افغانستان کې د ښځو وضعيت؛ پر رواني روغتيا يې څه اغېز لري

د ویډیو تشریح، افغانستان کې د ښځو وضعيت؛ پر رواني روغتيا يې څه اغېز لري

د بېلابېلو روغتیايي بنسټونو شمېرو له مخې د افغانستان ټول شاوخوا ۴۰ ميليونه وګړي د لسيزو جګړو او نارميو له امله له رواني فشار او ستونزو کړېدلي دي.

پر واګو د طالبانو له واکمنۍ راهیسې ډېرو په تېره ښځو لپاره دا حالت لا نور سخت شوی دی. افغانستان کې د رواني حالت په اړه باور وړ څېړنې او شمېرې نه شته، خو د ويناوو او کيسو پر بنسټ ډاکټران او مرستندويه کارکوونکي وايي له هغه راهيسې چې د ښځو پر کار، زده کړو او خوځښت بنديزونه لګېدلي، ګڼ شمېر ښځې له رواني پلوه کړېږي.