بيبيسي ته ځینو افغان ښځو تائید کړې چې معاش یې ۵ زره افغانۍ ته ټیټ شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې حال کې چې د طالبانو د مشر د حکم پر بنسټ په افغانستان کې د کارکوونکو ښځو د تنخوا کمېدو په اړه ناڅرګندتیا لا نه ده روښانه شوې، یو شمېر کارکوونکو مېرمنو بي بي سي ته تائید کړه، چې د دوی معاشونه هم پنځه زره افغانیو ته راټیټ شوي دي.
يوې ښځينه کارکوونکې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي بيبيسي ته وويل، چې د دوى د تنخوا اسناد د پخوانيو اصولو پر بنسټ ماليې وزارت ته استول شوي وو، خو بېرته رد شول.
دوی ته ویل شوي، چې د دوی د دفتر د ټولو ښځینه کارکوونکو تنخوا یوه اندازه یعنی ۵۰۰۰ افغانۍ شوې ده. یو شمېر ښځینه کارکوونکو له کابله بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، د طالبانو د مشر پرېکړه چې ټولو ښځینه کارکوونکو ته یې یوازې پنځه زره افغانۍ تنخوا ټاکلې، دوی یې ډېر خواشینې او اندېښمنې کړې دي.
په کابل کې یوې ښځینه کارکوونکې، چې مېړه یې معلول دی، بي بي سي ته وویل، پنځه ماشومان لري او په یوه کرايي کور کې ژوند کوي.
هغه وايي، تر اوسه د دې مياشتې د تنخوا د ورکړې په اړه معلومات نه لري، خو هيله یې څرګنده کړه، چې کم شوې نه وي.
موږ هڅه وکړه، چې په دې اړه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او یا هم د د دوی د مالیې وزارت نظر واخلو، خو له خبرو یې ډډه کوله.
"د تېرې میاشتې معاش ۱۸ زره خو د دې میاشتې ۵۰۰۰ افغانۍ شوی"

د عکس سرچینه، Getty Images
يوې بلې مېرمنې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي او په کابل کې په يوه دولتي دفتر کې کار کوي او هره ورځ کار ته ځي، وايي، د دې مياشتې تنخوا يې ۵۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې په داسې حال کې چې اصلي تنخوا یې ١٨ زره افغانۍ ده.
یادې مېرمنې زیاته کړه، چې دې او لسګونو نورو همکارانو یې پریکړه وکړه چې دا ونه مني.
هغې بي بي سي ته وویل، دوی د خپلې ادارې له مشرتابه سره اړیکه نیولې او هیله یې ورنه کړې چې په دې اړه بیا غور وکړي.
هغه زیاتوي، په دفتر کې یې يوه مېرمن کار کوي، چې مياشتنۍ تنخوا یې ډېره زیاته ده خو اوس یوازې ۵۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
یوې ښځینه ښوونکې هم بي بي سي ته ویلي، د دوی د تنخواګانو سندونه د پخوا په څېر مالیې وزارت ته استول شوي وو، چې تنخواګان یې ورکړل شي، خو د طالبانو د مالیې وزارت هغه نه دي منلي.
د دې په وینا، د طالبانو دمالیې وزارت ټینګار کړی، چې د ښځینه کارکوونکو معاش دې ۵۰۰۰ افغانۍ وټاکل شي.
د طالبانو د مشر په حکم کې څه ویل شوي؟
تېره اوونۍ د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده یو فرمان صادر کړ، چې د پخواني حکومت له خوا ګمارل شویو ښځینه کارکوونکو تنخوا یې یو ډول یعنی ۵۰۰۰ افغانۍ ورته وټاکله.
په دې حکم کې دا نه ده روښانه شوې، چې دا حکم د ټولو ښځینه کارکوونکو لپاره دی او که یوازې هغو ښځو لپاره چې په کور کېنول شوې او تنخوا ورکول کېږي.
بي بي سي ته یوې سرچینې تائید کړې، چې د همدې وضاحت نه شتون له کبله د طالبانو حکومتي ادارې له یو ډول سرګردانۍ سره مخامخ شوې دي.
د طالبانو د مشر دې حکم افغانستان کې ښځینه کارکوونکې اندېښمنې کړې دي.
په افغانستان کې ګڼې داسې کورنۍ شته چې سرپرستي یې ښځې کوي او دولتي معاش یې د ګټې وټې یوازینۍ سرچینه ده.
یوې ښځینه کارکوونکې بي بي سي ته وویل، د دې خبر له اورېدلو وروسته یې وژړل، ځکه نه پوهېده چې له دې وروسته به خپل د ژوند لګښتونه څنګه پوره کوي.











