احمد الشرع: موږ دوه غوراوي لرو، چې یو یې له اسرائیل سره ښکاره جګړه ده

د عکس سرچینه، Getty Images
پر دمشق د اسرائیل له برید وروسته د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد الشرع ویلي، له جګړې وېره نه لري، بلکې دوه غوراوي لري: دا چې له اسرائیلو سره ښکاره جګړه پیل کړي یا دا چې دروز مشران او مخور له خپل سوچ او سول نه کار واخلي او خپلې ملي ګټې په پام کې ونیسي.
نوموړي ویلي، د سوریې د تجزیې د هېڅ هڅې اجازه به ورنه کړي او "زموږ ملت د هر ډول ګواښ په حالت کې د خپل کرامت ساتلو لپاره جګړې ته چمتو دی".
الشرع زیاته کړه، چې اوس یې هېواد له نوي ګواښ سره مخامخ دی، "اسرائیل یوځل بیا هڅه زموږ پاکه خاوره د بېپایه جګړې پر ډګر واړوي. اسرائیل ته د سوریې هغه اوږد تاریخ یاد نه دی چې هر ډول وېش او تجزیه یې رد کړې ده".
د سوریې د انتقالي حکومت دغه مشر په دې هېواد کې د لږکیو دروز وګړو په اړه وویل "دروز زموږ وګړي دي او د دې اصیلې خاورې یوه برخه دي. موږ یې د حقونو او ازادیو ساتلو مسؤل یو او دا زموږ لومړیتوب دی."
دی وايي چې په سویداء کې یوه قانون سرغړوونکې ډله راپورته شوه او د دې ډلې مشرانو له څو میاشتو راهیسې د خبرو له لارې د ستونزې هواری رد کړی او د ولسي وګړو په حق کې یې جرمونه کړي دي.
احمد الشرع ولس ته په وینا کې وویل، که څه هم اسرائیلو مداخله وکړه، خو د سوریې ځواکونه د ټیکاو راوستلو او د قانون سرغړوونکو ډلو په ځپلو او شړلو وتوانېدل.
دی وايي، د امریکا او عرب او ترکي لوریو په منځګړتوب سوریه له یوې ناڅرګندې جګړې وژغورله.
پر دمشق د اسرائیل برید؛ سوریه وايي له سویداء یې د ځواکونو وتل پیل کړي
د سوریې رسمي دولتي خبري اژانس 'سانا' ویلي، پوځ له سویداء وتل پیل کړي دي. د سوریې دولتي رسنیو ویلي وتل د سوریې د حکومت او په سویداء کې د مذهبي مشرانو ترمنځ د یوې موافقې برخه وه او وروسته له هغه پیل شوه چې "د یاغي ډلو د تعقیب او مخنیوي لپاره د پوځ ماموریت پای ته ورسید."
له سویداء د سوریې د پوځ د وتلو د پیل خبر له خپرېدو یو ساعت وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سوریې پر حکومت غږ وکړ چې خپل ځواکونه دروز اکثریت مېشتي سویداء ولایته وباسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ وویل د هغه ډیپلوماتانو ټوله شپه د اسرائیل او سوریې ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره کار کړی او د تاوتریخوالي زیاتوالی یې یو ناسم پوهاوی وباله.
اسرائیل پر سوریه خپل بریدونه ګړندي کړي دي، پلازمېنه دمشق کې یې د ولسمشرۍ ماڼۍ او دفاع وزارت بمبار کړی دی.
اسرائیل وایي د سویداء ښار ته څېرمه سیمو کې یې د سوریې حکومتي ځواکونه هغه وخت بمبار کړل کله چې د دروزو توکم مېشتو ښار ته ننوتل. هغه ځای چې له دوو ورځو راهیسې په کې فرقه يیزې خونړۍ نښتې راونې وې.
د سوریې د بشري حقونو څار ډلې (SOHR) چې مرکز یې په بریتانیا کې دی ویلي، د یکشنبې پر ورځ هغه مهال چې د دروزو ملېشو او بدوي توکمونو تر منځ نښتو زور واخیست لږ تر لږه ۲۰۰ کسان په کې ووژل شول.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، په سویداء ښار کې یې د سوریې پر ځواکونو او وسلو ځکه بریدونه وکړل چې د هغه په وینا "حکومت غوښتل د دروزو پر ضد یې وکاروي ".

د عکس سرچینه، Reuters
سوریې د اسرائیلو ښکېلتیا غندلې او ویلي یې دي په دغو بریدونو کې وسله والو ځواکونو او ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. له هغه را وروسته چې اسلامپالو ځواکونو ولسمشر بشار الاسد د دېسمبر میاشت کې له واکه لرې کړ، دا لومړی ځل دی چې د سوریې حکومتي ځواکونه سویداء ښار ته استول شوي دي.
د دروزو په ګډون هغه ګڼ شمېر لږکۍ ډلې چې د شیعه مذهب د یوې داسې څانګې پلويان دي چې یوه ځانګړې پېژندګلوي او باورونه لري، د انتقالي دولت د ولسمشر احمد الشرع پر حکومت شکمن دي، سربېره پر دې چې هغه ژمنه هم کړې وه د دوی ساتنه به کوي. تر دې دمه، د سویداء ولایت ډېره برخه د دروزو ملېشو تر ولکې لاندې ده، هغه ډله چې له امنیتي ځواکونو سره یې د یوځای کېدو غوښتنې رد کړې وې.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، دی ژمن دی په سوریه کې دروزو ته له تاوان رسېدو مخنیوی وکړي، ځکه هغوی له اسرائیل او د اسرائیلو تر ولکې لاندې د جولان لوړو په نوم سیمه کې مېشتو دروزو سره ژورې اړیکې لري. د سوریې بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې اسرائیل د جنوبي سوریې د وروستیو بریدونو او پایلو بشپړ مسولیت لري.
د امریکا اکسیاس خبري شبکې د یوه امریکايي چارواکي له خولې راپور ورکړی چې د ټرمپ ادارې اوس له اسرائیلو غوښتي د سوریې پر نظامي ځواکونو بریدونه ودروي. ویل شوي، چې اسرائیلو هوکړه کړې د سې شنبې ماښام به دغه بریدونه دروي. تر دې وړاندې د سې شنبې په ورځ، د سوریې دفاع وزیر په سویداء ښار کې اوربند اعلان کړی او ویلي یې وو، له سیمه يیزو مشرانو سره تړون شوی چې امنیتي ځواکونه دغه ښار ته ننوځي.

د عکس سرچینه، Reuters
خو، د دروزو یو مذهبي مشر له سیمه ییزو جنګیالیو وغوښتل مقاومت وکړي.
د سوریې بشري حقونو څار ډلې (SOHR) د سوري ځواکونو تر استولو وروسته، حکومت او ملګري یې پر دې تورن کړي، چې لږ تر لږه ۱۹ دروزي ملکي وګړي یې بې محاکمې وژلي، چې پکې ۱۲ هغه کسان هم شامل دي چې د یوې کورنۍ په مېلمستون کې وژل شوي.
دغه اداره زیاتوي، د دفاع وزارت غړو د ملکیانو کورونه او مالونه په سیستماتیک ډول په نښه کړي چې په کې د کورونو لوټل، د توکو غلا کول، د دروازو او کړکیو ماتول او ځینو کورونو ته اور اچول هم شامل دي.
د رویټرز راپور له مخې، ځينې کسان په پوځي جامو کې لیدل شوي چې کورونه او هټۍ یې سوځولي او لوټ کړي یې دي. سوري چارواکو تر اوسه د دې تورونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د سویداء یوه اوسېدونکي د بي بي سي عربي څانګې ته ویلي، د سوېدا وضعیت یو"ناورین" دی او بې توپيره ډزو خلک اړ کړي "کليوالو سیمو ته وتښتي"، که څه هم حکومت ګرځبندیز اعلان کړی و.
د راپورونو له مخې، د بدوي توکمونو او دروزو ملېشو ترمنځ نښته هغه وخت پیل شوه، کله چې د جمعې په ورځ د دمشق پر لویه لار یو دروزی سوداګر تښتول شوی او لوټ شوی و. د یکشنبې پر ورځ، وسله والو دروزو جنګیالیو د المقوس ښار ګاونډ سیمه کلابنده او وروسته یې بیا ونیوله، دا هغه سیمه ده چې ګڼ شمېر اوسېدونکي یې بدویان دي. دغه نښتې بیا ژر د سویداء ولایت نورو برخو ته هم وغځېدلې، چې قبایلي جنګیالیو د ښار په ليرې پرتو دروزي کلیو او ښارګوټو کې بریدونه پیل کړل.
کله چې د وژنو شمېر ۳۰ ته ورسېد، د سوریې کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې امنیتي ځواکونه به د دفاع وزارت په همکارۍ دې مسلې ته وردانګي او نظم به ټينګوي. هغوی وویل، دا "خطرناک کړکېچ د اړوندو رسمي ادارو د نه شتون له امله رامنځته شوی".
د سویداء ۲۴ خبري رسنۍ چې فعالان یې چلوي راپورونو له مخې، د یکشنبې په شپه د لنډې مودې لپاره هغه وخت يو څه کراري شوه، چې د بدویانو او دروزو مشرانو ترمنځ منځګړتوب وشو او دواړو خواوو برمته شوي کسان خوشې کړل.
خو ویل کېږي چې د دوشنبې په ورځ د ښار د لویدیځې برخې په لیرې پرتو سیمو کې بیا هغه وخت جګړه بېرته پیل شوه، کله چې ډرون الوتکو پر کلیو بریدونه وکړل، مانا هغه وخت چې حکومت د درعا ولایت ختیځو سیمو ته خپل ځواکونه ولېږل.
وروسته د سویداء ۲۴ رسنۍ راپور ورکړ چې د سیمې نږدې پراته کلي هم په هوايي بریدونو په نښه شوي چې له امله یې لسګونه وژل شوي او ټپیان ځايي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
په ورته مهال کې، د اسرائیلو پوځ ویلي، د سوریې څو حکومتي ټانکونه یې د دې لپاره بمبار کړي چې د سویداء ښار پر لور له پرمختګه یې مخنیوی وشي. د اسرائیلو دفاع وزیر، اسرائیل کاتز، وویل دا بریدونه د "سوريې رژیم لپاره یو روښانه خبرداری و. "
د سوریې بشري حقونو څار ډلې (SOHR) په وینا، په جګړه کې د وژل شویو کسانو په منځ کې ماشومان، دروز، بدویان او د سوریې امنیتي ځواکونه هم شامل دي.
بي بي سي تر اوسه د مرګ ژوبلې شمېر په خپلواک ډول نه دی تایید کړی.
د سې شنبې پر سهار، د دروزو روحاني مشرتابه وویل، دوی د وینو تویېدنې لپاره له حکومت سره هوکړه کړې چې ځواکونو ته اجازه ورکړي سویداء ولایت ته ننوځي. هغوی له ټولو وسله والو ډلو غوښتنه وکړه چې همکاري وکړي او خپلې وسلې وسپاري.

د عکس سرچینه، EPA
خو څو ساعته وروسته، یو اغېز لرونکي دروز مشر، شېخ حکمت الحاجري، یو ویډیويي پیغام خپور کړ او دروزي جنګیالي یې وهڅول چې "د دې وحشي برید پر وړاندې په هر ممکن ډول مقاومت وکړي".
هغه حکومتي ځواکونه تورن کړل، چې له اوربنده یې سرغړونه کړې او سویداء ښار یې بمبار کړی.
کله چې امنیتي ځواکونه ښار ته ننوتل، د دفاع وزیر لوی جنرال مرهف ابو قصره اعلان وکړ چې "بشپړ اوربند" شوی، او ویې ویل چې له "اغېزناکو مشرانو او شخصیتونو" سره یوې هوکړې ته رسېدلي دي.
هغه زیاته کړه: "کله چې چاڼیز عملیات پای ته ورسېږي د سویداء ګاونډۍ سیمې به د کورنیو چارو د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راشي، چې له مخې یې ګډوډۍ کنټرول او خلک خپلو کورونو ته ستانه شي."
د سې شنبې ماسپښین، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دفاع وزیر اسرائیل کاتز اعلان وکړ، چې دوی پوځ ته امر ورکړی سمدلاسه د سوریې هغو ځواکونو او وسلو باندې برید وکړي، چې د سویداء سیمې ته استول شوي وو او "رژیم یې د دروزو پر ضد د کارونې نیت درلود".
هغوی د سوریې حکومت تورن کړ، چې د دوی له خوا د ټاکل شوې "بې وسلې کولو له تګلارې" یې سرغړونه کړې او اسرائیل یې خطر سره مخ کړی، ځکه هلته یې ځواکونه لېږلي.
د سوریې بشري حقونو څار ادارې یو ویډیو خپره کړې، چې پکې ښودل کېږي لږ تر لږه یو امنیتي سرتېری داسې وخت کې وژل کېږي چې اسرائیل د پوځي موټرو کتار په نښه کوي. د سوریې حکومت یې تر اوسه په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د روان کال په لومړیو کې، نتانیاهو خبرداری ورکړی و، چې د سوریې دروزو پر وړاندې هېڅ ډول ګواښ به ونه زغمي او غوښتنه یې کړې وه چې سویداء او د جنوب دوه نور ولایتونه باید په بشپړ ډول بې وسلې شي.
هغه دا هم ویلي و چې اسرائیل د ولسمشر الشرع د سني اسلامپالو ډلې، تحریر الشام (HTS)، ته د یو ګواښ په سترګه ګوري. تحریر شام پخوا له القاعده سره اړیکه درلوده او ځکه یې لا هم ملګري ملتونه او بریتانیا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني. خو امریکا یې اوس ترهګره ډله نه ګڼي.
اسرائیلي پوځ د اسد رژیم تر نسکورېدو را وروسته په ټوله سوریه کې سلګونه هوايي بریدونه کړي چې د سوریې پوځي شتمنۍ له منځه یوسي.
همداراز، پوځ یې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې بې وسلې شوې سیمې ته چې د نیول شوې جولان لوړو او سوریې ترمنځ پرته ده او همدارنګه د هرمون غره څوکو ته خپل سرتېري استولي دي.












