ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې د رسنیو ازادۍ ته درناوی وکړي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري حقونو ځانګړي رپوټر له افغان خبریالانو سره یوموټیوالی څرګند کړی، چې د ده په وینا اوسمهال په سختو محدویتونو کې دنده ترسره کوي.

ریچارډ بېنت وايي، تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې رسنیو د سیمې په کچه په خورا رغنده توګه وده کړې وه، د ټلویزیونونو، راډیوګانو او چاپي رسنیو سلګونه مرکزونه فعال شوي وو، زرګونه مسلکي کسانو له رسنیو سره دنده درلوده چې په وینا یې ادا شمېر پاموړ کم شوی دی او پر ښځو یې اغېز تر ټولو ډېر دی.

نوموړی زیاتوي: ''لسګونه خبریالان زنداني شوي، فزیکي بریدونه پرې شوي، او ان په ځینې قضیو کې وژل شوي دي. ''

نوموړي په دې لړ کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د ټولګډونه ازادو رسنیو درناوی وکړي.

ښاغلي بېنت په یوه ټویټر پیغام کې ویلي:

''د مې درېیمه په نړیواله کچه د رسنیو کارکوونکو ته د درناوي ورځ ده، چې د افغانستان هغه زړور نارینه او ښځې هم پکې شامل دي چې د تیارو پر وړاندې یې مشالونه بل کړل. دوی باید وکولای شي په ازادۍ سره له خنډونو پرته خپل مسوولیتونه سر ته ورسوي. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

د یادونې ده چې ژورنالېزم په ډیجیټل کلابندۍ کې د رسنیو د خپلواکۍ د نړیوالې ورځې سږنۍ ناره ده.

موخه یې دا ده، چې د ځینو حکومتونو هغو تګلارو ته د نړۍ پام ور واړول شي، چې له مخې یې د خپلو ځپونکو تګلارو د پلي کولو لپاره ټولنیزې او نورې رسنۍ کاروي او په نښه کوي، خو افغانستان کې بیا خبریالان په دې برخه کې د شاتګ او ځان سانسورۍ د زیاتېدو خبره کوي.

د بې پولې خبریالانو د رسنیزې خپلواکۍ په جدول کې افغانستان د پروسږکال پرتله نژدې دېرش نمرې ښکته تللی.

تېر کال دغه هېواد د رسنيزې خپلواکۍ له پلوه ۱۲۲ م ځای درلود، خو سږ کال ۱۵۰ شمېرې ته ښکته شوی دی. په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په تېرو اتو میاشتو کې لسګونه رسنۍ بندې شوې او ګڼ شمېر خبریالانو د تاوتریخوالي په ګډون د ګڼو لاملونو له کبله دندې پرې ايښي.

په افغانستان کې یو شمېر خبریالان وايي، که د طالبانو په واکمنۍ کې ځانونه سانسور نه کړي، نو برخلیک یې بدېدای شي.

بي بي سي د افغانستان په شپږو ولایتونو کې له شلو ډېرو خبریالانو سره خبرې کړي چې د نوم نه خپرولو په شرط یې ویلي، د طالبانو د چلند له امله اړ یوو په ډېرو برخه کې ځانونه سانسور کړو.

دغه خبریالان د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر وروستیو پېښو ته په اشاره ادعا کوي چې د تېر په څېر نه شي کولی د پېښو سیمو ته لاړ او وضعیت له نږدې و ارزوي.

په افغانستان کې پر خبریالانو د شته فشارونو تازه بېلګه په یوه خصوصي ټلوېزیون کې د خپرونې د کوربه له لوري د طالبانو د یوه فکري ملاتړي د یوې ادعا ننګول و، چې پر خواله رسنیو یې د ډېرو پام د ځان پر لور کړ.

له همدې پروګرام وروسته ظاهراً د فشارونو له امله د پروګرام چلوونکی له خپلې دندې استعفاء ته اړ شو.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ټولنې اجرایوي مشر حجت الله مجددي بي بي سي ته وویل، د یو لړ محدودیتونو له لګېدو سربېره، د رسنیزو بنسټونو ۸۰ سلنه ښځینه کارکوونکو دندې له لاسه ور کړې دي:

"هغه رسنۍ چې فعالې دي د هغوی پر وړاندې هم ستونزې شته دي. اطلاعاتو ته لاسرسي او همدارنګه اقتصادي ستونزې، پر ځینو تفریحي او ټولنیزو خپرونو وضع شوي مقررات او د رسنیو د ځینو کارکوونکو له هېواده وتل؛ هغه موارد دي چې د رسنیو پر محتوا یې اغېز کړی دی."

خو د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال "ذبیح الله مجاهد" پر رسنیو د محدودیت وضع کول ردوي او وايي، د دوی له راتګ سره ځینې رسنیو خپل بهرني تمویلوونکي له لاسه ور کړي او یو شمېر خبریالان یې هم خپله له افغانستانه کډه شوي چې دا له طالبانو سره کوم تړاو نه لري:

"هغه رسنۍ چې متعهدې وې او د افغانستان د ګټو لپاره جوړې وې، د هغو نشرات اوس هم روان دي. البته د رسنیو کوم قوانین چې مخکې دلته موجود وو، هغه باید دقیق مراعت کړي. نور مو پر 'رسنیو' کوم محدودیت نه دی پرې وضع کړی او نه کوم محدودیت لرو."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

د خبریالانو له سلو شکایتونو یو ارزول شوی

د ښاغلي مجاهد له دې څرګندونو سره سره د خبریالانو د ملاتړ نړیوالې کومېټې یا CPJ د تېرو څو میاشتو په راپورونو کې خبرداری ور کړی چې په افغانستان کې د رسنیو فعالیت له خطر سره مخامخ دی. وړاندې دې کومېټې ویلي وو، طالبان افغان خبریالان او د هغوی کورنۍ ګواښي، زنداني کوي یې او شکنجه ورکوي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ټولنې اجرایوي مشر حجت الله مجددي بي بي سي ته وویل، د خبریالانو د وهلو ډبولو او ګواښلو په تړاو شکایتونو ته تر اوسه رسېدنه نه ده شوې:

"د خبریالانو دوسیو ته د رسېدو په برخه کې ستونزې شته. له بده مرغه تر اوسه د خبریالانو د وهلو ډبولو، زنداني کېدو او تاوتریخوالي ۱۰۰ پېښې شوي چې له ډلې یې یوازې یوې ته رسېدنه شوې ده او هیله من یوو نورې پېښو ته هم رسېدنه وشي."

د رسنیزو سرغړونو کمېسیون دې جوړ شي

رسنۍ

د عکس سرچینه، .

په افغانستان کې د رسنیو برخې فعالان ټینګار کوي چې د خبریالانو شکایتونو ته د رسېدو لپاره دې د طالبانو حکومت رسنیزو سرغړونو ته د رسېدو کمېسیون جوړ او د خبریالانو او رسنیزو اړوند مسلو ته دې له همدې لارې رسېدنه وشي. طالبانو تر اوسه د دغه کمېسیون د جوړېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

د طالبانو له واک ته رسېدو سره د خبریالۍ د ستونزمنېدو سربېره، ملګرو ملتونه چې سږکال د رسنیو ازادۍ نړیواله ورځ - خبریالي د ډیجټل تر ولکې لاندې- شعار سره لمانځي، ویلي، پر خبریالانو څار او سایبري بریدونه ډېر شوي چې د خبریالۍ چاره یې له خطر سره مخامخ کړې ده.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو کلتوري او ښوونیز بنسټ (یونیسکو) په هغه اعلامیه کې چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) په دفتر کې ولوستل شوه، د خبریالانو په زنداني کولو او پر رسنیزه ازادۍ د محدودیتونو پر ډېرولو اندېښنه ښودلې ده.

په دغه اعلامیه کې له ټولو خواوو د رسنیو د ازادۍ او خبریالانو د ملاتړ غوښتنه شوې ده.