طالبان: د پخوانۍ ادارې اړوندو کسانو د وژلو او ځورولو په اړه د یوناما رپوټ 'حقیقت نه' لري

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ 'یوناما' هغه رپوټ له حقیقت لیرې بللی چې وايي د طالبانو حکومت له راتګ سره په افغانستان کې د مخکېني حکومت اړوندو کسانو او امنیتي ځواکونو خپلسرو وژنو، نیولو او بندي کولو، ځورونې او ناوړه چلن او ورکېدو لږ تر لږه ۸۰۰ قضیې ورسره دي. طالبانو ویلي، 'د اسلامي امارت له لوري عمومي عفو په ټولیزه توګه عملي ده.'
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د رپوټ له خپرېدو وروسته پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي "البته د انتقام اخیستلو ځینې شخصي او نامعلوم موارد د اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو لخوا په جدي ډول څېړل شوي چې شمېر یې محدود دی. متأسفانه د ملګرو ملتو په چوکاټ کې ځینې څانګې د دې پر ځای چې د افغانستان عیني واقعیتونه درک کړي او مثبت پرمختګونه وویني، تل د منفي ټکو په لټه کې دي او د پروپاګند هڅه کوي، چې په دې سره تر هر څه لومړی خپله د دوی اعتبار ته زیان رسیږي.
وړاندې یوناما نن د اګست میاشتې په ۲۲ مه نېټه خپور کړی پکې راغلي له پخوانیو حکومتي چارواکو او وسله والو ځواکونو سره د بشري حقونو د جدي سرغړنو په تړاو یې معتبر راپورونه یې ثبت کړي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
یوناما لیکلي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ د ۲۰۲۳ کال جون تر ۳۰ نېټې یې د مخکېني حکومت اړوندو کسانو او امنیتي ځواکونو خپلسرو وژنو، نیولو او بندي کولو، ځورونې او ناوړه چلن او ورکېدو لږ تر لږه ۸۰۰ قضیې ورسره دي.
یوناما ویلي، واکمنو چارواکو د پخوانیو حکومتي چارواکو او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پخوانیو غړو ته "عمومي بښنه" اعلان کړې وه.
په راپور کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک له قوله ویل شوي: "د یوناما راپور د طالبانو له واکمنۍ راهیسې له پخواني حکومت او افغان امنیتي ځواکونو سره له تړلو خلکو سره د چلن یو جدي انځور وړاندې کوي. دوی ته ډاډ ورکړل شوی و، چې نه به په نښه کېږي. دا به د خلکو له باور سره خیانت وي.
زه له واکمنو چارواکو غواړم چې د دغه راپور موندنې په غور سره وڅېړي او د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې خپل مکلفیتونه وپېژني."
هغه مرکې چې د یوناما کړې دي، خلکو پکې د واکمنو چارواکو د امنیتي ځواکونو لخوا د ځورونې او بدې رویې پېښې بیان کړې چې پکې په پایپونو او کېبلونو وهل، لفظي ګواښونه او ناوړه چلن شامل دي.
یوناما په دغه شپاړس مخیز خپاره شوي راپور کې ویلي دوی د هغو کورنیو له غړو هم معلومات ترلاسه کړي چې خپلوان یې نیول یا ورک شوي او څو ورځې یا میاشتې وروسته یې جسدونه موندل شوي.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
په ځینو پېښو کې، بیا یو شمېر کسان هېڅ نه دي موندل شوي.
راپور وايي د هرات د ښځو د محبس پخوانۍ مشره عالیه عزیزي د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په دویمه له دندې بېرته کور ته ستنه نه شوه او د ۲۰۲۳ کال اګست تر ۲۲ د هغې ځای معلوم نه دی.
په راپور کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا له قوله ویل شوي: "د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو لخوا د عفوې اعلان یو ښه ګام و، خو لا هم په بشپړه توګه نه دی پلی شوی او د بشري حقونو د سرغړونو خوندیتوب واکمن دی. واکمن چارواکي باید بخښنې ته خپله رښتینې ژمنتیا وښيي."
د طالبانو حکومت تر دې دمه د یوناما د راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې تر دې یې ورته راپورونه رد کړي دي.
"په افغانستان کې د طالبانو بېپایه انتقامي وژنې"
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د یوناما ددغه تازه رپوټ په اړه د بشر حقونو د څار سازمان هم غبرګون ښودلی او وايي چې "افغانستان کې طالبانو د اغچ اخیستلو وژنې لا هم پای ته ندي رسولې".
ددغه سازمان په رپوټ کې راغلي، د ۲۰۲۱ کال اګسټ د طالبانو له بیا واکمنېدا وروسته، "د دوی ځواکونو د غچ اخیستلو وژنې کړې او په زور یې د پخوانیو پولیسو، امنیتي او استخباراتي افسرانو د تري تم کولو چارو ته دوام ورکړی. دوه کاله وروسته دا تاوتریخجنه سرغړونه لا هم نه ده درول شوې."











