په سوریه کې د اوربند له اعلان سربېره فرقه ییزې نښتې دوام لري

د عکس سرچینه، Reuters
د سوریې په جنوب کې فرقه ییزې نښتې د دغه هېواد د ولسمشر د "سملاسي اوربند" له اعلان سربېره هم دوام لري.
د راپورونو له مخې په تاوتریخوالي کې له ۹۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د السوید ښار پر سړکونو د ځایي بدویانو قبیلو او د دروزيانو ټولنې ترمنځ ګډوډي نښتې شوې او دواړو لوریو یو پر بل د ظلمونو تورونه پورې کړي دي. له دغه ښاره د سپوږمکۍ انځورونه ښیې چې جسدونه په کوڅو کې پراته دي."
د سوریې لنډمهاله ولسمشر احمد الشرع په دې هکله وویل: ''دا چې ټول له روان بد وضعیته په بريالي ډول ووتلی شي، یووالي او بشپړې همکارۍ ته اړتیا لرو."
اوربند هغه وخت اعلان شو، چې د سوریې داخلي امنیتي ځواکونه السویدا ته د نښتو پای ته رسولو لپاره واستول شول، دا اقدام د اسرائیلو لخوا هم د دورزیانو لږکیو د خونديتوب په شرط تائید شو.

د عکس سرچینه، EPA
اسرائیلو د دې اونۍ په پیل کې په دغه شخړه کې د دروز لږکیو د ملاتړ په موخه مداخله وکړه، د سوریې حکومتي ځواکونه او په دمشق کې یې د دفاع وزارت ودانۍ په نښه کړل.
د اسرائیلو پوځ پر پنجشنبه ویلي و، د سوریې څو حکومتي ټانکونه یې د دې لپاره بمبار کړي چې د سویداء ښار پر لور له پرمختګه یې مخنیوی وشي. د اسرائیلو دفاع وزیر، اسرائیل کاتز، وویل دا بریدونه د "سوريې رژیم لپاره یو روښانه خبرداری و. "
احمد الشرع مخکي ویلي و، د هېواد په سویل کې د ځايي کوچیانو او دروز وسله والو ترمنځ د مرګونو فرقه ییزو نښتو ختمېدو لپاره هلته نوي ځواکونه استوي.
د ښاغلي الشرع دفتر د جمعې پر ورځ السویدا ښار ته نژدې د جګړو بیا پیلېدو په ترڅ کې له "ټولو خواو د زغم " غوښتنه کړې وه.

د عکس سرچینه، AFP
د شنبې پر ورځ د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر په سوریه کې د اقلیتونو د ساتنې لپاره د الشرع لخوا د نوې ژمنې په اړه شک څرګند کړ.
په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې، ګیدون سار وویل: "نړیواله ټولنه مسوولیت لري چې په سوریه کې د لږکیو امنیت او حقونه ډاډمن کړي."
بل لور د سوریې د بشري حقونو د څارونکې ډله (اېس او ایچ ار) چې مرکز یې برېتانیا کې دی وايي، د یکشنبې له ورځې راهیسې د تاوتریخوالي پېښو کې ۹۴۰ کسان وژل شوي دي.
بي بي سي د دغو وژنو او نورو سرغړونو د تورونو په اړه له سوریې حکومت او امنیتي ځواکونو سره اړېکه ونیوله.
د پنجشنبې پر سهار په یوه ټلویزیوني وینا کې احمد الشرع له مرتکبینو سره د قانوني چلن ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، د دروز لږکیو ساتنه یې "لومړیتوب" دی.
ښاغلي الشرع وویل: "هغه کسان به محاکمه کړو، چې له دروزیانو سره یې زور زیاتی کړی او له واکه یې ناوړه ګټه اخیستې ده."











