کابل کې یوټیوب چلوونکې وژل شوې؛ طالبان: د حورا سادات د قتل په تور دوه تنه نیول شوي

د عکس سرچینه، STAR FANS/YOUTUBE
د کابل امنیه قومندانۍ د یوټیوب چلوونکې حورا سادات د وژنې په تور دوه کسان نیولي دي.
د یادې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، له نن (۰۸/۲۴/۲۰۲۳) نه درې ورځې وړاندې یوټیوب چلوونکې حورا سادات د کابل ښار په ۱۸مه حوزه کې وژل شوې.
نوموړي بي بي سي ته وویل، چې د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي کېدای شی نور کسان هم ونیولی شي.
حورا سادات یوه خبریاله وه، چې د خپلې دندې له لاسه ورکولو وروسته یې یوټیوب چینل ته مخه کړه او هالته یې خپل فعالیت ته دوام ورکړ.
بي بي سي ته یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي وویل، د لومړیو څېړنو له مخې حورا سادات د زهرو په ذریعه وژل شوې او داسې ښکاري چې زهرجن خوراکي توکي ورکړلی شوي دي.

یاده سرچینه وايي، د حورا سادات روغتیايي حالت په خرابیدو سره استقلال روغتون ته وړل شوې وه او هالته یې سا ورکړې ده.
د کابل امنیه قومندانۍ وايي، د حورا سادات د وژلو په تور یې دوه تنه نیولي دي چې یوه یې مېرمن ده.
طالب چارواکو د یادې پېښې په اړه تر دې دمه پوره معلومات نه دي خپاره کړي خو وايي، چې پلټنې یې روانې دي.
په تېرو ورځو کې په ټولنيزو رسنيو کې د نوموړې د وژل کېدو اوازې خپرې شوې وې، خو طالبانو نن سهار دا خبره تاييد کړه.
افغانستان کې د وژل کېدو، تري تم کېدو او تښتول کېدو پېښې په ټولنیزو رسنیو کې زیاتې خپرېږي خو ډېرې کمې یې په رسمي ډول تائیدیږي یا د ډېرو کمو په اړه رېښتوني او کره معلومات خپرېږي.

د عکس سرچینه، STAR FANS/YOUTUBE
وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل، ځینو ژورنالیستانو چې خپلې دندې له لاسه ورکړې، یوټیوب چینلونو ته مخه کړه.
په همدې لړ کې د حورا سادات په ګډون یو شمېر مېرمنو هم په کابل او نورو ښارونو کې له بېلابېلو کسانو سره مرکې کړې دي او په خپل یوټیوب چینل کې یې خپرې کړې دي.
د حورا سادات د مړینې د خبر له تایید وروسته په افغانستان کې یو شمېر یوټیوب چلوونکو خواښیني ښودلې ده،
دوی د ویډیوګانو په خپرولو سره د هغې ستاینه کړې او له چارواکو یې غوښتلي چې وژنکي یې پیدا او د خپلو اعمالو په سزا ورسوي.











