک انصاف پاکستان ګوند له لوري عمر ایوب خان په داسې حال کې د لومړي وزارت لپاره د سیالۍ ډګر ته ځي، چې د دې ګوند زنداني مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د فبرورۍ اتمې په ټاکنو کې د پراخې ټګۍ، برګۍ تورونه پورې کړي دي.
تحریک انصاف ګوند په د همدې ادعا شویو درغلیو او لاسوهنو پر ضد د یکشنبې پر ورځ په ټول پاکستان کې د احتجاجونو اعلان هم کړی دی.

د عکس سرچینه، JUIF
هممهاله د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي، دی او د ګوند نور پارلمان غړي به یې د اپوزېسیون پر څوکیو کېني.
مولانا فضل الرحمان د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان نوې ملي اسمبلۍ په پرانیستغونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې د ملي اسمبلۍ مشر، مرستیال مشر او لومړي وزیر د ټاکنو له بهیر سره هم پرېکون کوي.
نوموړي ادعا وکړه، چې: ''د کوم پارلمان پایله د ولس پر ځای د اسټېبلشمنټ (پاکستان کې معمولاً د پوځي مشرتابه لپاره د اسټېبلشمنټ نوم کارول کېږي) په لاسونو کې وي، موږ هېڅ حق نه لرو، چې د داسې پارلمان برخه شو. موږ داسې پارلمان د خلکو له استازي زیات د اسټېبلشمنټ استازی بولو.''











