د ښځو فوټبال نړیوال جام؛ انګلنډ نایجریا ته په ماتې ورکولو منځلوبو ته ووت

د ښځو فوټبال نړیوال جام

د عکس سرچینه، Getty Images

د ښځو فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن دوشنبه د انګلنډ او نایجریا لوبډلو په زړه پورې لوبه وکړه. د لوبې تر پایه هېڅ لوبډله ونه توانېده چې د سیالې لوبډلې دروازه پرانیزي.

د لوبې په وروستیو کې، د انګلنډ لوبډلې لوبغاړې لارین جیمز ته سور کارت ورکول شو او دغې لوبډلې په خپلو لسو لوبغاړو تر فشار لاندې لوبه وکړه.

د افریقا لویې وچې دغې نهه ځلې اتلې لوبډلې خپل د لوبې پلان په بشپړ ډول پلی کړ، د انګلنډ لوبډله یې نهیلې کړې وه او ګول وهلو ته یې پرېنښوده.

په پایله کې خبر تر پینالټیو ورسېده. په پینالټیو کې د نایجریا لوبغاړي ښه ونه ځلېدل او دوه لوبغاړي یې په ګول وهلو ونه توانېدل چې په پایله کې دا لوبه ۲-۴ انګلنډ لوبډلې وګټله او منځلوبو ته یې لار ومونده.

د انګلنډ ښځینه لوبډلې درې لوبې ګټلې دي خو نایجریا بیا دوه لوبې مساوي او یوه یې ګټلې وه.

د ښځو نړیوال جام سیالۍ د جولای په شلمه نېټه د اسټرالیا او نیوزیلنډ په کوربتوب پیل شوې، چې د اګست میاشتې تر شلمې نېټې به دوام وکړي.

د ښځو نړیوال جام سیالیو کې ۳۲ لوبډلې په اتو ګروپونو کې سیالي سره کوي، اوسمهال لوبې د ۱۶ غوره لوبډلو ترمنځ روانې دي.

تر اوسه یوازې د جاپان، سویډن، انګلستان، نیډرلنډز او اسپانیا لوبډلو منځلوبو ته لار موندلې.

د لوبې په وروستیو کې، د انګلنډ لوبډلې لوبغاړې لارین جیمز ته سور کارت ورکول شو

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا، جرمني او ناروې په شان پیاوړې لوبډلې چې مخکې یې څو څو ځله نړیوال جامونه هم ګټلي، د دغو لوبو له بهیره بهر شوې دي.

په سږنیو سیالیو کې د نغدي جایزو اندازه هم ډېره شوې.

هغه لوبډلې چې منځلوبو ته لار مومي هر یوې ته یې دوه اعشاریه ۱۸ میلیونه ډالر، څلورم ځای لرونکې لوبډلې ته دوه اعشاریه ۴۵ میلیونه ډالر، درېیم ځای لرونکې لوبډلې ته دوه اعشاریه ۶۱ میلیونه ډالر، دویم ځای لرونکې لوبډله به درې میلیونه ډالر او اتلې لوبډلې ته څلور اشعاریه ۲۹ میلیونه ډالر ورکول کېږي.

د هرې لوبډلې د ۲۳ لوبغاړو له ډلې هر لوبغاړی په سیالیو کې د خپلې لوبډلې لاسته راوړنې ته په کتو، له دېرش زرو ډالرو نیولې چې په ګروپي پړاونو کې شا ته پاتې کېږي بیا تر دوه سوه اویا زرو ډالرو پورې، چې اتلولي خپلوي، ورکول کېږي.